• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني کې وروستیو ورښتونو تاریخي ابداتو ته زیان اړولی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت د بالاحصار شاوخوا ۳۰ متره ساتونکی دېوال ویجاړ شوی دی.

د یاد ریاست رییس، حمدالله نثار ویلي چې ورورستیو سېلابونو د دغه ولایت نورو تاریخي سیمو ته هم زیانونه اړولي دي.

نوموړي له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې چې وروستیو بارانونو هغه تاریخي ودانۍ لا ډېرې زیانمنې کړې دي چې له مخکې یې بیارغونې ته اړتیا درلوده.

هغه د دې اثارو د تخریب یو مهم لامل «د پخواني حکومت پر مهال غیر معیاري او ناسم ترمیمات» بللي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز غړو په تاشکند کې په یوه بحث کې برخه واخېسته

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وايي، چې په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره نړیوال انسټیټویټ د مرکزي اسیا او افغانستان ترمنځ ناسته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په اړه جوړه شوې او د یاد انسټیټویټ رییس عبدالحي قانت پکې ګډون کړی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا خبرې تېره ورځ د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز عبدالحی قانت په تاشکند کې د مرکزي اسیا لپاره د نړیوال انسټیټیوټ د "منځنۍ اسیا - افغانستان مشورتي ډیالوګ» تر نامه لاندې ګردي مېز کې ګډون کړی دی.

عبدالحی قانت د سیمه ییزې ښکېلتیا لپاره د اقتصاد پر بنسټ عملي چلند پر ارزښت ټینګار کړی.

نوموړي دغه راز په راتلونکي کې د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي د خبرو اترو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې د ناستې ګډونوالو د اړیکو زیاتوالي او د سیمه ییز ثبات او اتصال لپاره د ګډو نوښتونو د رامنځته کېدو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې.

په پاکستان کې میشتو ښځینه فعالانو د افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱

په پاکستان کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو په دغه هېواد کې د نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم جرم نه دی.

دغو فعالانو «د خبریال ازادي د حقیقت ازادي ده» د شعارونو په ورکولو سره ویلي، چې خبریالان د زندان له لارې نه شي غلی کېدای، ځکه د هغوی د قلم غږ د ټولنې د بیدارۍ وسیله ده.

فعالانو ویلي چې که خبریالان بندي وي، نو ټولنه تیاره پاتې کېږي او حقیقت پټ پاتې کېږي. د هغوی په وینا، د رسنیو ازادي پرته له عدالت څخه هیڅ معنا نه لري.

په اسلام اباد کې په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیول شوي او داسې اندېښنې هم شته چې ښايي افغانستان ته واستول شي، چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي.

دغه راز طالبانو هم په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیولي، چې د خبریالانو ټولنو یې په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د طالبانو د کرنې وزارت پلاوي د روسیې له ویسوټسک بندر څخه لیدنه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدرعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي د روسیې له ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر پر مهال د بندر فعالیتونه، لوژسټیکي سیسټمونه او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو میکانیزمونه په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د راکړې ورکړې، د سوداګرۍ د پراختیا او افغانستان ته د روسیې د غنمو د صادراتو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

همدارنګه، طالب پلاوي روسي لوري ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «هېواد د کرنیزو تولیداتو په برخه کې لوړ ظرفیتونه او پراخ صادراتي فرصتونه لري».

افغان او ازبکستاني سوداګرو د ۵۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۴ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر اعلان وکړ، چې د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۵۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۴ سوداګریزو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د یاد دفتر په وینا، دواړو خواوو د دغو هوکړه لیکونو لاسلیکول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د نوي فصل پیل وباله.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه ویلي، چې په دې ناسته کې ددغه ولایت والي اسلام جار او د ازبکستان اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف هم ددې هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال حضور درلود.

د ازبکستان د اندیجان والي شهرت رحمانوف د هوکړه لیکونو لاسلیکېدل د اقتصادي همکارۍ د پراخولو لپاره د دواړو هیوادونو د سوداګرو د جدي هوډ نښه وګڼله.

یاد رسنیز دفتر وايي، نوموړي او د ازبکستان سوداګرو اعلان وکړ، چې په هرات کې په مختلفو سکتورونو، په ځانګړې توګه صنعت، ساختماني، انرژۍ او کرنې کې پانګونې ته چمتو دي.

په دغو مراسمو کې د طالبانو د هرات والي اسلام جار د تړونونو لاسلیکېدل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.

هغه ټینګار کړی، چې هرات د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي مرکزونو څخه دی او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره پراخ ظرفیت لري.

د طالبانو د هرات والي په سوداګریزو اړیکو کې د توازن پر اهمیت ټینګار کړی او ازبکستان ته یې د افغان محصولاتو، کرنیزو او نورو توکو د صادراتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

ایټالیا له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ تړون ځنډوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ د تړون تمدید کېدل وځنډوي. لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي دي، چې دا پرېکړه یې د منځني ختیځ د روانو جګړو له امله کړې ده.

د میلوني ښي اړخی حکومت په اروپا کې د اسراییل له نږدې متحدینو شمېرل کېږي، خو په وروستیو اونیو کې یې پر لبنان د اسراییل پر بریدونو نیوکه هم کړې ده.

په دغو پېښو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په اډانه کې په لبنان کې د ایټالیايي سرتېرو اغېزمنېدل هم شامل دي.

میلوني د ایټالیا په ویرونا ښار کې ویلي، « د اوسني وضعیت په رڼا کې حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي تړون اتومات تمدیدېدل وځنډوي».

دایټالیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې د دې پرېکړې له پایلو څخه یوه دا ده چې ایټالیا به نور له اسراییل سره په پوځي روزنه کې همکاري ونه کړي.

سرچینې ویلي چې دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې له خوا د بهرنیو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د مرستیال لومړي وزیر په ګډون جوړه شوې غونډه کې شوې ده.