په پاکستان کې میشتو ښځینه فعالانو د افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

په پاکستان کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو په دغه هېواد کې د نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم جرم نه دی.

په پاکستان کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو په دغه هېواد کې د نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم جرم نه دی.
دغو فعالانو «د خبریال ازادي د حقیقت ازادي ده» د شعارونو په ورکولو سره ویلي، چې خبریالان د زندان له لارې نه شي غلی کېدای، ځکه د هغوی د قلم غږ د ټولنې د بیدارۍ وسیله ده.
فعالانو ویلي چې که خبریالان بندي وي، نو ټولنه تیاره پاتې کېږي او حقیقت پټ پاتې کېږي. د هغوی په وینا، د رسنیو ازادي پرته له عدالت څخه هیڅ معنا نه لري.
په اسلام اباد کې په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیول شوي او داسې اندېښنې هم شته چې ښايي افغانستان ته واستول شي، چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي.
دغه راز طالبانو هم په دې وروستیو کې یو شمېر افغان خبریالان نیولي، چې د خبریالانو ټولنو یې په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدرعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي د روسیې له ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر پر مهال د بندر فعالیتونه، لوژسټیکي سیسټمونه او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو میکانیزمونه په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي.
په دې لیدنه کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د راکړې ورکړې، د سوداګرۍ د پراختیا او افغانستان ته د روسیې د غنمو د صادراتو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
همدارنګه، طالب پلاوي روسي لوري ته د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «هېواد د کرنیزو تولیداتو په برخه کې لوړ ظرفیتونه او پراخ صادراتي فرصتونه لري».
د طالبانو د هرات والي رسنیز دفتر اعلان وکړ، چې د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۵۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۴ سوداګریزو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د یاد دفتر په وینا، دواړو خواوو د دغو هوکړه لیکونو لاسلیکول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د نوي فصل پیل وباله.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه ویلي، چې په دې ناسته کې ددغه ولایت والي اسلام جار او د ازبکستان اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف هم ددې هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال حضور درلود.
د ازبکستان د اندیجان والي شهرت رحمانوف د هوکړه لیکونو لاسلیکېدل د اقتصادي همکارۍ د پراخولو لپاره د دواړو هیوادونو د سوداګرو د جدي هوډ نښه وګڼله.
یاد رسنیز دفتر وايي، نوموړي او د ازبکستان سوداګرو اعلان وکړ، چې په هرات کې په مختلفو سکتورونو، په ځانګړې توګه صنعت، ساختماني، انرژۍ او کرنې کې پانګونې ته چمتو دي.
په دغو مراسمو کې د طالبانو د هرات والي اسلام جار د تړونونو لاسلیکېدل د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.
هغه ټینګار کړی، چې هرات د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي مرکزونو څخه دی او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره پراخ ظرفیت لري.
د طالبانو د هرات والي په سوداګریزو اړیکو کې د توازن پر اهمیت ټینګار کړی او ازبکستان ته یې د افغان محصولاتو، کرنیزو او نورو توکو د صادراتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
د ایټالیا حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ د تړون تمدید کېدل وځنډوي. لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي دي، چې دا پرېکړه یې د منځني ختیځ د روانو جګړو له امله کړې ده.
د میلوني ښي اړخی حکومت په اروپا کې د اسراییل له نږدې متحدینو شمېرل کېږي، خو په وروستیو اونیو کې یې پر لبنان د اسراییل پر بریدونو نیوکه هم کړې ده.
په دغو پېښو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په اډانه کې په لبنان کې د ایټالیايي سرتېرو اغېزمنېدل هم شامل دي.
میلوني د ایټالیا په ویرونا ښار کې ویلي، « د اوسني وضعیت په رڼا کې حکومت پرېکړه کړې چې له اسراییل سره د دفاعي تړون اتومات تمدیدېدل وځنډوي».
دایټالیا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې د دې پرېکړې له پایلو څخه یوه دا ده چې ایټالیا به نور له اسراییل سره په پوځي روزنه کې همکاري ونه کړي.
سرچینې ویلي چې دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د لومړۍ وزیرې له خوا د بهرنیو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د مرستیال لومړي وزیر په ګډون جوړه شوې غونډه کې شوې ده.
په هرات کې په سلګونو خلکو د شیعه ګانو پر برید لاریون وکړ، د مذهبي او تعلیمي مرکزونو د امنیت، د مذهبونو د پیروانو ازادي او د افراطي او تکفیري افکارو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه. لاریون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د هرات برید د څېړلو او د عاملینو د پېژندلو لپاره پلاوی ولېږي.
د هرات اوسیدونکو د جمعې په ورځ د ډزو د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د وري پر ۲۵مه، د سې شنبې په ورځ یو پریکړه لیک خپور کړ او ویې ویل، چې بریدګرو د برید پرمهال د شیعه وګړو مذهبي مقدساتو او عقایدو ته سپکاوی کړی دی.
په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د ده میري زیارت پر لاره ګڼ شمیر امنیتي پوستې وې، خو دا ټول امنیتي تدابیر د جمعې په ورځ د برید پرمهال نه وو.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې وسله والو بریدګرو برید "په ارامۍ او له بیړې پرته" وکړ او له ډزو وروسته له سیمې ووتل.
په پرېکړه لیک کې د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي او ټینګار شوی چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له پیښې شاوخوا ۴۵ دقیقې وروسته د پیښې ځای ته ونه رسیدل.
په هرات کې لاریون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د ټپیانو او د قربانیانو د کورنیو وضعیت ته پاملرنه وکړي. دوی د مذهبي مرکزونو د خوندي کولو او د امنیتي تدابیرو د زیاتولو لپاره د ولسي ځواکونو په کارولو ټینګار کړی.
د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې طالبانو د ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰۰ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د سوداګرو په حضور کې پلورلې دي.
د طالبانو اړوند باختر خبري اژانس لیکلې چې دا ډبرې د نږدې ۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، څه باندې ۹ میلیونه افغانۍ د طالبانو بودجې ته سپارل شوې دي.
سره له دې چې دخلکو او شفافیت نړیوالو سازمانونو له لوري پر طالبانو د ناقانونه کانونو د استخراج او د طبیعي زېرمو د غیر شفافې استفادې نیوکې کیږي، اړونده طالب چارواکي وایې چې دا ډول پلور د عوایدو د زیاتوالي او د طبیعي زېرمو د قانوني استفادې په موخه کېږي.