• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغان کډوالو ستنېدو بهیر کې د شینوارو او اپریدو قبیلو له مېلمه پالنې ستاینه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۵ GMT+۱

په پېښور کې د‌ طالبانو جنرال قونسلګرۍ خبر ورکړی، چې په یوې ځانګړې غونډه کې یې د شینوارو او اپریدو قبیلو مشران او ځوانان ستایلي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو دواړو قبیلو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او ښه مېلمانه پالنه یې کړې ده.

په پېښور کې د‌ طالبانو قونسل محب الله شاکر د خپلې وینا په ترڅ کې د شینوارو او اپریدو څخه مننه کړې چې د ستنېدو په بهیر کې یې افغان کډوالو ته لازمې مرستې او اسانتیاوې چمتو کړې دي. خبرپاڼه کې د یادو قبیلو په حواله راغلي چې دوی ستنېدونکي افغانان خپل وجود ګڼي او په انساني لحاظ به هم ورسره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا په جمرود او لنډي کوتل سیمو کې یو شمېر ځایي اوسېدونکو د بارانونو او سېلابونو پر مهال ستنېدونکو افغان کډوالو ته خواړه برابر کړي او ان ځینو ورته په خپلو کورونو کې د لېږد د انتظار لپاره موقتي ځایونه ورکړي دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

پخوانی افغان خبریال عزیز وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۱
پخوانی افغان خبریال عزیز وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی
100%

د پخواني افغان خبریال عزیز وطنوال خپلوان وايي، چې شاوخوا یو کال کېږي نوموړی طالبانو نیولی او دا مهال د بګرام په زندان کې ساتل کېږي.

د عزیز وطنوال پخوانیو همکارانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې دوی په دې موده کې څو ځله د طالبانو اړوندو ادارو ته ورغلي، خو د نوموړي د خوشې کېدو په تړاو روڼ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د نوموړي یو تن خپلوان وویل، «طالبانو ویلي چې له خبریالانو سره حساب شته، کله چې دا حساب پوره شي، بیا به عزیز وطنوال خوشې شي».

د طالبانو د استخباراتو غړو د ۱۴۰۴لمریز کال د چنګاښ په ۲۱مه عزیز وطنوال له خپل کوره بېولی او تر دې دمه د نوموړي د نیولو رسمي دلیل نه دی روښانه شوی.

نږدې خپلوان یې وایي چې د عزیز وطنوال روغتیايي وضعیت او د بند شرایط هم د اندېښنې وړ دي او له طالبانو غواړي، چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي او یا لږ تر لږه د هغه قضیه روښانه کړي.

تر اوسه د طالبانو مسوولانو د عزیز وطنوال د نیولو او زنداني کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ښوونکو شکایت: درې میاشتې کېږي چې د طالبانو ادارې معاشونه نه دي راکړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱
د ښوونکو شکایت: درې میاشتې کېږي چې د طالبانو ادارې معاشونه نه دي راکړي
100%

یو شمېر افغان ښوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې درې میاشتې کیږي طالبانو معاشونه نه دي ورکړي. دوی وایي، د معاشونو ځنډېدو یې ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی او د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان یې له لاسه ورکړی.

یوه ښوونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «درې میاشتې کېږي چې معاش نه لرو. د کور کرایه، خوراکي توکي او نور لګښتونه ټول پر موږ بار دي، خو عاید مو صفر دی. دې وضعیت مو ژوند ډېر سخت کړی دی».

نوموړی زیاتوي چې ډېری ښوونکي اوس اړ شوي له پورونو کار واخلي، خو د دوام په صورت کې به دا هم نور امکان ونه لري.

یو بل ښوونکي د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ د زده‌کوونکو د راتلونکې لپاره تدریس ته ژمن یو، خو پرته له معاشه کار کول ناشوني دي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، ښايي ګڼ معلمان ښوونځي پرېږدي».

د یادو ښوونکو په وینا، د معاشونو نه ورکول نه یوازې د هغوی اقتصادي وضعیت خراب کړی، بلکې پر رواني روغتیا یې هم منفي اغېز کړی دی. دوی وایي چې د خپلو ماشومانو د زده‌کړو، درملنې او ورځنیو اړتیاوو په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.

د دغو ښوونکو په وینا، څو ځلې یې د طالبانو معارف وزارت ته د معاشونو په اړه شکایت کړی، خو هغوی ورته ویلي چې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول یونېسف او یونسکو، د راپورونو له مخې د افغانستان د ښوونې او روزنې نظام دا مهال له ژور او بې‌ساري بحران سره مخ دی.

د یادو بنسټونو په وینا، میلیونونه ماشومان له ښوونځي پاتې دي، د زده‌کړې کیفیت په بې‌سارې توګه ټیټ شوی او د ښځینه ښوونکو کمښت، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونو او د ښوونځیو ناسم بنسټیز حالت د پوهنې نظام له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیانو دامنيتي وضعيت په اړه ګډه ناسته کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
د طالبانو د سوېل ختیزو ولایتونو والیانو دامنيتي وضعيت په اړه ګډه ناسته کړې
100%

د طالبانو د پکتیا رسنیز دفتر وايي، چې د پکتیا، خوست ، پکتيکا، لوګر او غزني ولايتونو واليانو او د امنيې قوماندانانو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ریيس ارکان، نظامي محکمې او د استخباراتو رییسانو د سوېل ختیزو ولایتونو د امنیتي وضعیت د خوندیتوب په موخه ناسته کړې ده.

د طالبانو د پکتیا والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د وري پر ۲۵مه ویلي، چې په دې ناسته کې د اسلامي نظام د پياوړتيا، د خلکو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د ادارو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ پر اهميت خبرې شوې دي.

په غونډه کې د تېرو مجلسونو د پريکړو د تطبيق ارزونه شوې او د سويل ختيځ زون ولايتونو امنيتي وضعيت، پراختيايي چارو، اقتصادي او ټولنيز حالت او خلکو ته د خدمتونو د ښه والي په اړه معلومات شريک شوي دي.

همدراز په دې ناسته کې د پراختيايي او اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره د همغږۍ زياتوالي، د قاچاق مخنيوي، د نشه‌يي توکو د کر او توليد مخنيوي، د شته امنيتي وضعيت د خونديتوب او غوره حکومتولۍ په اړه هم بحثونه شوي دي.

طالبانو د سوېل ختییزو ولایتونو د امنیتي ننګونو په اړه کوم جزییات نه دي ور کړي.

په یونان کې د ترکیې له پولې سره نږدې یو شمېر افغان کډوال له تاوتریخوالي سره مخ دي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
په یونان کې د ترکیې له پولې سره نږدې یو شمېر افغان کډوال له تاوتریخوالي سره مخ دي
100%

د بي‌بي‌سي د یوه څېړنیز راپور له مخې، په یونان کې د ترکیې له پولې سره نږدې سیمو کې یو شمېر افغان کډوال له تاوتریخوالي سره مخ شوي. په راپور کې راغلي چې یوناني امنیتي ځواکونه له ځینو ناقانونه ډلو سره، چې پخپله کډوال دي، همکاري کوي څو نور کډوال په زور بېرته ترکیې ته واړوي.

د پلټنې موندنې ښيي چې په دغو ډلو کې افغانان هم شامل دي او یو شمېر افغان کډوال هم د قربانیانو په ډله کې راځي. د راپور له مخې، دا کسان ډېری وخت له پاکستان، سوریې او افغانستان څخه دي او د یوناني پولیسو تر لارښوونې لاندې فعالیت کوي.

یو شمېر افغان کډوالو ویلي، چې کله دوی د یونان خاورې ته د پناه غوښتنې په نیت داخل شوي، نو د مخ پټو کسانو له‌ خوا نیول شوي، وهل شوي، شتمني ترې اخیستل شوې او بیا په زور بېرته ترکیې ته اړول شوي دي.

دا کړنې د اروپایي اتحادیې او نړیوالو قوانینو له مخې ناقانونه بلل کېږي.

د اروپایي ټولنې د سرحدي ادارې د بنسټیزو حقونو دفتر په یوه رپوټ کې ویلي چې شواهد ښيي، لسګونه بهرني کډوال د یوناني پولیسو تر امر لاندې د جبري شړنې په عملیاتو کې کارول شوي دي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې پر کډوالو فزیکي او لفظي زور زیاتی شوی او شخصي توکي ترې اخیستل شوي دي.

د یونان صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس بي‌بي‌سي ته ویلي چې نوموړی د کډوالو د کارولو له دغو تورونو ناخبره دی، خو تر دې دمه د یونان چارواکو د دغو مشخصو ادعاوو په اړه رسمي او مفصل ځواب نه دی ورکړی.

یونان له ۲۰۱۵ کال راهیسې له یو میلیون څخه ډېر کډوال منلي، چې پکې زرګونه افغانان شامل دي. د ترکیې او یونان ترمنځ د ایوروس سرحدي سیمه د کډوالو لپاره له خطره ډکه بلل کېږي او د بشري حقونو سازمانونه له یوناني چارواکو غواړي چې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي او دا ډول ناقانونه کړنې ودروي.

دا پوله شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ایوروس سیند په اوږدو کې پرته ده.

هغه کډوال چې له سیند څخه تېر شي او یونان ته داخل شي، یوې سختې پوځي شوې او محدودې سیمې ته ننوځي چې د څار برجونه پکې جوړ شوي دي.

په غزني کې وروستیو ورښتونو تاریخي ابداتو ته زیان اړولی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱
په غزني کې وروستیو ورښتونو تاریخي ابداتو ته زیان اړولی
100%

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله د دغه ولایت د بالاحصار شاوخوا ۳۰ متره ساتونکی دېوال ویجاړ شوی دی.

د یاد ریاست رییس، حمدالله نثار ویلي چې ورورستیو سېلابونو د دغه ولایت نورو تاریخي سیمو ته هم زیانونه اړولي دي.

نوموړي له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې چې وروستیو بارانونو هغه تاریخي ودانۍ لا ډېرې زیانمنې کړې دي چې له مخکې یې بیارغونې ته اړتیا درلوده.

هغه د دې اثارو د تخریب یو مهم لامل «د پخواني حکومت پر مهال غیر معیاري او ناسم ترمیمات» بللي دي.