تېره ورځ د وري پر ۲۴مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواوې به له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کوي.
د نورستان او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا لاره د دوی په غوښتنه او د پاکستاني نظامیانو په همغږۍ او د ځايي خلکو بد انساني وضعیت ته په کتو پرانېستل شوې ده.
د دې هوکړې پرمهال اخیستل شوي انځورونه ښيي، چې جرګه د پاکستاني ځواکونو په یوه قرارګاه کې شوې ده.
ددې هوکړې د لاسلیک کېدو پرمهال د پاکستاني نظامیانو حضور لیدل کېږي خو د طالبانو کوم استازی حضور نه لري.
د قومي مشرانو په وینا، طالبانو د کونړ د ناړۍ او د نورستان برګمټال او ګامدېش ولسوالیو په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښې خپلې پوستې پرېښي دي او هلته حضور نه لري.
د کونړ ناړۍ او د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشران نیوکه کوي، چې له تېرو دوو میاشتو راهسې لارې تړلې وې خو طالبان ددې پرځای چې له هرې ممکنه لارې لاره پرانیزي، هیڅ اقدام نه دی کړی او د بدیلې لارې د پرانېستلو هڅې یې کړې دي.
یو قومي مشر وویل:« د پاکستاني خوا غوښتنه دا وه، چې په خپلو سیمو کې به د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته ځای نه ورکوئ او که څوک دا کار کوي باید ځايي خلک یې پر وړاندې ودریږي».
په تړون کې لیکل شوي، چې دا تړون د پاکستاني نظامیانو او طالبانو په رضایت شوی دی خو له هوکړې وروسته د طالبانو د نورستان والي ویاند یوازې دومره وویل، چې د دوو ولسوالیو لاره د قومي مشرانو له ناستې وروسته پرانېستل شوې ده.
دواړو خواوو هوکړه کړې، چې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تر کامدېش او برګمټال پورې او همدارنګه د ارنوي او چترال په سیمو کې به پاکستاني پوځیان د افغانستان د برګمټال او کامدېش پر طالب نظامیانو برید نه کوي او د افغانستان له لوري به هم د ارنوي او چترال پر نظامیانو برید نه کېږي او جګړه به بنده وي.
د وري پر ۲۳مه د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي یو، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندیدو له امله خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي.
دوی د طالبانو مسوولان په ناغېړۍ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې که د هوا له لارې خوراکي توکي ور ونه رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.