د طالبانو او فرانسې استازي د افغانستان پر وضعیت او سیاسي اړیکو غږېدلي

په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې د شارژدافیر سره په ناسته کې پر سیاسي، اقتصادي او د قونسلي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو همدا راز د ستنېدونکو افغان کډوالو او سوداګرۍ په تړاو هم بحث کړی دی.
