د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مردان کې پراخه ولسي غونډه جوړوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په لارښوونه د خیبر پښتونخوا حکومت د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) د مردان په ریلوې میدان کې یوه پراخه ولسي غونډه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په دې اړه د دوشنبې په ورځ په اسلاماباد کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پاکستان تحریک انصاف ولسي غونډه به دا په ډاګه کړي؛ که څه هم د یاد ګوند بنسټګر عمران خان په زندان کې دی، خو هغه لاهم د ولس پراخ ملاتړ له ځانه سره لري.
نوموړي زیاته کړې، له لاریون سره به دا هم څرګنده شي چې له ټولو ظلمونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد تر ټولو لوی سیاسي ګوند دی. هغه وویل، چې عمران او د هغه مېرمن بشرا بيبي په ناحقه بندیان دي او د ګوند مشر له دوامداره ظلمونو سره مخ دی.
د مردان ولسي غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د عمران خان په لارښوونه (د اپریل په ۹مه) کېدونکې پراخه ولسي غونډه په اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له امله وځنډېده.
