• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرکال؛ په بلخ کې د ٨٠٠ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، په تېر ۱۴۰۴کال کې په دغه ولایت کې د ٨٠٠ مېلیون ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده. د هغه په وینا؛ دغه پانګونې تر ډېره په صنعتي، ودانیزو، خدماتي او سوداګریزو برخو کې شوې، چې ورسره زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

له بل پلوه په بلخ کې د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به د بلخ صنعتکارانو ته چې د طالبانو له‌خوا ۲۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې؛ د وېش چارې پیل شي. په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا؛ دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالې دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

دی ‌نیو هیومنټرین: د ایران، امریکا او اسراییل جګړې د افغانستان بشري بحران لا ژوروي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
دی ‌نیو هیومنټرین: د ایران، امریکا او اسراییل جګړې د افغانستان بشري بحران لا ژوروي
100%

د «دی ‌نیو هیومنټرین» په نوم رسنیزه اداره وایي، چې د امريکا، اسراییل او ايران ترمنځ د جګړې زیاتوالي د تېر کال له کب میاشتې راهیسې د افغانستان بشري بحران لا پسې ژور او پېچلی کړی دی.

بشري مرستندویه ادارو او نړیوالو سرچینو خبرداری ورکړی، چې په ایران او سیمه کې پراخو نښتو د افغانستان د مرستو اړتیا لرونکو خلکو وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د «دی ‌نیو هیومنټرین» د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د هوايي او راکټي بریدونو نوې څپېنه یوازې سیمه بې‌ثباته کړې، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.

راپور وايي، ګڼ شمېر مرستندویه بنسټونه اړ شوي چې خپلې چارې راکمې کړي یا ځینې پروژې ودروي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴میلیونه افغانان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د بشري چارو کارپوهان وايي، د بې‌ثباتۍ له زیاتېدو او د پولو له تړل کېدو سره، د افغانستان ختیځو او لوېدیځو پولو ته د کډوالو د راتګ شمېر زیات شوی دی.

ډېری افغانان چې د کار او امنیت په لټه کې ایران ته تللي وو، اوس د جګړې د شدت او د لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې اړ شوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي یا په سرحدي سیمو کې سرګردانه پاتې شي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو ټینګار کړی، چې د جګړو دوام د خوړو، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو مرستو ته د لاسرسي شرایط لا سخت کړي دي، په ځانګړي ډول د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره.

همدارنګه، د ناامنۍ او سیمه‌ییزو اندېښنو له امله د نړیوالو مرستو د یوې برخې درېدلو د مرستو بهیر ته جدي زیان رسولی دی.

د مرستندویه سرچینو په وینا، که په سیمه کې جګړه همداسې دوام ومومي، په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه کېدو او اجباري کډوالۍ د زیاتېدو احتمال هم شته.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا روان بحران نه یوازې د سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې کولای شي په افغانستان کې د بېوزلۍ، د خوړو د ناامنۍ او د ناروغیو د خپرېدو لامل هم شي.

اوس مهال افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي، او د سیمې دوامداره جګړه دا وضعیت لا پسې خرابوي.

سمېع سادات: طالبان افغانستان ته امنیت نه بلکې بدبختي او بې عزتي راوړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۱
سمېع سادات: طالبان افغانستان ته امنیت نه بلکې بدبختي او بې عزتي راوړي
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال لوړ پوړي پوځي جنرال سمېع سادات د نورستان قومي مخورو او پاکستاني پوځ ترمنځ تړون ته په اشارې ویلي، چې افغانان د طالبانو له نظام پرته‌ په بل هېڅ پړاو کې دومره نه وو، بې عزته شوي.

هغه زیاته کړې چې طالبان افغانستان ته امنیت نه‌شي راوستی او یوازې هېواد ته بې عزتي راوړي. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «افغانان نن دومره مجبور حالت ته راټیټ شول چې د خپل کلي او ولسوالۍ د امنیت لپاره باید د‌ پاکستان پوځ ته عذر خواهۍ وکړي».

نوموړي د پاکستاني عسکرو او د نورستان د قومي مشرانو ترمنځ د ناستې یو انځور ته په اشارې دغه څرګندونې کړې دي. د برګمټال او کامدېش قومي مخورو له پاکستان سره تړون لاسلیک کړی چې خپلو سیمو کې به ټي‌ټي‌پي ته ځای نه ورکوي او له همدې امله به پاکستان د یادو دوو ولسوالیو پر لور غځېدلې لاره هم د ډزو له امله نه تړي.

دغه تړون د هېواد په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېواد یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د سیاسي تګلارو تر څنګ لویه امنیتي ناکامي بللې ده.

د طالبانو د استازي او پاکستاني چارواکي ترمنځ لیدنې ناندرۍ راپورته کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱
د طالبانو د استازي او پاکستاني چارواکي ترمنځ لیدنې ناندرۍ راپورته کړې
100%

پېښور کې د طالبانو د قونسل محب‌الله شاکر او د پاکستان د یو چارواکي ریاض محسود ترمنځ لیدنې په خواله رسنیو کې د افغان کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. انځورونه ښيي چې پاکستانی چارواکی د رسمي مېز تر شا ناست خو طالب استازی تر هغه ټیټ او په غیررسمي بڼه د هغه مخې ته ناست ښکاري.

یو پېژندل شوي خبریال لیکلي چې د طالبانو قونسل د یو عادي مراجعه کوونکي په څېر د پاکستاني چارواکي مخې ته ناست دی، چې دا چاره د ډیپلوماټیکو اصولو او دودونو سره برابره نه ده.

د مېلمستیا ډول او رسمي تشریفات د دې لیدنې پر وړاندې د نیوکو اصلي ټکی بلل شوی دی. پېژندل شوي خبریال سمیع یوسفزی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ډیپلوماسي باید د متقابل توازن او درناوي پر بنسټ ولاړه وي، نه دا چې یو لوری د غوښتونکي یا کمزوري په بڼه څرګند شي».

هغه له مخاطبینو غوښتي چې د دې لیدنې جزییاتو ته پام وکړي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول لیدنې باید د «برابرۍ، وقار او قوي استازیتوب» څرګندونه وکړي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې دي. د طالبانو استازي په دې لیدنه کې، چې د دوشنبې په ورځ د وري پر ۲۴مه ترسره شوې، له پاکستاني چارواکي سره د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

افغان خبریال او شنونکي سعید شینواري د دې لیدنې په اړه لیکلي چې د طالبانو جنرال قونسل په دې ناسته کې له پاکستاني چارواکي غوښتي چې د افغان بندیانو د خوشې کېدو او د هغوی د ایستلو بهیر ګړندی شي. هغه زیاته کړې چې یاد چارواکي مخکې هم په پاکستان کې په یوه غونډه کې د دغه هېواد په اړه دوستانه دریځ څرګند کړی و.

نیوکه کوونکي وايي چې دا ډول چلند او د دې ډول ناستو جوړښت مقابل لوري ته د اړیکو د نابرابرۍ روښانه پیغام ورکوي. د دوی په وینا، د ډیپلوماټیکو تشریفاتو بنسټیز اصول لکه د ناستې توازن، د خبرو اترو طرز او د تعامل ډول د یو استازي د اعتبار د ساتنې لپاره ډېر مهم دي.

د منځني ختیځ او جنوبي اسیا کارپوه ډاکټر برهاني د دې لیدنې په اړه لیکلي: «له دې امله چې دواړه لوري له ګډ کلتوري چاپېریاله برخمن دي، د استازیتوب په ډول کې هر ډول نابرابري هم سیاسي او هم سمبولیک اغېز لري».

یو افغان کاروونکي عبدالوهاب صمیم هم په اېکس کې لیکلي: «ملا لا هم خوشحاله دی چې د یو کمېشنر مخې ته پر څوکۍ ناست دی». هغه زیاته کړې: «هغه نه دا چارواکی پېژني او نه ورته اهمیت ورکوي. هغه د خپل وطن حیثیت په بشپړه توګه له‌منځه وړی دی».

په بدخشان او سمنګان کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
په بدخشان او سمنګان کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي
100%

په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او ۱۹نور ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، نن (سې‌شنبه، وري ۲۵مه) د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د یوه «ټونس» ډوله موټر د چپه کېدو له امله اووه تنه مړه شوي او ۱۲نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي، دا پېښه د «سیدبایي» په سیمه کې رامنځته شوې او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

له بلې خوا، د طالبانو د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار د بلخ – کندز پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو «هینو» ډوله موټر د ګازو لېږدونکي ټانکر سره ټکر وکړ. په دې پېښه کې د ګازو د ټانکر چلوونکی مړ شوی او د «هینو» موټر چلوونکی او شپږ سپرلۍ ټپیان شوي دي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبغاړي علي رضا پناهي د ۲۰۲۵ کال د «فوټبال سي» د سرو زرو توپ وګاټه

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۱
د افغانستان فوټبال ملي لوبغاړي علي رضا پناهي د ۲۰۲۵ کال د «فوټبال سي» د سرو زرو توپ وګاټه
100%

د افغانستان د فوټبال د غوره لوبغاړو د ټاکلو پنځم پړاو (د ۲۰۲۵ کال) د «فوټبال سي» رسنۍ له‌خوا په هرات کې ترسره شو. د دې پروګرام په تر ټولو مهمه برخه کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي علي‌رضا پناهي وکولای شول چې د کال د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو د توپ جایزه وګټي.

علي‌رضا پناهي چې د ابومسلم فراه کلب او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبېږي، د درې وروستیو نوماندانو په ډله کې چې فرهاد علي‌زاده، فرزاد عطایي او خپله نوموړی پکې شامل وو، د کال د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

نوموړي په تېر فصل کې هم په کلبي سیالیو او هم په ملي لوبو کې د افغانستان د فوټبال له ځلېدونکو څېرو څخه و او ډېر ښه ځلېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې «فوټبال سي» رسنۍ هر کال د یوې رڼې پروسې له لارې د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبریالانو د رایو پر بنسټ د افغانستان د فوټبال غوره څېرې ټاکي. دغه رسنۍ په تېرو کلونو کې هم د رایه ورکوونکو د رایو بشپړ جزییات په روڼ ډول خپاره کړي دي.

د «فوټبال سي» د پنځم پړاو د جایزو ګټونکي په لاندې ډول دي:
• د افغانستان د کال غوره کلب: ابومسلم فراه
• د سپورټي اخلاقو (فېیرپلې) جایزه: صرافان هرات کلب
• د کال غوره روزونکی: یوسف مهندس‌زاده (د سرخ‌پوشان خوافي هرات کلب)
• د کال غوره ګول ساتونکی: فیصل حمیدي
• د سرو زرو پښې (ګولډن فوټ) جایزه: فرهاد علي‌زاده
• د افغانستان د فوټبال د کال ځلېدونکی ستوری: یاسر ساپی