د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په یو ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن د چهارشنبې په ورځ په یو ورځني سفر سعودي عربستان ته ځي. د راپورونو له مخې؛ شهباز شریف به د دغه سفر په لړ کې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړي.
دغه سفر په داسې مهال کېږي، چې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو هم په پاکستان کې ترسره شي.
