• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیا کې د نابیناوو او ګونګیانو لپاره د زده کړو ځانګړی ښوونځی پرانېستی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱

طالبانو په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د نابینا کسانو او ګونګیانو لپاره د زده کړو ځانګړی ښوونځی پرانېستی. په دغه ښوونځي کې به تر ۱۲ ټولګي زده‌کړې کیږي. په ورته وخت کې د زده کړو فعالان د بندیزونو له امله د افغان نجونو راتلونکی هم د ګونګیانو او نابینا کسانو له برخلیک سره ورته ګڼي.

په پکیتا کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د چارشنبې په ورځ، د وري ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ، په لومړي ځل په دغه ولایت کې د نابینا کسانو او ګونګیانو لپاره د ځانګړو زده کړو ښوونځی پرانیستل شوی.

په خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه ښوونځی تر ۱۲ ټولګي په دوو څانګو کې فعالیت کوي او تردې مهاله ۱۰۰ زده کوونکي پکې شامل شوي دي.

طالبانو داسې مهال په پکتیا کې د نابینا کسانو او ګونګیانو د زده کړو لپاره ښوونځی جوړ کړی، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې یادې ډلې د میلیونونو نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته زده کړو باندې بندیز لګولی دی.

د زده کړو فعالان د طالبانو د بندیزونو له امله د افغان نجونو او ښځو راتلونکی هم د ګونګیانو او نابینا کسانو له برخلیک سره ورته بولي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

سرګي لاوروف: د ملکي لګښتونو لپاره د یورانیمو بډاینه «د ایران نه انکارېدونکی حق» دی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې د ملکي لګښتونو لپاره د یورانیمو بډایه کول «د ایران نه انکارېدونکی حق» دی. لاوروف بیجنګ ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې روسیه د یورانیمو د بډاینې د نړیوال حق اصل ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې که تهران د یورانیمو د بډاینې د «درولو» پریکړه وکړي یا د دې حق پر ساتلو ټینګار وکړي، مسکو به یې ددغه حق له اصل څخه ملاتړ وکړي.

سرګي لاوروف څرګنده کړه چې د یورانیمو د بډاینې د حق نړیوال اصل باید د ټولو هېوادونو لپاره رعایت شي.

هغه ټینګار وکړ چې روسیه به د همدې اصل پر بنسټ، د تهران او واشنګټن له خبرو ملاتړ وکړي.

د ترکیې پولیسو په تېرو دریو میاشتو کې تر ۱۱ زرو زیات افغان کډوال نیولي دي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د ترکیې د کډوالۍ ادارې رسمي شمېرې ښيي چې په تېرو درې میاشتو کې په دغه هېواد کې ۱۱ زره او ۲۱۶ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي دي. د ترکیې پولیسو ویلي چې په ادرنه سرحدي ښار کې د جلا عملیاتو پر مهال ۳۱ بې اسناده کډوال نیول شوي، چې ۱۹ افغانان هم پکې شامل دي.

د دغه هېواد د سرحدي ګزمې ځواکونو د ادرنه ښار په ساچلیموسلیم کلي کې پنځه بې اسناده افغانان نیولي، او ۱۴ نور افغانان بیا په ګمجی کلي کې نیول شوي دي.

د ترکیې پولیسو د چارشنبې په ورځ ویلي چې دغه کډوال به له قانوني پروسو وروسته د بېرته ستنولو مرکزونو ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په ویبپاڼه کې راغلي چې د روان زیږدیز کال د جنوري له لومړۍ نېټې تر اوسه نږدې ۳۷ زره بې اسناده کډوال په ټوله ترکیه کې نیول شوي دي.

په دې موده کې له درې زرو څخه ډېر کسان د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي او عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانان د نیول شویو بې اسناده کډوالو په سر کې ځای لري.

طالبانو د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید رڼه پلټنه وغوښته

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر د امید روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه دې د دې پېښې په اړه شفافه پلټنه وکړي.

یوه میاشت وړاندې په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي ځواکونو برید وکړ.

له برید څخه یوه میاشت وروسته طالبانو په کابل کې د امید مرکز د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډه جوړه کړې. په دغه غونډه کې د طالبانو ترڅنګ د قربانیانو د کورنیو غړو هم ګډون کړی و.

د یادې غونډې پرمهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر ویلي، چې د پاکستان پوځ د روږدو د درملنې پر مرکز په برید سره وښوده، چې د ملکي وګړو پر وړاندې بې‌پروا دي.

نوموړي زیاته کړې:«د قربانیانو کورنۍ په دې پېښه ډېرې ځورېدلې دي. هر قرباني په سلګونو خپلوان لري، چې د پاکستان له پوځي رژیم سره یې، د برید له امله یو ډېر لوی نفرت رامنځته کېږي او د دې پرځای چې د پاکستان پوځ ته ګټه وکړي، د ګټې پرځای یې دوی ته لوی تاوان ورساوه او دا برید د انسانیت او اسلامیت له چوکاټه وتلی عمل دی».

نوموړي یوځل بیا له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه وکړه، د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه په شفاف ډول څېړنه وکړي.

د پاکستان هوايي ځواکونو د کب پر ۲۵مه په کابل او ننګرهار کې پر ۹ هدفونو هوايي بریدونه وکړل او په دغه بریدونو کې په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې ۲۰۰۰ بستریز روغتون هم په نښه شو. طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې ۴۱۱ کسان وژل شوي او ۲۶۳ نور ټپیان شوي دي، خو نړیوالو بنسټونو بیا ویلي، چې په برید کې د ۲۵۰ په شاوخوا کې کسان مړه شوي دي.

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستان نه راستنې شوې افغانې ښځې له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه راستنې شوې ښځې له جدي بې‌وزلۍ او د کاري فرصتونو له نشتوالي سره لاس او ګریوان دي. دغې ادارې ویلي، چې یوازې ۱۷ سلنه راستنې شوې ښځې عاید لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه هره ورځ سلګونه ښځې خپل هېواد ته راستنېږي، خو ډیری ښځې له خپلو کورونو او کارونو څخه په ناڅاپي ډول بې برخي شوې او په افغانستان کې له سختو اقتصادي ستونزو، کمو کاري فرصتونو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.

د راپور له‌مخې، افغان کډوالې ښځې له مالي امکانانو پرته داسې هېواد ته راستنې شوې چې پخپله له اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو ښځو د ژوند د بیا جوړولو لپاره د اوږدمهاله حل‌لارو په ځانګړې توګه د مالي خدمتونو او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې پانګونه مهمه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په راپور کې سپارښتنه شوې، چې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او له کوربه ټولنو سره د هغوی د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره باید عملي ګامونه پوررته شي، څو ښځې وکولی شي خپل ژوند له سره په پښو ودروي.

له دې وړاندې نړیوالو بسټونو راپور ورکړی، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د فقر او لوږې کچه نوره هم لوړه کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په ټول افغانستان کې تر ۲زره ډېرو سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په ټول افغانستان کې یې تر ۲۳۰۰ ډېرو سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته کړې ده. د یاد سازمان په وینا؛ یوازې د افغانستان په سوېل کې یې له ۶۵۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په شمال کې یې له ۶۳۲ کورنۍ، په سوېل کې ۶۵۰، په لوېدیځ کې ۴۴۷، په ختیځ کې ۵۶۰ او په مرکزي سیمو کې ۶۵ کورنیو سره د خېمو او نورو غیرخواراکي توکو بېړنۍ مرستې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند محمدیوسف حماد وايي، چې د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښوېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي.

د هغه په وینا؛ د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم له‌منځه تللي دي.