د دې پېښې یوه انځور پراخ پام ځان ته اړولی دی، چې پکې ښکاري لمونځ کوونکي د یووالي په نښه، ځینې په تړلو او ځینې په پرانیستو لاسونو د قربانیانو د جنازو لمونځ ادا کوي. د ټولنیزو شبکو کاروونکو دغه صحنه د «ټولنیز او مذهبي یووالي نښه» بللې ده.
دغه انځور د سلطان احمد ارباب او د هغه د دوو زامنو د جنازې د لمانځه اړوند دی، چې د سې شنبې په ورځ د هرات د انجیل ولسوالۍ د دهمهري په کلي کې ترسره شو.
یاد کسان د جمعې په ورځ د (وري ۲۱مه) د انجیل ولسوالۍ د دهمهري په کلي کې د څلورو ناپېژندو وسلوالو په برید کې ووژل شول. د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي چې ټول د شیعه مذهب پورې تړاو لري.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، او طالبانو هم کومه ډله نه ده تورنه کړې. تر دې وړاندې، داعش ډلې په افغانستان کې پر شیعهګانو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی و، خو د هرات د دې برید په اړه یې څه نه دي ویلي.
د هرات پېژندل شوي سیاستوال محمد اسماعیل خان د طالبانو غړي تورن کړي چې ګواکې په دې برید کې لاس لري.
د دې وحشیانه وژنې په غبرګون کې، زرګونو کسانو د سې شنبې په ورځ د قربانیانو د جنازې له مراسمو سره هممهاله پراخ لاریون وکړ، او د مذهبي لږکیو لپاره د امنیت د نشتوالي پر وړاندې یې خپل اعتراض څرګند کړ، او د قربانیانو له کورنیو او د هرات له شیعهوو سره یې خپل یووالی وښود.
یو شمېر دوکاندارانو هم د ویرجنو له کاروان سره یوځای شول، او د هرات زاړه بازارونه د څو ساعتونو لپاره وتړل شول.
ځینو کاروونکو دغه اعتراض او یووالی د هرات د خلکو د طالبانو د تګلارو او د دې وژنې د عاملانو پر وړاندې غبرګون بللی دی.
د خواله رسنیو یو افغان کاروونکی ناصر میری باور لري چې دا پېښه د افغانستان د شیعهګانو پر وړاندې هدفي تاوتریخوالی ښيي. هغه لیکلي: «دا نور یوازې اعتراض نه دی، بلکې د هغو خلکو غلې شوې چیغې دي چې هره ورځ قرباني ورکوي! تر کومه به شیعهګان هدف ګرځي او یوازې ژمنې او چوپتیا به ترلاسه کوي؟».
یو شمېر نورو کاروونکو په لاریون او د جنازې په لمانځه کې د شیعهګانو او سني وګړو ګډ ګډون دا نښه بللې چې د هرات خلک «له هر قوم او توکم څخه، له هر دین او مذهب سره سره، کلونه کلونه د خوښۍ او غم په شېبو کې یو د بل ترڅنګ ولاړ پاتې شوي دي».
ځینو کاروونکو دا هم ویلي چې د نن ورځې لاریون د ناامنۍ په اړه څرګند پیغام لري. یو کاروونکي عالم اخلاقي په اېکس کې لیکلي: «دا راټولېدنه د خلکو یووالی ښيي چې د هر ډول ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ولاړ دي، او له بلې خوا د واکمن نظام د امنیتي کمزورۍ پر وړاندې اعتراض هم دی».
صنم کبیري هم لیکلي چې «د هرات د خلکو پراخ اعتراضونه د امنیت د نشتوالي له امله لا هم دوام لري».
هغې زیاته کړې: «د امنیت نشتوالی، بېوزلي، بېکاري او په تېرو څو کلونو کې د وسلهوالو غلاوو زیاتوالی بېساری شوی دی. له بده مرغه، هېڅوک د دې وضعیت مسوولیت نه اخلي».