• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د واده لپاره نوي مقررات ټاکلي دي، چې له مخې به یې دولتي کارکوونکي له دې وروسته له بهرنیو وګړو سره د واده کولو لپاره له حکومت څخه رسمي اجازه ترلاسه کوي.

د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، که کوم دولتي کارکوونکی له اجازې پرته له بهرني وګړي سره واده وکړي، دا به د «ناسم چلند» په توګه وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا د بشري سرچینو د مدیریت څانګې د ۲۰۲۶کال د نویو مقرراتو له مخې، کارکوونکي مکلف دي چې د واده لپاره غوښتنلیک، اړین اسناد، د کرکټر تصدیق او سوګند‌نامه وړاندې کړي. په دې سوګند‌نامه کې باید روښانه شي چې بهرنی وګړی په کوم غیرقانوني فعالیت یا د ریاست ضد چارو کې ښکېل نه دی.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د حکومت له خوا به د پرېکړې پر مهال د بهرني وګړي تابعیت، د هغه هېواد له پاکستان سره اړیکې او امنیتي ارزونې په پام کې نیول کېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه دولتي کارکوونکي چې مخکې یې له اجازې پرته له بهرنیو وګړو سره ودونه کړی، د هغوی قضیې به هم بیا ځلې وڅېړل شي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي
100%

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی د لنډي کوتل کمپ ته تللی او هلته يې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير او اسانتياوې ارزولې دي. اپریدي ددغه کمپ د لیدلو پرمهال وویل، «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ایالتي حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابروي، څو دا بهير په باعزته او منظم ډول ترسره شي.

اپریدي د انتظارځي اسانتياوې وکتلې او ويې ويل چې دا مهال د پاکستان د احصایې ادارې یا نادرا ۲۲مراجعه ځایونه فعال دي، خو د زياتېدونکي ګڼه ګوڼې له امله دا شمېر بسنه نه کوي. هغه اعلان وکړ چې د نادرا له چارواکو سره به ژر کښېني او د مراجعه ځایونو شمېر به ۴۰ ته لوړ کړي، څو د ثبت بهير چټک او اغیزناک شي.

د هغه په وينا، د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د افغان وګړو د رضاکارانه بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده، چې له امله يې په لنډي کوتل هولډنګ سنټر کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې نورو څلورو انتظارځایونو ته به هم د نادرا اضافي کارکوونکي وګومارل شي، څو فشار کم او چارې په ښه ډول پر مخ يوړل شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا هم څرګنده کړې چې په ایالت کې مېشتو افغان وګړو پر ضد روانې کړنې د مرکزي حکومت پرېکړه ده، او ایالتي حکومت د ملي کچې پرېکړو د پلي کولو مسووليت لري.

اپریدي ټينګار کړی چې «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ مذهبي، ژبني او کلتوري اړيکې شته، چې بايد هر حال کې درناوی يې وشي.

د اپریدي له تګ وروسته افغان کډوالو لاریون وکړ او اعتراض یې درلود، چې دوی په کمپ کې بند پاتې دي.

سهیل اپریدی: د پاکستان اوسنۍ پالیسي دې له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
سهیل اپریدی: د پاکستان اوسنۍ پالیسي دې له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان اوسنۍ ډيپلوماټیکه پالیسې دې د خیبر پښتونخوا د امنیت او له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي.

سهیل اپریدي د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه د پاکستان رول ته په اشاره ویلي، د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان هغه پالیسې چې اوس په نړۍواله کچه ستایل کېږي، له افغانستان سره دې هم د اړیکو په رغولو کې وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره له افغانستان سره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره ده.

سهیل اپري زیاته کړې:«د کومې پالیسۍ له‌مخې، چې اوس په نړۍواله کچه پاکستان ته واه واه ویل کېږي، ایالتي حکومت همدا غواړي، چې د پاکستان او خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره دې له افغانستان سره هم خبرې اترې او مذاکرات وشي».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت به له افغانستان سره د مذاکراتو په برخه کې له مرکزي حکومت سره خپله بشپړه همکاري وکړي.

اپریدي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی دی او تمه ده، چې د شنبې په ورځ به په اسلام‌اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات پیل شي.

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پېښو پړه بېځایه پر افغانستان اچول کېږي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.

اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.

محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: د افغانانو پر وړاندې روان سلوک دایمي دښمني رامنځته کوي
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.

هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.

اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.