په تېرو شپږو ورځو کې له ایران او پاکستان نه نږدې ۲۷زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، په تېرو شپږو ورځو کې له پاکستان او ایران نه ۴زره او ۸۳۵کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۶زره او ۹۶۲ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کډوال له تېرې پنجشنبې څخه تر پرون سېشنبې پورې افغانستان ته ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده موده کې ۵زره او ۴۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۹زره او ۳۷۶ کسان کېږي، خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو شپږ ورځو کې بیا له ۴زره او ۵۰۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. خبرپاڼه کاږي، دغه کډوال د تورخم، سپنبولدک، اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستانه شوي چې د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او د کډوالۍ په اړه پوهاوی هم ورکړل شوی دی. له بل پلوه پاکستاني چارواکي وايي، چې له پېښور او نورو سیمو څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير چټک شوی. د دوی په وینا؛ په پېښور کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پیل شوي او په تېرو ۷ ورځو کې له ۱۵زره زیات افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.