• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بادغیس کې یو پخوانی نظامي وژل شوی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې رسول‌داد فرزان، چې په رسول‌داد رسولي مشهور و او د پولیسو پخوانی سرتېری و، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی. د نوموړي نږدې سرچینې طالبان په دې پېښه کې په لاس لرنه تورنوي.

د دغه پخواني نظامي نږدې کسانو د چارشنبې په ورځ، د وري ۲۶مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د وري پر ۱۹مه له غرمې وروسته د «طالبانو د څو وسله والو جنګیالیو» په ډزو کې وژل شوی دی.

هغه انځورونه چې له دې پېښې څخه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي چې پر نوموړي د سینې او غاړې په برخه کې دوه مرمۍ لګېدلې دي او مخ یې هم ټپي او په وینو ککړ دی.

ځايي سرچینې وایي، رسول‌داد د پخواني حکومت پر مهال د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله. نوموړی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې ایران ته تښتېدلی و، خو یو کال وړاندې بېرته هېواد ته راستون شوی و. له هغه څخه دوه واړه زامن پاتې دي.

د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی نظامي له ایران څخه تر شړل کېدو وروسته په افغانستان کې وژل کېږي.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل په یوه څېړنیز راپور کې د یو شمېر هغو پخوانیو نظامیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و چې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو. د دغه راپور موندنې ښيي چې طالبان د خپلې «عمومي بښنې» ژمنې ته وفادار نه دي پاتې شوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په فضا کې لیدل شویو الوتکو د پاکستان د لوی درستیز الوتکه بدرګه کوله

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۵ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په فضا کې لیدل شویو الوتکو د پاکستان د لوی درستیز د سپرلۍ الوتکه بدرګه کوله. عاصم منیر تهران ته د یوه پلاوي په مشرۍ رسېدلی او ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو پر دویم پړاو له ایراني چارواکو سره وغږیږي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوګر، غزني او هرات ولایتونو څخه د افغانستان انټرنشنل مخاطبانو یو شمېر ویډیوګانې را ولیږلې، چې ښيي شاوخوا ۱۰ الوتکې د ایران پر لور روانې دي.

طالبانو تر اوسه ددې الوتکو په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې « د عاصم منیر بدرګه کوونکو الوتکو تر ډېره امنیتي او د ځواک ښودنې اړخ درلود».

ایراني سرچینو ویلي چې پاکستانی پلاوی به د امریکا پیغامونه تهران ته ورسوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو بهیر د دوام لپاره به د منځګړیتوب رول ولوبوي.

دغه پلاوي ته، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم پکې شامل دی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هرکلی ویلی دی.

ویل کېږي چې د دغه سفر هدف د خبرو اترو دویم پړاو ته زمینه برابرول او د پاتې اختلافاتو کمول دي.

د راپورونو له مخې، د خبرو دویم پړاو ښايي په راتلونکو ورځو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي، چې د ایران او امریکا استازي به پکې د نورو جزئیاتو په اړه بحث وکړي.

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر تهران ته رسېدلی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته رسېدلی دی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو خبرو اترو د بیا پیل او همغږۍ په اړه بحثونه وکړي. له دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل مخاطبانو د لوګر، غزني او هرات په فضا کې ایران ته د تلونکو ۱۰ الوتکو خبر ور کړی و.

ایراني سرچینو ویلي چې دا پلاوی به د امریکا پیغامونه تهران ته ورسوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو بهیر د دوام لپاره به د منځګړیتوب رول ولوبوي.

ویل کېږي چې د دغه سفر هدف د خبرو اترو دویم پړاو ته زمینه برابرول او د پاتې اختلافاتو کمول دي.

د راپورونو له مخې، د خبرو دویم پړاو ښايي په راتلونکو ورځو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي، چې د ایران او امریکا استازي به پکې د نورو جزئیاتو په اړه بحث وکړي.

تر اوسه د دې لیدنې په اړه د پاکستان رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوګر، غزني او هرات ولایتونو نه د افغانستان انټرنشنل مخاطبانو ویډیوګانې را ولیږلې، چې ښيي شاوخوا ۱۰ الوتکې د ایران پر لور روانې دي.

طالبانو تر اوسه ددې الوتکو په اړه څه نه دي ویلي، خو داسې ښکاري چې ښايي دا د پاکستاني پلاوي الوتکې وي.

تر اوسه ایران ته د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د پلاوي د سفر او بدرګه کوونکو الوتکو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

متقي: له پاکستان سره تخنیکي جزئیات به د مذاکراتو د پرمختګ په بهیر کې خنډ نه شي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي او د سیمې د وروستیو بدلونونو او د چین په اورمچي ښار کې د شویو مذاکراتو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي له پاکستاني لوري سره د اورمچي د وروستیو خبرو په اړه هیله مندي ښودلې او ویلي یې دي، چې د تفسیرونو اختلاف او تخنیکي جزئیات به د مذاکراتو د پرمختګ په بهیر کې خنډ نه شي.

نوموړي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې مثبتې بللې او ټینګار یې کړ ی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا پراخې او پیاوړې شي.

د طالبانو له قوله، د سعودي عربستان سفیر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ ته ځانګړی اهمیت ورکوي او په دې برخو کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.

د خوست شیخ زايد پوهنتون محصللان وايي له تېرو ۹ میاشتو راهیسې بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د خوست ولایت شیخ زايد پوهنتون محصلان وایي، د طالبانو ادارې له ۹ میاشتو راهیسې بدل اعاشه نه ده ورکړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د خونو د کرایو او خوړو لپاره پیسې نه لري.

د خوست ولایت شیخ زايد پوهنتون یو شمېر محصلانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو ادارې له تېرو ۹ میاشتو راهیسې بدل اعاشه نه ده ورکړې.

دغه محصلان وايي، چې د بدل اعاشې نه ورکولو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د خونو کرایې هم نه دي ورکړې.

یوه محصل وویل، چې«د پېسو نشتوالي له امله د پوهنتون لپاره د چپټرونو او نورو درسي موادو د پېرلو توان هم نه لرو».

د شیخ زاید پوهنتون محصلان د اقتصادي ستونزو له امله سمو خوړو ته د نه لاسرسي شکایت هم کوي او وايي، چې یو شمېر محصلان د ناسمو خوړو له امله ناروغ شوي دي.

یادو محصلانو له طالبانو غوښتنه کوي، چې لیلیه شویو محصلانو ته دې د دوی د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره قانوني حقوق ورکړل شي.

محصلانو اندېښنه ښودلې، چې که د بدل اعاشې ستونزه یې هواره نه شي، ښايي د اقتصادي ستونزو له امله له ګڼ محصلان له زده کړو پاتې شي.

طالبانو سفیر او ازبکستاني چارواکو د سیمه‌ییزو همکاریو په تړاو پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړې

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په تاشکند کې د طالبانو سفیر عبدالغفار بحر او د بهرنیو چارو وزارت دستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس د مرکزي اسیا نړیوال انسټیټیوټ له مشر او د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جولان وهابوف سره د «مرکزي اسیا–افغانستان» مشورتي ناستې د پایلو او راتلونکو ګامونو د ارزونې په موخه کتلي.

په ازبکستان کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د علمي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمه‌ییز اتصال پر مهموالي خبرې وکړې.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، همداراز، دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او عملي همکاریو د لا پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهمې وبللې.

د یادونې وړ ده چې د «مرکزي اسیا – افغانستان» مشورتي ناسته د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري پر ۱۶مه په پلازمېنه کابل کې جوړه شوې وه.