• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ګلګټ بلتستان اسمبلۍ ټاکنو لپاره مهالوېش اعلان شو

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د پاکستان ګلګټ بلتستان اسمبلۍ ۲۴ څوکیو ټاکنو لپاره د ټاکنو کمېسیون له‌خوا مهالوېش اعلان شو، چې د روان کال (د جون په ۷مه) نېټه به ترسره شي. د مهالوېش له مخې؛ د روانې اپرېل میاشتې له ۱۶مې تر ۲۰مې نېټې پورې په ټاکنو کې برخه اخیستونکي کولاي شي چې د نوماندۍ لپاره اسناد دوی ته وسپاري.

د نوماندۍ اسنادو ارزونه به (د اپریل له ۲۱مې تر ۲۸مې نېټې) دوام وکړي او د نوماندانو د اسنادو تر ارزونې وروسته به وروستی نوملړ بیا د مئ میاشتې په ۱۲مه نېټه خپور شي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

•
•
•

نور کیسې

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره: شمالي کوریا د اتومي وسلو د جوړولو وړتیا لوړه کړې ده

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱
د اتومي انرژۍ نړیواله اداره: شمالي کوریا د اتومي وسلو د جوړولو وړتیا لوړه کړې ده
100%

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې شمالي کوریا د اتومي وسلو جوړولو وړتیا په جدي ډول لوړه کړې ده. د سویلي کوریا څارګرې ادارې ویلي، چې شمالي کوریا د یورانیمو د بډایڼې څو تاسیسات لري، چې دا د جنګي اټومي خولیو جوړولو لپاره اړین ګام دی.

په دغو تاسیساتو کې د یانګبیون اټومي مرکز هم شامل دی، چې پیونګ یانګ له خبرو وروسته په ښکاره غیر فعال کړی و، خو دغه مرکز یې په ۲۰۲۱ کال کې بېرته فعال کړ.

رافایل ګروسي په سیول کې یوې خبري ناستې ته ویلي: «په دوامدارو ارزونو کې مو تایید کړې چې د یانګبیون ریکټر فعالیتونه چټک ډېر شوي دي.»

نړیوالې ادارې او د سیمې هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه اندېښنه لري.

جرمني او اوکراین د دفاعي همکارۍ او د بې‌پيلوټه الوتکو د تولید تړونونه لاسلیک کړل

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۲ GMT+۱
جرمني او اوکراین د دفاعي همکارۍ او د بې‌پيلوټه الوتکو د تولید تړونونه لاسلیک کړل
100%

جرمني او اوکراین د سې شنبې په ورځ د پوځي همکارۍ او د بې‌پيلوټه الوتکو (ډرونونو) د تولید تړونونه لاسلیک کړل، چې د اوکراین د ولسمشر په وینا، دا کولی شي په اروپا کې د خپل ډول تر ټولو لوی تړون وګرځي. دا تړونونه برلین ته د ولادیمیر زېلنسکي د سفر پر مهال لاسلیک شول.

دا چاره د روسیې پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د اوکراین د پوځي صنعت د ودې او اهمیت ښکارندويي کوي، په ځانګړي ډول د بې‌پيلوټه الوتکو په برخه کې د دې هېواد چټک نوښت په ګوته کوي.

د جرمني صدراعظم فرېدرېښ مېرڅ ټینګار وکړ چې له اوکراین څخه د برلین ملاتړ روسیې ته یو روښانه پیغام لري. هغه وویل: «موږ به د اوکراین د دفاع لپاره په خپلو هڅو کې هېڅ ډول شک او ځنډ ونه کړو». مېرڅ زیاته کړه: «په دفاعي برخه کې هېڅ صنعت د اوکراین په څېر نوښتګر نه دی. زموږ په ملاتړ سره به د جرمني او اروپا دفاعي وړتیاوې او همدارنګه زموږ صنعتي بنسټ لا پیاوړی شي».

جرمني دا مهال اوکراین ته د اروپا تر ټولو ستر پوځي مرستندوی هېواد دی. د ۲۰۲۲ کال راهیسې، چې روسیې پر اوکراین برید پیل کړی، برلین شاوخوا ۵۵ میلیارده یورو پوځي مرسته کی‌یف ته ورکړې ده او ۱۱.۵ میلیارده یورو نور یې په خپل اوسني بودجه کې د همدې هدف لپاره ځانګړي کړي دي.

ولسمشر زېلنسکي دا هم اعلان وکړ چې اوکراین او جرمني د یوه اروپایي توغندیز ضد پروګرام د جوړولو په اړه هم خبرې کړې دي. د هغه په وینا، د ډرونونو د تولید تړون کولی شي په اروپا کې د دې برخې تر ټولو لوی تړون شي او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونو د دې تړون پر جزییاتو کار پیل کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د کی‌یف او برلین ترمنځ پوځي همکاري د روسیې پر وړاندې د روانې جګړې په شرایطو کې ستراتیژیک اهمیت لري.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ‌‌ډیپلوماتیکو هڅو زور په وروستیو میاشتو کې کم شوی دی. سره له دې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د استازي مرستیالې ټامي بروس ویلي چې واشنګټن لا هم د روسیې او اوکراین ترمنځ د یوې دوامداره سولې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

د راپورونو له مخې، روسیه تر دې مهاله د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري، چې په کې د کریمیا ټاپووزمه هم شامله ده، هغه سیمه چې په ۲۰۱۴ کال کې ونیول شوه.

زېلنسکي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د پوځي تجهیزاتو د تولید په برخه کې د اوکراین مالي ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا هېواد د اوسني تولید دوه برابره وړتیا لري، خو له مالي کمښت سره مخ دی. هغه زیاته کړه: «په ساده ډول ووایم، موږ کافي پیسې نه لرو».

د دې بودجې د برابرولو له لارو څخه یوه هم د اروپایي ټولنې څخه د ۹۰ میلیارده یورو پور ترلاسه کول دي، چې تر دې وړاندې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان د مخالفت له امله ځنډېدلی و. خو د هغه له وروستۍ ټاکنیزې ماتې وروسته، امکان شته چې دا پور کی‌یف ته ورکړل شي.

پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي
100%

پاکستاني رسنۍ «اکسپرس ټریبیون» راپور ورکړی، چې په پاکستان کې امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د ترهګریزو فعالیتونو په تور۱۶کسان نیولي دي.

راپور زیاتوي، چې دغه کسان د پنجاب ایالت په پنځو ښارونو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو له تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)سره اړیکې لرلې.

چارواکو ویلي، چې دغو کسانو د پولیسو پر پوستو د بریدونو پلان درلود، خو د عملیاتو په ترڅ کې دغه پلانونه له عملي کېدو مخکې شنډ شوي دي.

د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه چاودېدونکي توکي، اسناد او یو اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

بل خوا، امنیتي سرچینو مخکې ویلي وو، چې د خیبرپښتونخوا ایالت کې په جلا عملیاتو کې ۱۳وسلوال وژل شوي دي.

خیبرپښتونخوا او بلوچستان، چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي، د پاکستان له هغو سیمو څخه دي چې تر ټولو زیاتې ناامنۍ پکې لیدل کېږي.

ملګري ملتونه: د منځني ختیځ جګړې تر ۳۲ مېلیونه ډېر خلک د بې‌وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي دي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: د منځني ختیځ جګړې تر ۳۲ مېلیونه ډېر خلک د بې‌وزلۍ له ګواښ سره مخ کړي دي
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې په منځني ختیځ کې د پوځي نښتو د زیاتېدو له امله تمه کېږي په ۱۶۲ هېوادونو کې تر ۳۲ مېلیونه ډېر خلک د بې‌وزلۍ له ګواښ سره مخ شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، نړۍ له «درې ګوني کړکېچ» سره مخ ده چې انرژي، خوراکي توکي او اقتصادي وده په‌کې شامله ده. د ملګرو ملتونو په وینا؛ روانه جګړه په منځني ختیځ کې د نړۍوال پرمختیايي لاسته راوړنو د بېرته شاتګ لامل ګرځي او اغېزې به یې په بېلابېلو سیمو کې په نا انډوله توګه محسوسې شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډې کرو ویلي: «تاسو به دوامداره اغېزې ووینئ، په ځانګړي ډول په بې‌وزلو هېوادونو کې چېرې چې خلک بیا بې‌وزلۍ ته ټېل وهل کېږي. دا د موضوع تر ټولو دردوونکې برخه ده. هغه کسان چې بې‌وزلۍ ته ستنېږي، اکثره هغه خلک دي چې مخکې ترې وتلي وو او اوس بیا هماغه حالت ته ګرځي».

له هغې وروسته چې امریکا او اسراییل پر تهران هوایي بریدونه وکړل، په تېرو شپږو اونیو کې د انرژۍ بیې لوړې شوې دي. د پیسو نړۍوال صندوق مشر ویلي، که په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله هم ټینګه شي، دغه جګړه به نړۍوال اقتصاد ته دوامداره زیان ورسوي.

په داسې حال کې چې د نړۍ مشران د پیسو نړۍوال صندوق د پسرلنیو غونډو لپاره په واشنګټن کې راټول شوي، د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام ویلي په پرمختللو هېوادونو کې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د نغدو پیسو مرستې اړینې دي چې شاوخوا ۶ مېلیارده ډالر لګښت لري.

د یادې ادارې مشر ویلي، چې نړۍوال بنسټونه او پراختیایي بانکونه کولای شي دغه مالي ملاتړ برابر کړي. هغه زیاته کړه: «لنډمهاله نغدي مرستې د دې مخه نیسي، چې خلک بېرته بې‌وزلۍ ته ستانه شي او دغه اقتصادي ګټه هم لري».

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې شتمن هېوادونه د جګړې د اقتصادي اغېزو د کمولو لپاره ډېر امکانات لري؛ خو سوېلي هېوادونه له جدي مالي محدودیتونو سره مخ دي او په کمزوري حالت کې دي.

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې لوېدیځ هېوادونه لکه امریکا، جرمني، فرانسه او برېتانیا د پورونو د زیاتېدو او د دفاعي لګښتونو د فشار له امله د بهرنیو مرستو بودجه کموي.

د ایران جګړې په متحده عربي اماراتو کې د اروپایي برانډونو بازار پیکه کړی

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱
د ایران جګړې په متحده عربي اماراتو کې د اروپایي برانډونو بازار پیکه کړی
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د جګړې له امله په دوبۍ او ابوظبي کې د اروپایي لوکسو برانډونو پلور کم شوی او د یادو برانډونو بازار زیانمن شوی دی. په راپور کې راغلي، چې د منځني ختیځ ناورین د نړۍ د ۴۰۰ مېلیارد ډالرو په ارزښت د لوکسو توکو صنعت شاتګ ته اړ کړی دی.

په راپور کې راغلي، د دوبۍ په «مال اف امارات» چې د یاد ښار له لویو سوداګریزو مرکزونو څخه دی،؛د مارچ په میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې پرتله د لوکسو برانډونو پلور له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې کم شوی دی.

همدارنګه ویل شوي، چې د همدې مرکز د لیدونکو شمېر هم په مارچ میاشت کې ۱۵ سلنه راکم شوی دی. په راپور کې دا هم راغلي، په «دوبۍ مال» کې چې د سېلانیانو لپاره ډېر مشهور ځای دی؛ د تګ‌‌راتګ کچه نږدې ۵۰ سلنه راټیټه شوې، چې دا د پلور د لا زیاتو کمېدو احتمال ښيي.

د لوکسو توکو بازار تر ۲۰۲۲کال وروسته کله چې د کووید-۱۹ (کرونا) د اغېزو له امله د چین اقتصادي وده ورو شوه، د کمېدو سره مخ شو او له هغه وخت راهیسې د دغه صنعت د لویو شرکتونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ مېلیارده یورو کم شوی دی.

رویټرز لیکلي، که د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې په لنډمهالي توګه شخړه پای ته هم ورسېږي؛ د اماراتو د سوداګریزو مرکزونو لپاره بېرته عادي حالت ته ستنېدل به څو میاشتې وخت ونیسي.