د زندان دروازې ترشا؛ د عمران خان خویندو ته یو وار بیا د هغه د لیدو اجازه ورنهکړل شوه

پولیسو یو وار بیا د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان خویندو ته په اډیاله زندان کې له هغه سره د لیدو اجازه ورنهکړه. سره له دې چې د سېشنبې په ورځ د عمران خان خویندې وتوانیدې د زندان تر دراوزې ځانونه ورسوي؛ خو پولیسو د هغه د لیدو اجازه ورنهکړه.
د عمران خان خور علیمه خان ويلي: «موږ ته اجازه نه راکوي چې مخکې لاړ شو؛ خو بل لور د زندان چارواکي بیا محکمې ته وايي چې موږ نه یو ورغلي او له همدې امله له عمران خان سره لیدنه نه کېږي».
نوموړې زیاته کړه، چې دا ځل یې د اډیاله زندان تر دراوزې ځان ورساوه او د ځان د حاضرېدو په اړه یې د زندان چارواکي خبر کړل. د هغې په وینا؛ دوی ډاډ ترلاسه کړی چې د دوی څېرې د زندان په امنیتي کامرو کې ثبت شوې؛ ترڅو د زندان چارواکي په محکمه کې د دوی له حضور څخه انکار ونهکړي.
علیمه خان د محکمې قاضیانو په اړه ویلي، له بدهمرغه داسې قاضیان ټاکل شوي چې له لارښوونې پرته پرېکړه نهشي کولی. ورته مهال نوموړې په زندان کې د عمران خان د روغتیا په اړه وويل، چې په سر کې د خان په روغتیایي وضعیت کې ښهوالی راغلی و؛ خو ورورسته بیا هڅ بدلون نهدی راغلی.
یاده دې وي، چې د عمران خان خویندو او ګوند يې په وار، وار د پاکستان له حکومته غوښتي چې د عمران خان د سترګې درملنه دې په الشفا روغتون کې ترسره شي.
