طالبانو په خوست کې ۸ کسان د نشهيي توکو د پلور په جرم په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې نن د چارشنبې په ورځ یې په خوست کې ۸ کسان د نشهيي توکو د پلورلو په تور په عام محضر کې له ۱۰ تر ۱۵ دُرې ووهل او له ۸ میاشتو تر ۱۰ میاشتو یې په تنفیذي بند محکوم کړل.
