• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د پاکستان خاورې ته توغولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د «جیو نیوز» په راپور کې راغلي، چې دغه د هاوان مرمۍ د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ «کټ ‌کوټ» سیمې په ملک شاهین کلي په یوه کور لګېدلې، چې د وژل شویو په منځ کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته تلافیي برید کړی او د هاوان د توغولو ځای یې له منځه وړی دی.

یادو سرچینو همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) اړوند کسانو هڅه کړې چې پاکستان ته ننوځي، خو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي، خو طالبانو بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دوي به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد فعالیت وکړي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي
100%

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د واده لپاره نوي مقررات ټاکلي دي، چې له مخې به یې دولتي کارکوونکي له دې وروسته له بهرنیو وګړو سره د واده کولو لپاره له حکومت څخه رسمي اجازه ترلاسه کوي.

د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، که کوم دولتي کارکوونکی له اجازې پرته له بهرني وګړي سره واده وکړي، دا به د «ناسم چلند» په توګه وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا د بشري سرچینو د مدیریت څانګې د ۲۰۲۶کال د نویو مقرراتو له مخې، کارکوونکي مکلف دي چې د واده لپاره غوښتنلیک، اړین اسناد، د کرکټر تصدیق او سوګند‌نامه وړاندې کړي. په دې سوګند‌نامه کې باید روښانه شي چې بهرنی وګړی په کوم غیرقانوني فعالیت یا د ریاست ضد چارو کې ښکېل نه دی.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د حکومت له خوا به د پرېکړې پر مهال د بهرني وګړي تابعیت، د هغه هېواد له پاکستان سره اړیکې او امنیتي ارزونې په پام کې نیول کېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه دولتي کارکوونکي چې مخکې یې له اجازې پرته له بهرنیو وګړو سره ودونه کړی، د هغوی قضیې به هم بیا ځلې وڅېړل شي.

سمېع سادات: طالبان افغانستان ته امنیت نه بلکې بدبختي او بې عزتي راوړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۱
سمېع سادات: طالبان افغانستان ته امنیت نه بلکې بدبختي او بې عزتي راوړي
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پر مهال لوړ پوړي پوځي جنرال سمېع سادات د نورستان قومي مخورو او پاکستاني پوځ ترمنځ تړون ته په اشارې ویلي، چې افغانان د طالبانو له نظام پرته‌ په بل هېڅ پړاو کې دومره نه وو، بې عزته شوي.

هغه زیاته کړې چې طالبان افغانستان ته امنیت نه‌شي راوستی او یوازې هېواد ته بې عزتي راوړي. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «افغانان نن دومره مجبور حالت ته راټیټ شول چې د خپل کلي او ولسوالۍ د امنیت لپاره باید د‌ پاکستان پوځ ته عذر خواهۍ وکړي».

نوموړي د پاکستاني عسکرو او د نورستان د قومي مشرانو ترمنځ د ناستې یو انځور ته په اشارې دغه څرګندونې کړې دي. د برګمټال او کامدېش قومي مخورو له پاکستان سره تړون لاسلیک کړی چې خپلو سیمو کې به ټي‌ټي‌پي ته ځای نه ورکوي او له همدې امله به پاکستان د یادو دوو ولسوالیو پر لور غځېدلې لاره هم د ډزو له امله نه تړي.

دغه تړون د هېواد په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېواد یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د سیاسي تګلارو تر څنګ لویه امنیتي ناکامي بللې ده.

طالبان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱
طالبان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي
100%

په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو رسنیز دفتر ویلي، د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې یې د «ردالظلم» غچ اخیستونکو بریدونو پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. یاد دفتر زیاته کړې، چې دغه بریدونه یې پر کونړ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې کړي.

د طالبانو یادې قول اردو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) ویلي، د پاکستان پوځ د توپونو بریدونو په غبرګون کې دوی د کونړ ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د «ردالظلم غچ‌اخیستونکي» بریدونه کړي.

یاد رسنیز دفتر ویلي، د لومړۍ سرحدي لوا د غچ اخیستونکو عملیاتو پرمهال د پاکستان ۲ټانکونه، ۲پوستې، یوه څارګره کمره او یوشمېر نور تجهیزات له‌منځه وړل شوي دي.

دوی زیاته کړې:« د شلتن ولسوالۍ اړوند سرکي سر باندې د پاکستاني پوځيانو په ټانګ پوسته د ډرون څلور انداختونه کړي»؛ خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي. طالبانو ویلي، پاکستاني لوري په تېرو ۲۴ساعتونو کې د توپونو او درنو وسلو ۱۴۲ مرمۍ توغولې او دوه د ډرون بریدونه یې کړي، چې چاته په‌کې زیانه نه‌دی اوښتی.

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو کې ۵۲ سلنه زیانمنې ښځې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو کې ۵۲ سلنه زیانمنې ښځې دي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله له ۹۰زره ډېر کسان اغېزمن شوي، چې له نیمایي څخه زیات یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د فبرورۍ له پای راهیسې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۴۷زره ۶۰۴ښځې او نجونې او ۴۲زره ۳۰۳نارینه او هلکان زیانمن شوي دي.

یاده اداره وايي، دغه نښتې، هوايي بریدونه، توپچي ډزې او ډرون بریدونه د افغانستان په لسو ولایتونو، کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا کې پراخ اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي، چې د زیانمنو کورنیو شاوخوا ۸سلنه ښځې سرپرستې دي او په ټولیز ډول ۱۱زره ۳۶۸کورنۍ اغېزمنې شوې دي، چې له دې ډلې ۹۳۵کورنۍ د ښځو له خوا رهبري کېږي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې د مرستو په ارزونو کې د ښځینه مرستندویانو ګډون په جنوبي ختیځو سیمو کې یا خو محدود و او یا یې هم هېڅ شتون نه درلود.

راپور زیاتوي، سره له دې چې په ځینو سیمو کې ځايي طالب چارواکو ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه، خو د وسایلو او لوژستیک کمښت، په ځانګړي ډول د ترانسپورتي امکاناتو نشتوالی، د هغوی د لاسرسي خنډ ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دغه نښتې د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو او ازادیو لګېدلو نورو محدودیتونو سره یو ځای د ښځو وضعیت لا نور خراب کړی دی، په ځانګړي ډول د سفر، کار، عامه ژوند کې ګډون او ټولنیز حضور په برخو کې.

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.