بشري مرستندویه ادارو او نړیوالو سرچینو خبرداری ورکړی، چې په ایران او سیمه کې پراخو نښتو د افغانستان د مرستو اړتیا لرونکو خلکو وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د «دی نیو هیومنټرین» د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د هوايي او راکټي بریدونو نوې څپېنه یوازې سیمه بېثباته کړې، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.
راپور وايي، ګڼ شمېر مرستندویه بنسټونه اړ شوي چې خپلې چارې راکمې کړي یا ځینې پروژې ودروي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴میلیونه افغانان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بشري چارو کارپوهان وايي، د بېثباتۍ له زیاتېدو او د پولو له تړل کېدو سره، د افغانستان ختیځو او لوېدیځو پولو ته د کډوالو د راتګ شمېر زیات شوی دی.
ډېری افغانان چې د کار او امنیت په لټه کې ایران ته تللي وو، اوس د جګړې د شدت او د لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې اړ شوي چې بېرته هېواد ته راستانه شي یا په سرحدي سیمو کې سرګردانه پاتې شي.
ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو ټینګار کړی، چې د جګړو دوام د خوړو، روغتیايي خدمتونو او بنسټیزو مرستو ته د لاسرسي شرایط لا سخت کړي دي، په ځانګړي ډول د ټولنې تر ټولو زیانمنو قشرونو لپاره.
همدارنګه، د ناامنۍ او سیمهییزو اندېښنو له امله د نړیوالو مرستو د یوې برخې درېدلو د مرستو بهیر ته جدي زیان رسولی دی.
د مرستندویه سرچینو په وینا، که په سیمه کې جګړه همداسې دوام ومومي، په افغانستان کې د کورنیو بېځایه کېدو او اجباري کډوالۍ د زیاتېدو احتمال هم شته.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا روان بحران نه یوازې د سیمې امنیت ته ګواښ دی، بلکې کولای شي په افغانستان کې د بېوزلۍ، د خوړو د ناامنۍ او د ناروغیو د خپرېدو لامل هم شي.
اوس مهال افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي، او د سیمې دوامداره جګړه دا وضعیت لا پسې خرابوي.