د کونړ له سینده خلک په اونۍ کې یو ګرام سره زر راټولوي چې بیه یې شاوخوا ۸۰۰۰ افغانۍ کیږي

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ سیند پر غاړه سلګونه کسان د سرو زرو موندلو لپاره شګې چاڼ کوي. دغه کسان وايي چې د بېکارۍ له امله یې دغه سخت کار ته غاړه ورکړې او له دې لارې یوه ګوله ډوۍ په لاس راوړي.
