• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان او د «جنسیت، سولې او امنیت» شبکې په یوه ګډ راپور کې له برېتانیا غوښتي چې هغه سیاستونه ودروي چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې ډیری قضیې رد کېږي.

دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په برېتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په وروستیو کلونو کې له ۹۶سلنې څخه ۳۴سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵کال کې سلګونه افغان ښځې دپناه ترلاسه کولو بې‌برخې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د برېتانیا د پناه غوښتنې نوې تګلارې، چې موخه یې د کډوالۍ کنټرول بلل کېږي، په عمل کې د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب لاسرسی محدود کړی چې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په افغانستان کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې په کېد زده‌کړې، کار او تګ راتګ بندیزونه شامل دي، او ډېری یې د «سیستماتیک محرومیت» په حالت کې ژوند کوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د ملاتړ کمېدل د برېتانیا له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» پروګرام له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې له برېتانوي حکومته غوښتنه شوې چې د پناه غوښتنې محدودونکي سیاستونه ودروي، افغان ښځو ته خوندي لارې برابرې کړي او هغه تګلارې ختمې کړي چې د دوی په وینا د خوندیتوب مخه نیسي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د قحطۍ په اړه د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته؛برګمټال او کامدېش ته خوراکي توکي ورسېدل

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ۳ ورځې مخکې د نورستان د ځينو قومي مشرانو په حواله راپور ورکړ، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو له امله ځايي خلک له قحطۍ سره مخ دي. نن د طالبانو تر واک لاندې د نورستان راډيو ټلویزیون یادو ولسوالیو ته د خوراکي توکو له لېږده خبر ورکړ.

د تېرې یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو له امله ځايي خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان پر ناغېړۍ تورن کړی او ویلي یې وو، که د هوا له لارې خوراکي توکي ونه‌رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

هغوی همداراز ویلي وو، چې د لارو د تړل کېدو له امله د اوړو په ګډون ټول خوراک توکي خلاص شوي دي او په کلینیکونو کې درمل هم نه‌پیدا کېږي.

د نورستان قومي مشران: په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې خلک له قحطۍ سره مخ دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل د یاد راپور له خپرېدو ۳ ورځې وروسته (چهارشنبه د وري ۲۶مه) د نورستان ملي راډيو ټلویزیون هم برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت مساله تایید کړه او یادو ولسوالیو ته د خوراکي توکو او درملو له لېږدېده خبر ورکړ.

دغه ټلویزیون ویلي: «د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ اوسېدونکو ته نن د ۳۰۰۰ بوريو غنمو ترڅنګ، درمل، خوراکي توکي او مرستندویه ټيمونه ورسېدل».

د راپور له‌مخې، د سيمې اوسېدونکي چې له تېرو نږدې دوو مياشتو راهيسې له سختو ستونزو سره مخ وو، د دغو مرستو په رسېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره به يې ډېری اړتياوې پوره شي.

په راپور کې ویل شوي: «د کامدېش ولسوال د بهرنيو رسنيو هغه تبليغات رد کړل چې ګواکې په سيمه کې دولتي خدمات درېدلي، او دا يې بې بنسټه وبلل».

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره چې له دوو میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې وه، دوه ورځې مخکې پرانېستل شوې ده.

په سند کې د جمعیت علما منشي: دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، چې دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه‌پېژني. هغه همداراز ادعا وکړه، چې د پولیسو په ځينو موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو قاچاق روان دی.

راشد محمود سومرو په سند کې د چهارشنبې په ورځ (د وي ۲۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل: «جمعیت علمای اسلام [د پاکستان] اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني، خو د ملي ګټو لپاره یې د سولې او ثبات د اقداماتو ملاتړ کړی دی».

هغه زیاته کړه، په سند کې نا امنیو، د نشه‌يي توکو پېر او پلور او همداراز قاچاق، بېکارۍ او ګرانیو د ځايي خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د جمعیت علمای اسلام دغه لوړ پوړي غړي همداراز ادعا وکړه: «په ځینو پولیسي موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو د لېږد رالېږد پېښې مخې ته راځي چې دا د حکومت د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی».

هغه په تعلیمي نظام کې پر فساد، د ازموینو د پایلو پر بې نظمیو او د ښځینه زده‌کوونکو د ځورونې پر زیاتېدونکو پېښو سخته اندېښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه: «داسې پېښې د زغم وړ نه‌دي او باید له مسوولینو سره یې سخت حساب وشي».

د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د سند چارواکو د جمعیت علمای اسلام د دغه لوړ پوړي غړي د ادعاوو په تړاو څه سپناوی نه‌دی کړی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو اداره: د افغانستان په کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی راغلی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې(جیکا)په ملاتړ په افغانستان کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه‌والي لپاره مهم پرمختګونه شوي دي، چې له امله یې په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.

یادې ادارې ویلي، چې د تخنیکي ظرفیت لوړولو او د کرنیزو توکو د ښه کیفیت په برابرولو سره، د هغو بزګرانو حاصلات چې تر دې پروګرام لاندې شامل وو، د سبزیجاتو په برخه کې ۲۶سلنه او د جوارو په برخه کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه ادارې زیاته کړې چې دا پرمختګونه د کروندګرو د معیشت د پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب د ښه کېدو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د دې ادارې په وینا، د کرنې په برخه کې د داسې پروګرامونو دوام کولای شي د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي او د افغانستان د خوړو پر ځان‌بسیا کېدو کې مرسته وکړي.

طالبانو له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې د برېښنا په سکټور کې پانګونې وکړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت رييس عبدالحق همکار په بلخ کې د دغې ډلې له والي سره په کتنه کې پر برېښنا سکټور پانګونې مهمې وبللې او له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان پر برېښنا سکټور پانګونې وکړي. دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه برېښنا وارداتي ده.

د طالبانو د برېښنا شرکت اجراییوي رييس عبدالحق همکار د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په بلخ کې د دغې ډلې له والي سره په کتنه کې وویل، چې د برېښنا سکټور د پراختیا او د خدماتو د لا ښه والي لپاره د خصوصي سکتور پانګونه حیاتي ارزښت لري او د بلخ ولایت لپاره د طالبانو له چارواکو وغوښتل، هغه سوداګر او پانګه‌وال چې د برېښنا اړوندو برخو کې د پانګونې لېوالتیا لري باید وهڅول شي، چې د افغانستان ل برېښنا شرکت سره په همغږۍ خپلې پانګونې عملي کړي.

عبدالحق همکار همداراز زیاته کړه، چې د برېښنا د بنسټیزو پروژو تطبیق نه یوازې د اقتصادي ودې لامل ګرځي، بلکې د صنعت، سوداګرۍ او عامه خدماتو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

د یوه بل خبر له‌مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رييس صفي‌الله احمدزي د بلخ صنعت کارانو ته بلنه ورکړه، چې د برېښنا تولید او اړوند نورو برخو کې پانګونې زیاتې کړي او د برېښنا برخه کې پر ځان بسیاینې ته په رسېدو کې فعاله ونډه واخلي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه برېښنا وارداتي ده.

نورمحمد حقاني: د افغانستان په چارو کې لاسوهونکي به د شړل شویو «اشغالګرو» په برخلیک اخته شي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مرستیال نورمحمد حقاني په فاریاب کې په یوې ولسي غونډه کې وویل، د افغانستان په چارو کې لاسوهونکي به د شړل شویو «اشغالګرو» په برخلیک اخته شي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال نورمحمد حقاني د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په فاریاب کې په یوې ولسي غونډه کې خبرداری ورکړی: «که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي».

له دې سره سم، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري بیا په یاده غونډه کې ادعا وکړه، چې افغان ولس له طالبانو سره په زور نه‌دی یو ځای شوی، بلکې د خپلې عقیدې او ارزښتونو د ساتنې په پار له دوی سره یو ځای شوي دي.

نورالله نوري زیاته کړه: «نور په افغانستان کې پردی اجنبي ځای نه‌لري او نه د پردیو اجنبیانو لباس په افغانستان کې ځای لري. موږ پر دې مطمین یو».

نوري د ولس پر ویښتابه له ټينګار سربېره وویل: «ولس دې ویښ او بیداره واوسي، چې هغه پردي ډالر خواره چې پر میډیا څه وايي، یا څه شایعات خپروي، د افغانستان ملت بیا نه دوکه کېږي».

دغه طالب وزیر په ډاګه کړه، تر دې وروسته افغان ولس په هېواد کې «پردي» او «پردي اشغالګران» نه‌شي زغملی.