په لغمان کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي

په لغمان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي خبر ورکړی، چې تېره شپه د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله یو کس مړ او د ښځو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
