• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل - کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، نن شپه د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني ښار په عزیز کلا سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، دغه پېښه نن شپه (پنجشنبه د وري ۲۷مه) شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

هغه د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره چې په‌ کې ۴ جنازې لیدل کېږي، ویلي، هڅه کوي تر څو پېښې د قربانیانو خپل خپلوان یې پیدا شي.

د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۳

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ناروې څخه د طبیعي ناورینونو په برخه کې د بشري مرستو غوښتنه وکړه

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱
طالبانو له ناروې څخه د طبیعي ناورینونو په برخه کې د بشري مرستو غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ناورې سفارت له جګپوړو ډېپلوماټانو سره په ناسته کې غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه کې دواړو لوريو په دغه ناسته کې د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو د مدیریت او اغېزمنو کورنیو ته د مرستو رسېدو په تړاو بحثونه کړې دي. ترابي زیاته کړې چې افغانستان اوس‌مهال له سختې وچکالۍ، طبیعي ناورینونو، سېلابونو، ګاونډیو هېوادونو څخه د جبري راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو له پراخو څپو سره مخ دی.

د نوموړي په وینا، افغانستان اوس مهال د دغو ناورینونو له کبله دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري او ناروې هم باید د افغانانو د دغو اړتیاوو له مخې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د ناروې د ډیپلوماتیک ټیم مشر سټین روزنبرګ په حواله د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

د نوموړي په حواله زیاته شوې چې ناروې هېواد پلان لري، څو په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په پلي کېدو کې خپلې همکارۍ لا ډېرې کړې. په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه چیکډیمونه او د کانالونو تر څنګ یو شمېر نورې رغنیزې پروژې ښوول شوې دي.

ناروې هم یو له هغو اروپايي هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره ډیپلوماټیک تعامل لري او دواړو هېوادونو یو بل سره اړیکې هم دوامداره ساتلي دي. له طالبانو سره د دغه اروپايي هېواد پر اړیکو د افغانستان سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو نیوکې هم کړې دي.

طالبانو په کندهار کې خپل یو پخوانې لوړپوړی چارواکې نیولی دی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
طالبانو په کندهار کې خپل یو پخوانې لوړپوړی چارواکې نیولی دی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي،چې د طالبانو استخباراتو د دې ډلې یو پخوانی لوړپوړی غړی، معتصم اغاجان، په کندهار کې نیولی دی.

د سرچینو په وینا، معتصم اغاجان چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ماليې وزیر او د رهبرۍ شورا غړی پاتې شوی، د دې لپاره نیول شوی دی، چې غوښتل یې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ لپاره یو ځانګړی جوړښت رامنځته کړي.

دریو باخبره سرچینو په کندهار او دوبۍ کې دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړي هڅه کوله د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو په همکارۍ د تاوتریخوالي د کمولو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. د دغې هڅې په چوکاټ کې یو بنسټ هم جوړ شوی و، چې پکې د افغان او پاکستاني عالمانو نومونه شامل وو، لکه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیب‌الله منیب او مولانا شیخ زاهد رشیدي.

د راپورونو له مخې، د وري میاشتې په لومړیو کې یادو عالمانو په یوه اعلامیه کې د طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه، چې د معتصم اغاجان نوم هم پکې یاد شوی و.

سرچینې وایي، معتصم اغاجان تر نیول کېدو وړاندې اقتصادي فعالیتونه کول او خپله شخصي ديني مدرسه یې هم جوړه کړې وه چې په کندهار کې یې اداره کوله.

ځینې څارونکي په دې باور دي چې د طالبانو مشرتابه، په ځانګړې توګه هبت‌الله اخندزاده، له رسمي چوکاټ څخه بهر د دیني او سیاسي فعالیتونو په اړه حساس دي، او ښایي همدا موضوع د نوموړي د نیولو اصلي لامل وي.

معتصم اغاجان تر دې مخکې هم له طالبانو سره ترینګلې اړیکې لرلې. نوموړي چې د کویټې شورا د سیاسي کمېټې مسوول و، د حامد کرزی د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کړی و، چې له امله یې له دې ډلې سره اختلافات راپیدا شول.

هغه په ۲۰۱۱کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د برید موخهوګرځېد او ټپي شو. نوموړي هغه مهال یوې امریکایي خپرونې ته ویلي و،چې طالبان باید پر سیاسي ډلې بدل شي او له جګړې لاس واخلي.

سرچینې زیاتوي چې معتصم اغاجان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ملا یعقوب مجاهد په تضمین له استانبول څخه افغانستان ته راستون شوی و، خو بیا هم د طالبانو له لوري تر فشار لاندې و.

د راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو په ۲۰۲۲کال کې د کابل په ښار کې د نوموړي پر کور چاپه وهلې وه او د هغه ځینې شخصي شتمنۍ یې هم ضبط کړې وې.

طالب وزیر: دومره ځواک لرو چې اسلام‌اباد او لاهور د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړو

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱
طالب وزیر: دومره ځواک لرو چې اسلام‌اباد او لاهور د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړو
100%

د طالبانو د سرحدونو وزیر، نورالله نوري د پنجشنبې په ورځ جوزجان ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، طالبان په تېرو څلورو کلونو کې داسې پوځي پړاو ته رسېدلي چې کولای شي د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د پاکستان پر اسلام‌اباد او لاهور ښارونو برید وکړي.

نوموړي وویل: «په څلورو کلونو کې د اسلامي امارت ځوانان دومره ځواکمن شوي چې له کابله، اسلام‌اباد او لاهور د ډرون په وسیله په نښه کولای شي». نوري زیاته کړه چې د طالبانو اداره پیاوړې ده او د افغانستان خلک باید د دې نظام شکر ادا کړي او «په پوره ایماندارۍ» ترې اطاعت او ملاتړ وکړي.

د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته، طالبانو د اسلام‌اباد، بلوچستان او د خېبرپښتونخوا ځینې سیمې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي. دا بریدونه د پاکستان د هوايي بریدونو او پوځي اقداماتو په غبرګون کې د افغانستان پر خاوره ترسره شوي دي.

دغه بریدونو د پاکستان سخت غبرګونونه راوپارول. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وویل چې «طالبانو له سرو کرښو تېر شوي دي».

نورالله نوري د طالبانو له هغو وزیرانو څخه دی چې تل یې د پاکستان پر وړاندې توند دریځ نیولی دی. هغه تر دې وړاندې هم ګواښ کړی و چې که پاکستان پر افغانستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د طالبانو ځواکونه به تر لاهوره ورسېږي.

له دې مخکې، نوري ویلي وو چې پر ډیورنډ کرښه لګول شوی اغزن تار «د افغانستان د خلکو پر سینه تېر شوی».

سره له دې چې طالبان په تېرو درېیو لسیزو کې د پاکستان نږدې متحدین پاتې شوي او اسلام‌اباد د مجاهدینو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر وړاندې په جګړه کې له دې ډلې پراخ پوځي او سیاسي ملاتړ کړی و، خو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د دغو پخوانیو متحدانو ترمنځ اختلافات تر پوځي نښتو پورې رسېدلي دي.

شنونکي وایي چې اسلام‌اباد د خپلو امنیتي ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کړی و، خو دا ډله د ټي‌ټي‌پي (تحریک طالبان پاکستان) په ملاتړ سره د دې هېواد لپاره یوه ستره امنیتي ستونزه ګرځېدلې ده.

د اقتصاد او سولې نړیوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې، چې د ترهګرۍ نړیوال شاخص یې خپروي، ویلي چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې له ترهګرۍ څخه ډېر زیان ویني. د راپور له مخې، پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

یاد بنسټ وایي چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د پام وړ زیاتوالی، په ۱۴۰۰ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پایلو څخه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي په څېر د وسله‌والو ډلو له خوا د بریدونو له امله د مړو شمېر له ۲۰۱۳ کال وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. پاکستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۱۳۹ مړي او ۱۰۴۵ ترهګریزې پېښې ثبت کړې دي. ډېری بریدونه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

همدارنګه، د دې شاخص د خپرېدو له پیل راهیسې، د لومړي ځل لپاره افغانستان د ترهګرۍ له پلوه د زیان‌منو لسو هېوادونو په ډله کې نه دی شامل شوی.

یوناما: جورجېټ ګانیون د ختیځو ولایتونو د زیانمنو وضعیت له نږدې ارزولی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
یوناما: جورجېټ ګانیون د ختیځو ولایتونو د زیانمنو وضعیت له نږدې ارزولی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې، جورجېټ ګانیون، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د وروستیو پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې ګانیون په دغه سفر کې هغه سیمې لیدلي چې د پولې د تړل کېدو، وسله‌والو نښتو او د تېر کال زلزلې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. هغې همدارنګه له راستنېدونکو کډوالو، بې‌ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.

د راپور له مخې، ګانیون په خپلو لیدنو کې د ښځو پر ستونزو ځانګړې پاملرنه کړې او د هغوی پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

نوموړې د خلکو اقتصادي وضعیت، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي وضعیت هم له نږدې ارزولی او ټینګار یې کړی چې اړمنو ته باید دوامداره مرستې ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم له ګڼو هممهالو کړکېچونو سره مخ دی، چې له امله یې د بشردوستانه مرستو اړتیا زیاته شوې او میلیونونه کسان د لومړنیو خدماتو د نشتوالي له ګواښ سره مخ دي.

ملګري ملتونه: د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو ۳۵ زره کسان اغیزمن کړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو ۳۵ زره کسان اغیزمن کړي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو کې ۳۵ زره کسان اغیزمن شوي دي، چې ګڼ شمېر کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې او نورو بشري مرستندویه بنسټونو په ګډه د دغو اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې پیل کړې دي.

دغو مرستو کې کې خېمې، لمریز څراغونه او نور بنسټیز مرستندویه توکي شامل دي، څو د خلکو عاجلې اړتیاوې پوره کړي څو د ژوند لومړني شرایط ورته برابر شي.

بشري بنسټونه ټینګار کوي چې د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او دوامداره مرستو ته جدي اړتیا شته، څو د بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ ویلي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.