ټاپي پروژه سږکال هرات ته رسېږي؛ طالبان وایي له دې سره به د انرژۍ لګښتونه ۲۵سلنه را کم شي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم ویلي، د ټاپي پروژې چارې به د روان کال تر پایه هرات ولایت پورې بشپړې شي. د نوموړي په خبره، د برېښنا پر ځای له ګازو استفاده له ۱۵څخه تر ۲۵سلنې د انرژۍ لګښتونه راکموي.
