د ځوانانو د تکواندو نړۍوال جام؛ وروستی افغان لوبغاړی به نن د لوبو ډګر ته ښکته شي

د ځوانانو د تکواندو نړۍوال جام په ۱۵م پړاو کې د منفي ۶۸ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د افغانستان ملي لوبغاړی عليرضا جامي به نن په شیاپچانګ کې سیالي وکړي.

د ځوانانو د تکواندو نړۍوال جام په ۱۵م پړاو کې د منفي ۶۸ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د افغانستان ملي لوبغاړی عليرضا جامي به نن په شیاپچانګ کې سیالي وکړي.
جامي به په خپله لومړۍ لوبه کې د روسیې له اسماعیل اسماعیلوف سره مخامخ شي او که بریالی شي؛ نو په بل پړاو کې به د مالدووا له ډورین بورس سره مخامخ شي. تراوسه پورې درېیو افغان استازو په دغه سیالیو کې برخه اخیستې ده؛ خو دوی نهدي توانیدلي چې وروستي پړاو ته لار ومومي او مډال وګټي. عليرضا جامي په دغه سیالۍ کې د افغانستان وروستی استای دی.
په دغه سیالیو کې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نږدې زر لوبغاړي د ۱۴۰۵کال د وري له ۲۳مې تر ۲۸مې پورې د یو بل په وړاندې سیالي وکړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رييس وايي، د جوجېتسو او پهلوانۍ څلور لوبغاړي د جوجېتسو اسیایي او ساحلي غېږ نیونې سیالیو کې د ګډون په موخه د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) چین ته لاړل.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رييس احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه هیله څرګنده کړې چې دغه افغان لوبغاړي هم هېواد ته ویاړلي او رنګین مډالونه راوړي.
هغه ویلي: «موږ هیله لرو، چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي او د نورو ورزشي رشتو په څېر به دوی هم خپل ګران هېواد ته ویاړلي او رنګین مډالونه راوړي».
نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې د سپورټ ادارې به تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د ۲۰۲۶کال د هند غوره لیګ سیالیو کې د چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ په لوبه کې خورا ښه وځلېده. هغه په څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
نور احمد چې د چنای سوپر کېنګز لوبډلې برخه دی، په همدې لوبه کې یې خپله لوبډله تر بریا ورسوله او د سیالې لوبډلې په مهارولو کې یې مهم رول ادا کړ. چنای سوپر کېنګز لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې.
سیالې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز وروسته توپ وهنه وکړه، نوراحمد په څلورو اورونو کې د همدې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۱ منډې یې ورکړې. چنای سوپر کېنګز یاده لوبه د ۳۲ منډو په توپير وګټله او نوراحمد د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دا په وروستیو پنځو لوبو کې د چنای دویمه بریا وه. دغه لوبډله د لسو لوبډلو په جدول کې د څلورو امتیازونو په لرلو سره اتم ځای لري.
د افغانستان د فوټبال د غوره لوبغاړو د ټاکلو پنځم پړاو (د ۲۰۲۵ کال) د «فوټبال سي» رسنۍ لهخوا په هرات کې ترسره شو. د دې پروګرام په تر ټولو مهمه برخه کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي عليرضا پناهي وکولای شول چې د کال د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو د توپ جایزه وګټي.
عليرضا پناهي چې د ابومسلم فراه کلب او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبېږي، د درې وروستیو نوماندانو په ډله کې چې فرهاد عليزاده، فرزاد عطایي او خپله نوموړی پکې شامل وو، د کال د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
نوموړي په تېر فصل کې هم په کلبي سیالیو او هم په ملي لوبو کې د افغانستان د فوټبال له ځلېدونکو څېرو څخه و او ډېر ښه ځلېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې «فوټبال سي» رسنۍ هر کال د یوې رڼې پروسې له لارې د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبریالانو د رایو پر بنسټ د افغانستان د فوټبال غوره څېرې ټاکي. دغه رسنۍ په تېرو کلونو کې هم د رایه ورکوونکو د رایو بشپړ جزییات په روڼ ډول خپاره کړي دي.
د «فوټبال سي» د پنځم پړاو د جایزو ګټونکي په لاندې ډول دي:
• د افغانستان د کال غوره کلب: ابومسلم فراه
• د سپورټي اخلاقو (فېیرپلې) جایزه: صرافان هرات کلب
• د کال غوره روزونکی: یوسف مهندسزاده (د سرخپوشان خوافي هرات کلب)
• د کال غوره ګول ساتونکی: فیصل حمیدي
• د سرو زرو پښې (ګولډن فوټ) جایزه: فرهاد عليزاده
• د افغانستان د فوټبال د کال ځلېدونکی ستوری: یاسر ساپی
د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد دوه ځوان ملي لوبغاړي به نن د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ځوانانو د نړۍوالو تکواندو سیالیو ۱۵م پړاو کې خپلې سیالۍ پیل کړي. دغه سیالۍ (د وري له ۲۳مې تر ۲۸مې) نېټې پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۹۹۱ ورزشکارانو د بېلابېلو وزنونو په کټګوریو کې ګډون کړی، چې له افغانستان نه هم څلورو تکواندوکارانو پهکې برخه اخیستې ده. د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ نن دوشنبه (د وري ۲۴مه) مهدي یعقوبي د منفي ۴۵ کیلوګرام وزن کې او سدیس سکندر د منفي ۷۳ کیلوګرامه وزن په کټګوریو کې به له خپلو سیالانو سره مخ شي.
د نړۍوال تکواندو فدراسیون د اعلان له مخې؛ دغه سیالۍ په لسو وزنونو کې له ۴۵ تر ۷۸ کیلوګرامه پورې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې د افغانستان استازي:
مهدي یعقوبي – منفي ۴۵ کیلوګرام
عليرضا جامي – منفي ۶۸ کیلوګرام
سدیس سکندر – منفي ۷۳ کیلوګرام
محمد عذیر رشید – منفي ۷۸ کیلوګرام
د یاد ټیم مشري د تکواندو فدراسیون رییس نجیبالله سکندر پر غاړه لري او عبدالمعروف قاسمي او عبدالغفور بهرام د روزونکو په توګه ورسره مل دي.
د افغانستان د کرکټ نامتو ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو مشورتي بورډ د نوی غړي په توګه ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه اعلان کې ویلي، چې د دې بورډ په جوړښت کې بدلونونه د دې لپاره راوستل شوي چې د نړیوال کرکټ په مهمو پرېکړو کې د لوبغاړو رول او غږ لا پیاوړی شي.
د اعلامیې له مخې، راشد خان د سریلانکا له چاماري اتاپاتو او د ایټالیا له وین مډسن سره یو ځای د دې مشورتي بورډ غړی شوی دی.
همداراز، د نیوزیلنډ لوبغاړي ډاریل میچل او مادي ګرین هم د نوو غړو په توګه ورزیات شوي دي.
دغه بورډ د نړۍ د کرکټ له مشهورو څېرو لکه پت کامینز، جیسن هولډر، هیډر نایټ او ایډن مارکرام څخه جوړ دی، چې د نورو لوبغاړو ترڅنګ د نړیوال کرکټ پر مهمو موضوعاتو سلا مشورې وړاندې کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، دا بدلونونه د ملي لوبډلو سره د وروستیو غونډو وروسته او د دې لپاره ترسره شوي چې د دې ورزش په راتلونکي کې د لوبغاړو ونډه نوره هم پیاوړې شي.
یاد مشورتي بورډ چې په ۲۰۱۸کال کې جوړ شوی، چې د دې ادارې له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو نظرونه او وړاندیزونه د نړیوالو سیالیو، پلان جوړونې او د لوبغاړو د حقونو په اړه وړاندې کوي.