• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ازبکستان کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۹ کیلوګرامه تاریاک نیول شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په خوارزم ولایت کې امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې څه کم ۹ کیلوګرامه تاریاک چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وراد شوي وو، نیولي دي.

ازبکستاني رسنیو ویلي، چې له افغانستان څخه وارد شوي تاریاک د خوارزم ولایت په اورګنج بېروني کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، دغه تاریاک له افغانستان څخه د ازبکستان خوارزم ولایت ته په قاچاقي ډول وارد شوي وو او تورنو کسانو غوښتل یاد تریاک د خوارزم ولایت په بېلابېلو سیمو کې وپلوري.

د ازبکستان د ملي امنیت د دولتي خدمتونو رسنیز دفتر ویلي، چې نیول شويو کسانو تردې وړاندې هم د نشه‌توکو د قاچاق په جرم بند تېر کړی و.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

ترکیه، سعودي، پاکستان او مصر د سیمه ییز امنیتي پلاټفورم پر جوړولو غونډه کوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱
ترکیه، سعودي، پاکستان او مصر د سیمه ییز امنیتي پلاټفورم پر جوړولو غونډه کوي
100%

ټاکل شوې، ترکیه د روانې اونۍ په وروستیو کې د پاکستان، سعودي عربستان او احتمالا د مصر په ګډون د یوه سیمه‌ییز امنیتي پلاتفورم د جوړېدو په تړاو د یوې ناستې کوربه توب وکړي.

له موضوع باخبره چارواکو بلومبرګ ته ویلي، چې دغه نوښت د سیمې د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه مطرح شوی او هڅه کېږي د یادو هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته شي.

ترکي چارواکو ویلي، د پاکستان، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران د انتالیا د ‌ډېپلوماسۍ فورم په څنډه کې دې خبرو ته رابلل شوي دي.

ټاکل شوې دغه فورم د جمعې په ورځ پیل شي او د سیمې پر مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو به پکې بحث وشي.

سرچینې زیاتوي، دا به په تېره یوه میاشت کې درېیمه ورته ناسته وي، ځکه تر دې وړاندې هم په ریاض او اسلام‌اباد کې پر همدې موضوع غونډې شوې دي.

ایران او امریکا پر اټومي مسایلو د اختلاف له امله د یوې لـنډمهاله هوکړې په لـټـه کې دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۱
ایران او امریکا پر اټومي مسایلو د اختلاف له امله د یوې لـنډمهاله هوکړې په لـټـه کې دي
100%

د امریکا او ایران مرکچیانو یوه بشپړ سوله‌ییز تړون ته خپلې تمې راکمې کړې او اوس د یوه لنډمهاله هوکړه لیک په لټه کې دي، څو د جګړې د بیا پیل کېدو مخه ونیسي. دا بدلون د تېرې اونۍ په پای کې په اسلام‌اباد کې له بې‌پایلې خبرو وروسته راغلی.

دواړې خواوې د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.

یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ویلي چې دواړو لوریو ځینې اختلافونه، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د مدیریت په برخه کې، کم کړي دي.

ایران، چې له کلونو راهیسې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی، غواړي په هوکړه لیک کې دا هم شامل وي چې واشنګټن د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او په بدل کې به ایران اجازه ورکړي چې نورې کښتۍ هم له تنګي تېرې شي.

یوې بلې سرچینې ویلي چې ایران کولی شي د خپلو وړاندیزونو له مخې کښتیو ته اجازه ورکړي چې د عمان اړخ له لارې په خوندي ډول تېرې شي.

خو د دوو اونیو اوربند نیمایي ته په رسېدو سره لا هم ژور اختلافونه شته. دا اختلافونه د ایران د لوړې کچې بډایه شویو یورانیمو د زیرمو د برخلیک او د اټومي فعالیتونو د بندېدو په مودې پورې تړاو لري، چې امریکا غواړي دا فعالیتونه اوږدمهاله بند شي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوي چې امریکا دې د تهران د یورانیمو د بډاینې حق په رسمیت وپېژني.

تهران وایي دا کار یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره کوي، خو لوېدیز هېوادونه او اسراییل باور لري چې هدف یې د اټومي وسلو جوړول دي.

یو لویدیز ډیپلومات ویلي چې د اټومي موضوع لا هم «اصلي خنډ» پاتې ده.

پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د ارومچي خبرې پای ته رسېدلې دي او اسلام اباد ټینګار لري چې له کابل څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې «لیکلی او تایید وړ ډاډ» ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د خبرو د تعقیب لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه پر جزئیاتو کار کوي.

نوموړي ویلي، چې له کابل سره د سولې هر ډول کانال پرانیستی دی، خو د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې دا ده، چې طالبان باید د دوحې ژمنې او نړیوال قوانین مراعات کړي.

اندرابي ویلي، چې طالبان باید د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړې:«دا هغه اساسي ټکی دی چې لا هم نه دی حل شوی او پاکستان به په دې اړه له افغان لوري د داسې ډاډ غوښتلو ته دوام ورکړي چې هم لیکلی وي او هم د تایید وړ وي».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین، ترکیې او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا جلا لیدنو کې له پاکستان سره وروستۍ خبرې مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

اوچا: په افغانستان کې سېلابونو له ۷۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
اوچا: په افغانستان کې سېلابونو له ۷۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي چې ډېری یې د جلال اباد ښار کې دي. اوچا وایي، د پنجشنبې په ورځ (نن) یې ۲۵۰ کورنیو ته بشري مرستې ووېشلې.

اوچا زیاته کړې چې بشري مرستندویه شریکان د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره خپلې هڅې چټکوي او زیانمنو سیمو ته د عاجلو مرستو د رسولو کار روان دی. خو د یادې ادارې په وینا، د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او د مرستو کچه بسنه نه کوي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د اوسني وضعیت د کنټرول او د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ ډېر مهم دی.

د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم له‌منځه تللي دي.

ازبکستان د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د ازبک‌ - افغان دوستۍ په نامه بڼ جوړوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
ازبکستان د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د ازبک‌ - افغان دوستۍ په نامه بڼ جوړوي
100%

طالبانو ویلي، چې ازبکستان پلان لري په ننګرهار کې د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ په نوم پر ۲۰۰ جریبه ځمکه بڼ جوړ کړي. د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال ننګرهار ته سفر کړی او د بڼ لپاره یې ځمکه په نښه کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال نورالدین عمیر او د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید ذکروف ننګرهار ته د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړولو په موخه سفر کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال له لوري د ګمبېري سیمه د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړولو لپاره مناسبه بللې او د ځمکې د مشخصاتو او کروکي د برابرولو سپارښتنه شوې ده.

د طالبانو په وینا، تمه ده، چې په دې سیمه کې به پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړ شي او ټاکل شوې په دغه بڼ کې د زردالو، شفتالو او الوچو بېلابېل ډولونه وکرل شي.