د ناټو سرمنشي: د اوکراین د دفاعي مرستو مالي لګښتونه به تمویل کړو

د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي، چې دغه ټلواله به اوکراین ته د دفاعي مرستو مالي لګښتونه تمویل کړي. هغه وویل: «باید ډاډ ترلاسه کړو، چې اوکراین هغه څه ته لاسرسی پيدا کوي چې د جګړې د دوام لپاره ورته اړتیا لري؛ نو په دې برخه کې د اتلانتیک دواړه غاړو ترمنځ پراخه هوکړه شته».
د ناټو سرمنشي زیاته کړه، چې دغه ټلواله به د روان کال تر پای وړاندې د «اوکراین د لومړیتوب اړتیاوو» د نوملړ له لارې د دفاعي مرستو تمویل برابر کړي. ښاغلي روټه د چهارشنبې په ورځ د برلین تر ناستې وروسته چې د اوکراین د دفاعي تماس ډلې ترمنځ ترسره شوه خبریالانو ته وویل: «یو محدود شمېر هېوادونه اصلي بار پر اوږو وړي؛ خو موږ د وضعیت د ښه کېدو بدلون وینو. زه هیلهمن یم».
په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت د اروپا لهخوا د اوکراین د ملاتړ او په ځانګړي ډول د بېپیلوټه الوتکو د اړتیاوو پوره کولو زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې دغه کار به هېوادونه نور هم په جګړه کې ښکېل کړي.
