د هواپوهنې اداره: ۲۱ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن (د وري ۲۷مه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې نن (د وري ۲۷مه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کپیسا، پنجشېر، پروان، میدان وردګ، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندوز، بلخ، سرپل، غور، بامیان، دایکنډي او تخار ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۰ تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، په شمالي، لوېدیځو، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو برخو کې یې د چټکوالي کچه په یوه ساعت کې (له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلو مټرو) اټکل شوې ده.
له بل پلوه د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښوېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم لهمنځه تللي دي.