• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژاندو وسله‌والو درې واکسیناتوران تښتولي دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د خیبر پښتونخوا ولسوالۍ بنو ټاون شپ ته اړوند داوړ کالوني جهنډوخېل سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پرمهال درې واکسیناتوران تښتولي دي.

د پولیسو په وینا؛ دغه کسان داسې مهال برمته شوي، چې په سیمه کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسینو د څاڅکو پر ورکولو بوخت وو. پولیس وايي، په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو روان کمپاین پرمهال دا د یاد کمپیاین پر کارکوونکو د برید او تښتونې درېیمه پېښه ده. لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ په چهپر وزیران سيمه کې د واکسیناتورانو پر ساتونکو شوې وه. یاده پېښه هغه مهال وشوه، چې دوی د ګوزڼ ضد واکسینو په کمپاین کې د ګډون لپاره دندې ته روان وو چې پرې برید وشو او له امله یې یو پولیس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
بله پېښه د بلوچستان په ډېره مراد جمالي په ټي‌اېن‌ټي کالونۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پولیس سرتیری د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین کې پر دندې بوخت وو او د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا پرې برید وشو او نوموړی په‌کې ووژل شو.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې
100%

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د پاکستان خاورې ته توغولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د «جیو نیوز» په راپور کې راغلي، چې دغه د هاوان مرمۍ د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ «کټ ‌کوټ» سیمې په ملک شاهین کلي په یوه کور لګېدلې، چې د وژل شویو په منځ کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته تلافیي برید کړی او د هاوان د توغولو ځای یې له منځه وړی دی.

یادو سرچینو همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) اړوند کسانو هڅه کړې چې پاکستان ته ننوځي، خو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي، خو طالبانو بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دوي به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد فعالیت وکړي.

پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي
100%

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د واده لپاره نوي مقررات ټاکلي دي، چې له مخې به یې دولتي کارکوونکي له دې وروسته له بهرنیو وګړو سره د واده کولو لپاره له حکومت څخه رسمي اجازه ترلاسه کوي.

د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، که کوم دولتي کارکوونکی له اجازې پرته له بهرني وګړي سره واده وکړي، دا به د «ناسم چلند» په توګه وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا د بشري سرچینو د مدیریت څانګې د ۲۰۲۶کال د نویو مقرراتو له مخې، کارکوونکي مکلف دي چې د واده لپاره غوښتنلیک، اړین اسناد، د کرکټر تصدیق او سوګند‌نامه وړاندې کړي. په دې سوګند‌نامه کې باید روښانه شي چې بهرنی وګړی په کوم غیرقانوني فعالیت یا د ریاست ضد چارو کې ښکېل نه دی.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د حکومت له خوا به د پرېکړې پر مهال د بهرني وګړي تابعیت، د هغه هېواد له پاکستان سره اړیکې او امنیتي ارزونې په پام کې نیول کېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه دولتي کارکوونکي چې مخکې یې له اجازې پرته له بهرنیو وګړو سره ودونه کړی، د هغوی قضیې به هم بیا ځلې وڅېړل شي.

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي

۲۲ وری ۱۴۰۵ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: افغان کډوالو ته به د بېرته ستنېدو اسانتياوې زياتې شي
100%

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپریدی د لنډي کوتل کمپ ته تللی او هلته يې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير او اسانتياوې ارزولې دي. اپریدي ددغه کمپ د لیدلو پرمهال وویل، «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ایالتي حکومت افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ټولې ممکنه اسانتياوې برابروي، څو دا بهير په باعزته او منظم ډول ترسره شي.

اپریدي د انتظارځي اسانتياوې وکتلې او ويې ويل چې دا مهال د پاکستان د احصایې ادارې یا نادرا ۲۲مراجعه ځایونه فعال دي، خو د زياتېدونکي ګڼه ګوڼې له امله دا شمېر بسنه نه کوي. هغه اعلان وکړ چې د نادرا له چارواکو سره به ژر کښېني او د مراجعه ځایونو شمېر به ۴۰ ته لوړ کړي، څو د ثبت بهير چټک او اغیزناک شي.

د هغه په وينا، د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه د افغان وګړو د رضاکارانه بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده، چې له امله يې په لنډي کوتل هولډنګ سنټر کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې نورو څلورو انتظارځایونو ته به هم د نادرا اضافي کارکوونکي وګومارل شي، څو فشار کم او چارې په ښه ډول پر مخ يوړل شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا هم څرګنده کړې چې په ایالت کې مېشتو افغان وګړو پر ضد روانې کړنې د مرکزي حکومت پرېکړه ده، او ایالتي حکومت د ملي کچې پرېکړو د پلي کولو مسووليت لري.

اپریدي ټينګار کړی چې «افغانان زموږ وروڼه دي او له هغوی سره هر ډول بې‌حرمتي به هېڅکله ونه زغمل شي».

هغه وويل چې د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ مذهبي، ژبني او کلتوري اړيکې شته، چې بايد هر حال کې درناوی يې وشي.

د اپریدي له تګ وروسته افغان کډوالو لاریون وکړ او اعتراض یې درلود، چې دوی په کمپ کې بند پاتې دي.

سهیل اپریدی: د پاکستان اوسنۍ پالیسي دې له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
سهیل اپریدی: د پاکستان اوسنۍ پالیسي دې له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان اوسنۍ ډيپلوماټیکه پالیسې دې د خیبر پښتونخوا د امنیت او له افغانستان سره د اړیکو په رغولو کې هم وکارول شي.

سهیل اپریدي د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په اړه د پاکستان رول ته په اشاره ویلي، د سیمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان هغه پالیسې چې اوس په نړۍواله کچه ستایل کېږي، له افغانستان سره دې هم د اړیکو په رغولو کې وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره له افغانستان سره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره ده.

سهیل اپري زیاته کړې:«د کومې پالیسۍ له‌مخې، چې اوس په نړۍواله کچه پاکستان ته واه واه ویل کېږي، ایالتي حکومت همدا غواړي، چې د پاکستان او خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره دې له افغانستان سره هم خبرې اترې او مذاکرات وشي».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت به له افغانستان سره د مذاکراتو په برخه کې له مرکزي حکومت سره خپله بشپړه همکاري وکړي.

اپریدي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی دی او تمه ده، چې د شنبې په ورځ به په اسلام‌اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات پیل شي.