د چمن مرستیال کمېشنر د افغان کډوالو پېژندنې لپاره ځايي خلک د تابعیت تاييد لپاره غوښتي

د بلوچستان ایالت د چمن ولسوالۍ مرستیال کمېشنر حبیب احمد بنګلزي په مشرۍ د یادې ولسوالۍ د پاکستاني پېژندپاڼو ارزونې کمیټې غونډه وشوه. په غونډه کې هغه ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي چې د افغان کډوالو شک پرې وو؛ د خپل پاکستاني تابعیت تاييد لپاره د کره اسنادو وړاندې کولو لپاره ورغوښتي وو.
