هغه دا څرګندونې د کامرون د سفر پر مهال، د داسې سيمې د ليدنې پر وخت وکړې چې کلونه کلونه له پاڅون او تاوتريخوالي سره مخ ده.
پاپ لیو زياته کړه: «مشران خپلې سترګې پر دې حقيقت پټوي چې ميلياردونه ډالر د وژنې او ورانۍ لپاره لګېږي، خو د درملنې، زدهکړې او بيا رغونې لپاره اړينې سرچينې نه شته». هغه ټينګار وکړ: «د جګړې واكمن ښايي نه پوهېږي چې ورانول يوازې يوه شېبه وخت نيسي، خو بيا رغونه ټول عمر غواړي».
دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې پاپ د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لفظي شخړه لرله. ټرمپ د پاپ د نيوکو په غبرګون کې، چې د امريکا او اسراییل پر ايران پوځي بريد يې غندلی و، په ټروت سوشل کې توند پيغام خپور کړ او پاپ يې «د جرمونو پر وړاندې کمزوری» او «د بهرنۍ تګلارې لپاره زيانمن» وباله. امريکايي رسنيو راپور ورکړی چې د امريکا دفاع وزارت له پاپ څخه غوښتي چې د ټرمپ د حکومت پر ضد خپلې نيوکې بندې کړي.
د ټرمپ مرستيال جي ډي ونس هم د وري په ۲۶مه نېټه، پرته له دې چې د پاپ نوم واخلي، د هغه پر دريځونو نيوکه وکړه او ويې ويل چې ښه ده واتيکان يوازې «اخلاقي چارو ته پام وکړي». دا څرګندونې د ټرمپ د حکومت او د کاتولیکانو د معنوي مشر تر منځ د ژور اختلاف څرګندونه کوي.
پاپ لیو څوارلسم ټينګار کړی چې ځان ته سياسي رول نه ورکوي او موخه يې د اخلاقي ارزښتونو ساتنه ده. خو يو شمېر شنونکي باور لري چې د دې کړکېچ دوام به د پاپ معنوي ځایګی له ننګونو سره مخ کړي او هغه به د ټرمپ د نړيوال سيال په توګه راڅرګند کړي.
پاپ لیو تر دې مخکې د ټرمپ د هغه ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودلې وه چې ويلي يې وو: «که د ايران اسلامي جمهوريت د امريکا غوښتنې و نه مني، يو تمدن به له منځه ولاړ شي». هغه په يوه وينا کې د ايران، اسراییل او امريکا تر منځ جګړه «وحشيانه» او د مسيحيت له لارښوونو سره په ټکر کې وبلله او ويې ويل: «عیسی د سولې پاچا دی، چې جګړه ردوي، او هېڅوک نه شي کولای د هغه نوم د جګړې د توجيه لپاره وکاروي».
د کاتولیکانو مشر په کامرون کې د «بې پایانه بې ثباتۍ او مرګ کړۍ» په اړه هم خبرداری ورکړ او ويې ويل: «هغه کسان چې ستاسو د خاورې سرچينې لوټي، ګټه يې د وسلو په پېرلو او د بې ثباتۍ په دوام لګوي».
لیو څوارلسم، چې تېر کال د امريکا له خاورې د لومړي زېږېدلي پاپ په توګه ټاکل شوی، تر دې مخکې هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر تګلارو نيوکې کړې وې.