په کابل کې د بډمنټون د ۴ منتخبو لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې

د طالبانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست وايي، د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په کابل کې د بډمنټون د ۴ منتخبو لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې. د دغو سیالیو په پرانېسغونډه کې له طالب مسوولینو سربېره ځينو بهرنیو ډيپلوماټانو هم حضور درلود.
