• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالرحمن منیر: نړیوال بنسټونه دې د روږدو کسانو پر مرکز د برید رڼې څېړنې وکړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د «امید» روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره جوړه شوې وه، له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې پر دغه روغتیايي مرکز شوی برید په روڼ او شفاف ډول وڅېړي.

دغه د روږدو کسانو د درملنې مرکز څه موده وړاندې د پاکستان په هوايي برید کې وسوځېد او له منځه ولاړ.

هغه وویل چې د دې پېښې قربانیان بې‌ګناه کسان وو، چې د نشه‌يي توکو د پرېښودو او درملنې لپاره دې روغتون ته ورغلي وو. هغه زیاته کړه چې دغو کسانو نه په جګړه کې برخه لرله او نه هم په تاوتریخوالي کې ښکېل وو، بلکې دوی غوښتل نوی او ښه ژوند پیل کړي.

نوموړي دغه برید یو دردناک عمل وباله او ویې ویل چې دا کار د انساني اصولو او بشري حقونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

امید د روږدو د درملنې مرکز د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا تر برید لاندې راغی. پاکستاني چارواکو بیا پر دې روغتون برید رد کړ او ویې ویل چې دا ځای د پوځي تاسیساتو ترڅنګ و، چې د دوی د الوتکو اصلي هدف هماغه پوځي مرکزونه وو.

د طالبانو چارواکو ټینګار وکړ چې دغه مرکز د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰۰ بسترو یو مرکز و او د پخواني پوځي کمپ فینیکس په ساحه کې یې فعالیت درلود.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي، خو نړیوالو بنسټونو بیا د تلفاتو شمېر تر دې کم ښودلی دی. د بېلګې په توګه، د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې په دې برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان دا هوايي برید پر دغه مرکز «غیرقانوني» و او کېدای شي د «جګړې له جرمونو» څخه وګڼل شي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

له امنیت شورا وروسته برېتانیې هم د بندیزونو په نوملړ کې د ۴ طالب چارواکو معلومات تازه کړل

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
له امنیت شورا وروسته برېتانیې هم د بندیزونو په نوملړ کې د ۴ طالب چارواکو معلومات تازه کړل
100%

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې پر۴ طالب چارواکو د بندیزونو په نوملړ کې د معلوماتو له اضافه کولو وروسته برېتانیې هم د یادو طالب چارواکو په تړاو معلومات اضافه کړل. دغه نوملړ کې محمد حسن اخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت‌الله بدري معلومات اصلاح او اضافه شوي دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترک‌المنافع او پراختیا ادارې د اپرېل په ۱۴مه (چهارشنبه د وري ۲۶مه) د یادو طالب چارواکو چې پخوا هم تر بندیزونو لاندې وو، خو په نويو بدلونونو کې د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او زیات کړي دي.

په دې تازه بدلونونو کې د یادو چارواکو د قومونو، پاسپورټونو، د اوسني اوسېدو موقعیت او همداراز د اوسنیو او پخوانیو دندو په تړاو معلومات اضافه شوي او همداراز شمتنۍ یې کنګل او پر سفرونو یې بندیزونه لګول شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترک‌المنافع او پراختیا ادارې د بندیزونو په تړاو اعلامیه کې د طالبانو د کانونو وزیر چې اوس د «هدایت‌الله بدري» په نوم پېژندل کېږي، اصلي نوم یې «ګل‌اغا اسحاقزی» ښودل شوی او د هدایت‌الله بدري په ګډون د هدایت‌الله هدایت په مستعارو نومونو هم یاد شوی او همداراز یې ویلي، چې د «هدایت‌الله بدري» او «هدایت‌الله هدایت» په نومونو دوه جلا جلا پاسپورټونه هم لري.

تر دې مخکې د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري چې پخوا هم تر بندیزونو لاندې وو، د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او زیات کړي وو.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تېرکال د کب میاشتې په وروستیو کې هم د طالبانو د ۲۲ لوړپوړو چارواکو تازه شوی نوملړ، له ژوندلیکونو سره یو ځای خپور کړی وو. په دغو بندیزونو کې نور طالب چارواکي لکه سراج‌الدین حقاني، مولوي عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، محمد فاضل مظلوم، عبدالباقي حقاني، دین محمد حنیف، قدرت‌الله جمال، نورالدین ترابي، محمد عیسی اخوند، نجیب‌الله حقاني، نورمحمد ثاقب، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخواه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له‌مخې لګولي، چې پر بنسټ یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پر ضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال (د سلواغې په ۲۳مه) د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو نږدې پنځو کلونو کې څو ځلي د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې، خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د ټول‌ګډوني حکومت نشتوالي له امله دغه بندیزونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې کوچني او منځکوري کاروبارونه د خصوصي سکتور ۸۰ سلنه جوړوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانستان کې کوچني او منځکوري کاروبارونه د خصوصي سکتور ۸۰ سلنه جوړوي
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وایي، چې په افغانستان کې کوچني او منځکوري کاروبارونه د خصوصي سکتور تر ۸۰سلنه زیات جوړوي او د هېواد د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې دغه کاروبارونه د لسګونو زرو کورنیو د معیشت په ملاتړ کې مهم رول لري او د خلکو د ورځني ژوند د دوام اساسي سرچینه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، واړه او منځني کاروبارونه د افغانستان د اقتصاد «ملا تیر» بلل کېږي او ډېری یې په ځایي بڼه فعالیت کوي، چې په یوه سیمه کې د ورته تولیدي یا خدماتي فعالیتونو د تمرکز له لارې رامنځته شوي وي.

دغه اداره زیاتوي چې دغه ډول جوړښتونه د کار اغېزمنتیا لوړوي، نوښت ته وده ورکوي او په سختو اقتصادي شرایطو کې کاروبارونو ته نسبي ثبات او دوام ورکوي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دا محلي کاروباري شبکې د ښځو د اقتصادي ګډون په زیاتوالي کې مهم رول لري او هغوی ته د کار او عاید نوي فرصتونه برابروي، چې په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د پام وړ ارزښت لري.

پاکستان: طالبانو سره د خبرو ټولې لارې پرانیستې دي خو امنیتي ضمانتونه مهم شرط دی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۱
پاکستان: طالبانو سره د خبرو ټولې لارې پرانیستې دي خو امنیتي ضمانتونه مهم شرط دی
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي ویلي چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د سولې لپاره ټولې ډیپلوماتیکي او سیاسي لارې پرانیستي ساتلي، خو د امنیت موضوع د خبرو اترو اصلي محور جوړوي او پاکستان له طالبانو لیکلي د تایید وړ ضمانتونه غواړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پاکستان د چین په اورومچي کې د درې‌اړخیزو خبرو اترو پایلې ارزوي او تمه لري چې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې عملي پرمختګ رامنځته شي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان له طالبانو غواړي داسې لیکلي او د تایید وړ ضمانتونه ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي. د هغه په وینا، دا د اسلام‌اباد اساسي او نه بدلېدونکی دریځ دی.

اندرابي زیاته کړه،چې د پاکستان دریځ د د دوحې تړون او نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره باید امنیتي اندېښنې په عملي ډول حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د چین په منځګړیتوب د اورومچي وروستۍ خبرې، چې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ شوې وې، تر اوسه کومه محسوسه پایله نه لري.

راپورونه وایي چې دا خبرې د یوې اوونۍ لپاره د دروازو تر شا ترسره شوې او د ټیټې کچې استازو په ګډون بې‌له کومې واضحې هوکړې پای ته رسېدلې دي.

تر دې وړاندې هم د چین له لوري دا هڅې غیر رسمي بلل شوې وې، خو بیجینګ ویلي چې هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

دغه ډیپلوماتیک بهیر وروسته له هغې پیل شو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یو میاشتني تاوتریخوالي او د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونو وضعیت لا ترینګلی کړی و.

په همدې حال کې، د دوحه، استانبول او ریاض پخوانۍ خبرې هم بې‌پایلې پاتې شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د بې‌باورۍ ژوروالی څرګندوي او ښيي چې لا هم د شخړې د حل لپاره روښانه لار نه ده موندل شوې.

په سمنګان کې یو کس د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱
په سمنګان کې یو کس د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوی
100%

د سمنګان ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، یو ۳۵کلن سړی د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یادې قومندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، د وري۲۶مه) د ایبک ښار اړوند د «اکبر‌اباد» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، وژل شوی کس فتح‌الله نومېده او په خپل کور کې دننه وژل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې د انګېزې او لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو امنیتي مسوولان وایي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناپېژندو وسله‌والو بریدونه، هدفي وژنې او جنايي پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي. د ناامنیو دغه ډول پېښې عموماً د روښانه څېړنو او عدالت د نشتوالي له امله لا ډېرې حساسیتونه هم رامنځته کوي.

د کابل - کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۱
د کابل - کندهار پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه شوي
100%

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، نن شپه د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني ښار په عزیز کلا سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، دغه پېښه نن شپه (پنجشنبه د وري ۲۷مه) شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

هغه د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره چې په‌ کې ۴ جنازې لیدل کېږي، ویلي، هڅه کوي تر څو پېښې د قربانیانو خپل خپلوان یې پیدا شي.

د نوموړي په وینا، د یادې پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.