دلاور وایي چې فوزیه کوفي ته چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو منتقده پاتې شوې، بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته ستنه شي.
شهابالدین دلاور ټینګار وکړ چې راستنېدونکي کولای شي د خوندیتوب کارت ترلاسه کړي او عادي ژوند ته دوام ورکړي.
فوزیه کوفي د طالبانو له سختو منتقدانو ګڼل کیږي او په افغانستان کې یې څو ځله پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی دی.
د پارلمان دغه پخوانۍ غړې هېواد ته د پخوانیو چارواکو د ستنېدو بلنې د مخالفو غږونو د خاموشۍ لپاره یوه محاسبه شوې هڅه بولي.
د طالبانو د تماس کمېسیون مشر د عبدالرب رسول سیاف د ناروغۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې له هغه هم غوښتل شوي چې وطن ته ستون شي او د درملنې او استراحت دوره هلته تېره کړي.
شهابالدین دلاور وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هېڅوک نشي کولای د مصوونیت کارت لرونکو څخه د دوی د پخوانیو مسوولیتونو پوښتنه وکړي».
هغه دا خبرې افغان شخصیتونو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش غونډه کې وکړې.
د طالبانو په وینا، د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې ۱۳۵۲ کسانو ته د مصوونیت کارتونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو له څو کلنو هڅو سره سره تراوسه د پخواني حکومت هېڅ مهم سیاسي شخصیت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته نه دی ستون شوی.
پخواني سیاسي مشران طالبان له مشروعیته بې برخې ګڼي.