د پاکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ترهګرۍ او سیمې پر حالاتو غږېدلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ګیلز برټرنډ سره په لیدنه کې یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت، ترهګرۍ اړوند ګواښونو او سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.
