• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: جورجېټ ګانیون د ختیځو ولایتونو د زیانمنو وضعیت له نږدې ارزولی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې، جورجېټ ګانیون، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د وروستیو پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې ګانیون په دغه سفر کې هغه سیمې لیدلي چې د پولې د تړل کېدو، وسله‌والو نښتو او د تېر کال زلزلې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. هغې همدارنګه له راستنېدونکو کډوالو، بې‌ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو سره لیدنې او خبرې اترې کړې دي.

د راپور له مخې، ګانیون په خپلو لیدنو کې د ښځو پر ستونزو ځانګړې پاملرنه کړې او د هغوی پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

نوموړې د خلکو اقتصادي وضعیت، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي وضعیت هم له نږدې ارزولی او ټینګار یې کړی چې اړمنو ته باید دوامداره مرستې ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم له ګڼو هممهالو کړکېچونو سره مخ دی، چې له امله یې د بشردوستانه مرستو اړتیا زیاته شوې او میلیونونه کسان د لومړنیو خدماتو د نشتوالي له ګواښ سره مخ دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو ۳۵ زره کسان اغیزمن کړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو ۳۵ زره کسان اغیزمن کړي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د افغانستان په سوېل ختیځ کې وروستیو شخړو کې ۳۵ زره کسان اغیزمن شوي دي، چې ګڼ شمېر کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې او نورو بشري مرستندویه بنسټونو په ګډه د دغو اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې پیل کړې دي.

دغو مرستو کې کې خېمې، لمریز څراغونه او نور بنسټیز مرستندویه توکي شامل دي، څو د خلکو عاجلې اړتیاوې پوره کړي څو د ژوند لومړني شرایط ورته برابر شي.

بشري بنسټونه ټینګار کوي چې د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او دوامداره مرستو ته جدي اړتیا شته، څو د بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ ویلي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې نږدې یو میلیون خوندي زېږونونه ترسره شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې نږدې یو میلیون خوندي زېږونونه ترسره شوي
100%

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال پر مهال له ۹۸۵زرو څخه ډېر زېږونونه د مسلکي او ماهرو روغتیايي کارکوونکو له‌خوا ترسره شوي دي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په همدې موده کې ۳۴،۳ میلیونه ماشومانو د پنځه‌ګونو واکسینونو درېیم ډوز هم ترلاسه کړی دی، چې دا د ماشومانو د روغتیا د ساتنې په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د ملګروملتونو په وینا، سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي، خو دغه سازمان لا هم د خپلو مرستندویانو او شریکانو په ملاتړ په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړې او د خلکو د معیشت په برخو کې بنسټیز خدمات وړاندې کوي.

راپور زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ۳۴میلیونو څخه ډېرو کسانو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی موندلی، چې له ډلې یې ۴۳سلنه نارینه او ۵۷سلنه ښځې دي.

همدارنګه، ملګري ملتونه وایي چې له ۴،۶میلیونو څخه زیاتو ماشومانو د زده‌کړو ملاتړ ترلاسه کړی، چې ۵۸سلنه یې هلکان او ۴۲سلنه یې نجونې جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې دا شمېرې د نړیوالو مرستو د کمېدو سره سره په افغانستان کې د بشري خدمتونو د دوام ښکارندويي کوي.

طالبانو په بغلان، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د نیولو خبر ورکړی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
طالبانو په بغلان، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د نیولو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار او بغلان کې یې د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور پنځه کسان نیولي دي. یاد وزارت همدا راز په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په هلمند ولایت کې یې نشه‌يي توکو کې کاریدونکي زرګونه کیلو مواد نیولي‌ دي.

د پنج‌‌شنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې په بغلان او ننګرهار ولایتونو کې یې ۲۹کیلوګرامه چرس او له ۲زرو څخه ډېرې نشه‌يي ګولۍ نیولي دي. همدا راز زیاته شوې چې د دغو نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي. د طالبانو په وینا، د دغو کسانو دوسیې یې خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

یاد وزارت همدا راز په یوې بله جلا خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په هلمند کې یې ۴۱۳ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي او په نشه‌يي توکو کې کاریدونکي ۱۳۲۳ کیلوګرامه مواد نیولي دي.

طالبان داسې مهال د نشه‌يي توکو د کاروباریانو او توکو د نیول کېدو خبر ورکوي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو د تولید پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان په یو راپور کې ویلي چې که څه هم افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو برعکس بیا د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او کاروبار د پخوا پرتله څو چنده ډېر شوی دی.

د راپورونو له مخې، خپله د طالبانو سیمه‌ییز قوماندانان او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم د نشه‌يي توکو په کاروبار او قاچاق کې پراخ لاسونه لري.

فوزیه کوفي شهاب الدین دلاور ته: افغانستان ته ستنېږم خو طالبانو ته مشروعیت نه ورکوم

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۱
 فوزیه کوفي شهاب الدین دلاور ته: افغانستان ته ستنېږم خو طالبانو ته مشروعیت نه ورکوم
100%

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون د مشر شهاب‌الدین دلاور د بلنې په غبرګون کې ویلي، چمتو ده چې هېواد ته ستنه شي، خو د طالبانو حکومت ته به مشروعیت ورنه کړي.

کوفي ویلي، وطن ته ستنېدل د هغې او د هغو ټولو افغانانو هیله ده چې د سختو شرایطو له امله اړ شوي هېواد پرېږدي، خو ټینګار یې کړی چې دا ستنېدل باید د ازاد او حق لرونکي وګړي په توګه وي، نه د داسې نظام تر سیوري لاندې چې ملي او نړیوال مشروعیت ونه لري.

نوموړې زیاته کړې، که د طالبانو هدف دا وي چې سیاسي شخصیتونه هېواد ته ستانه کړي څو له سیاست څخه لاس واخلي، د بیان ازادي ونه لري او یوازې د محدود ژوند په چوکاټ کې پاتې شي، دا نه ملي پخلاینه ده او نه هم د افغانستان د روان بحران حل دی.

د هغې په وینا، افغانستان ته د سیاستوالو او نورو افغانانو بېرته ستنېدل هغه وخت عملي کېدای شي چې د ټولو وګړو لپاره باعزته، ازاد او دوامدار شرایط برابر شي.

هغې د دې لپاره یو شمېر شرطونه هم یاد کړي، چې پکې د سیاسي ګوندونو ازاد فعالیت، د بیان ازادي، د ښځو حقونه، له خلکو سره مستقیمه اړیکه او د ملي خبرو اترو پیل شامل دي.

کوفي ټینګار کړی چې افغانستان د ښځو په حذف، د منتقدینو په چوپولو او د سیاست په محدودولو سره ثبات ته نه رسېږي، بلکې ریښتینی ثبات د عدالت، مشارکت او ملي باور له لارې رامنځته کېږي.

هغې زیاته کړې، که د طالبانو مشرتابه د بنسټیزو بدلونونو منلو ته چمتو وي، نو د ټولو افغانانو د بېرته ستنېدو زمینه به برابره شي او کولای شي د یو عادلانه او باثباته نظام د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي.

کوفي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور، د پارلمان له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، پخواني جهادي عبدالرب رسول سیاف، ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي.

په ازبکستان کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۹ کیلوګرامه تاریاک نیول شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
په ازبکستان کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۹ کیلوګرامه تاریاک نیول شوي
100%

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په خوارزم ولایت کې امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې څه کم ۹ کیلوګرامه تاریاک چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وراد شوي وو، نیولي دي.

ازبکستاني رسنیو ویلي، چې له افغانستان څخه وارد شوي تاریاک د خوارزم ولایت په اورګنج بېروني کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، دغه تاریاک له افغانستان څخه د ازبکستان خوارزم ولایت ته په قاچاقي ډول وارد شوي وو او تورنو کسانو غوښتل یاد تریاک د خوارزم ولایت په بېلابېلو سیمو کې وپلوري.

د ازبکستان د ملي امنیت د دولتي خدمتونو رسنیز دفتر ویلي، چې نیول شويو کسانو تردې وړاندې هم د نشه‌توکو د قاچاق په جرم بند تېر کړی و.