• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهاب الدین دلاور له فوزیه کوفي، دوستم او سیاف وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور، د پارلمان له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، پخواني جهادي عبدالرب رسول سیاف، ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي.

دلاور وایي چې فوزیه کوفي ته چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو منتقده پاتې شوې، بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته ستنه شي.

شهاب‌الدین دلاور ټینګار وکړ چې راستنېدونکي کولای شي د خوندیتوب کارت ترلاسه کړي او عادي ژوند ته دوام ورکړي.

فوزیه کوفي د طالبانو له سختو منتقدانو ګڼل کیږي او په افغانستان کې یې څو ځله پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی دی.

د پارلمان دغه پخوانۍ غړې هېواد ته د پخوانیو چارواکو د ستنېدو بلنې د مخالفو غږونو د خاموشۍ لپاره یوه محاسبه شوې هڅه بولي.

د طالبانو د تماس کمېسیون مشر د عبدالرب رسول سیاف د ناروغۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې له هغه هم غوښتل شوي چې وطن ته ستون شي او د درملنې او استراحت دوره هلته تېره کړي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هېڅوک نشي کولای د مصوونیت کارت لرونکو څخه د دوی د پخوانیو مسوولیتونو پوښتنه وکړي».

هغه دا خبرې افغان شخصیتونو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش غونډه کې وکړې.

د طالبانو په وینا، د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې ۱۳۵۲ کسانو ته د مصوونیت کارتونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له څو کلنو هڅو سره سره تراوسه د پخواني حکومت هېڅ مهم سیاسي شخصیت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته نه دی ستون شوی.

پخواني سیاسي مشران طالبان له مشروعیته بې برخې ګڼي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم اغاجان نیولی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱
په کندهار کې د طالبانو استخباراتو پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم اغاجان نیولی
100%

له کندهار او دوبۍ نه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې ددې ډلې پخوانی جګپوړی غړی ملا معتصم اغا جان نیولی. د سرچینو په وینا، نوموړی د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د یوه پلټفارم د جوړولو د هڅو له امله نیول شوی.

په کندهار او دوبۍ کې دریو سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو پنځه ورځې وړاندې د دې ډلې پخوانی چارواکی او مالي مسوول معتصم اغاجان نیولی دی.

دغه سرچینې، چې له معتصم اغاجان سره نږدې اړیکې لري، د نوموړي د نیول کېدو لامل د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ د یوه پلاتفورم جوړولو هڅې او د نوموړي « شخصي پانګونې» بولي.

معتصم اغاجان د افغان او پاکستاني علماوو نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پیل کړی و.

د افغانستان او پاکستان دغو دیني عالمانو د وري میاشتې په پیل کې په یوه اعلامیه کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.

په دغه پلاټفورم کې د افغانستان له اړخه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیب‌الله منیب، دوکتور فیروز هروي، شیخ مولوي زاده هروي، شیخ مولوي احمد رباني، مولوي معتصم اخوندزاده کندهاری، شیخ نصرالله علمي، شیخ سید احمد هاشمي، شیخ میر فاروق نوراني او شیخ ذاکري عرفاني شامل دي.

د پاکستان په علماوو کې شیخ ادریس، مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندري، په کراچۍ کې مېشت مولانا حکیم مظهر، په بلوچستان کې مېشت مولانا صلاح ایوبي، مولانا محمد اویس نوراني، مولانا شیخ عبدالکریم، مولانا فضل الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظهر، مولانا مفتي زبیر شاه او مولانا پیر عتیق الرحمان شامل دي.

یوې بلې سرچینې وویل، چې «معتصم د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پیل کړې وه، چې دده مدرسه هم پکې شامله ده».

ددغې سرچینې په وینا، د معتصم د نیول کېدو یو لامل هم ښايي دغه مساله وي.

افغانستان انټرنشنل د معتصم اغاجان له کورنۍ سره هم اړیکه ونیوله، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړه.

ځینې څارونکي باور لري چې د طالبانو مشرتابه دا ډول فعالیتونه حساس ګڼي، ځکه هبت الله اخوندزاده ډېری له رسمي چوکاټ څخه بهر خپلواکې دیني-سیاسي هڅې د اندېښنې وړ بولي.

ځینې سرچینې وایي چې معتصم څو کاله وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په ضمانت له استانبول څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.

د هغه وروستۍ نیونه د کندهار او کابل ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل بلل کېږي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې هم د اغاجان پر کور چاپه وهلې وه او د هغه له کوره یې یو شمېر شخصی وسلې، موټر او نور توکي له ځان سره وړي وو.

ملامعتصم اغا جان له۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو له هغو محدودو لوړپوړو څېرو ګڼل کېږي چې د دې ډلې د سیاسي جوړښت په بحثونو کې فعال پاتې شوی و. هغه د پخواني مشر ملا محمد عمر له کورنۍ سره نږدې اړیکې لرلې او ددې ډلې مالي مسوولیتونه یې هم پرمخ وړل.

په ۲۰۱۱ کال کې هغه په کراچۍ ښار کې د برید له امله ټپي شوی و. وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې استخباراتي کړۍ او د طالبانو ځینې داخلي څېرې په دغه برید کې ښکېلې وې، خو دا ادعاوې هم رسمي نه دي تایید شوې.

سرچینې زیاتوي چې معتصم د طالبانو په منځ کې یو منځلاری، سیاسي لیدلوری لرونکی او باتجربه کس بلل کېږي او تر نیول کېدو وړاندې یې په کندهار کې د یوې دیني مدرسې چارې سمبالولې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کندهار د دوو سترو روغتونونو خدمات ۹۰ سلنه کم شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱
•
عبدالله همیم
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کندهار د دوو سترو روغتونونو خدمات ۹۰ سلنه کم شوي
100%

له میرویس روغتون وروسته د کندهار اوسېدونکي د عینومېنې دولتي روغتون له ټیټو خدماتو شکایت کوي. د ناروغانو خپلوان وايي، چې په روغتون کې مسلکي روغتیاپالان کم دي او درمل هم په خپل لګښت پېري.

میرویس حوزوي روغتون او د عینومېنې روغتون په کندهار کې دوه لوی دولتي روغتونونه دي، چې د کندهار ترڅنګ د زابل، ارزګان، هلمند او نیمروز د خلکو لپاره هم د خدماتو په وړاندې کولو مکلف دي، خو مراجعین وايي، یاد دوه دولتي روغتونونه د فلج کېدو تر سرحده رسیدلي دي.

کندهار میشتي وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې ددغه ولایت د دوو سترو روغتونونو روغتیايي خدمات ورځ تر بلې کمزوري کیږي.

د یو شمېر ناروغانو خپلوانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، هغه خدمات چې کلونه وړاندې په یادو روغتونونو کې وړاندې کېدل اوس ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د عینو مېنې په روغتون کې د یوه ناروغ پایواز وايي:«زما د ورور پښه ماته شوې ده، له نیمروز ولایت څخه مې راوستی دی، ۷ ورځې وروسته یې عملیات کړ. ډاکټرانو یو سیروم ورته ولګوی، نور ولاړل. درمل او هرڅه ما په خپلو پیسو ورته اخیستي دي.»

دغه کس چې د روغتیا په برخه کې زده کړې نه لري، وايي، د روغتیا پالانو د نشتوالي له امله یې خپل ناروغ ته په خپل سر ستن لګولې ده.

د عینو مېنې په روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه روغتون کې د رسمي روغتیاپالانو پر ځای د طب پوهنځي محصلان د عملي زده کړو په موخه دنده کوي، چې له امله یې په سمه توګه ناروغانو ته رسیدنه نه کېږي.

دغه سرچینه وايي، د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون کې ټول خدماتي پرسونل شاوخوا ۸۰ کسانو ته رسېږي، چې په یادو کسانو کې د روغتون ساتونکي، اشپزان او صفا کاران هم شامل دي.

د سرچینې په وینا، په روغتون کې له څلور قلمه پرته نور هېڅ ډول درمل نشته.

طالبانو تېر کال په وږي میاشت کې د کندهارر میرویس حوزوي روغتون د هډوکو وارډ، د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه، د جلدي ناروغیو څانګه، د سترګو د تداوۍ څانګه او د غوږ او ستوني څانګې د عینو مېنې روغتون ته انتقال کړې.

د طالبانو له دغه اقدام وروسته، ناروغان او د ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي او ډاکټران هم زړه نه ښه کوي چې د ښار تر بلې څنډې تګ راتګ وکړي.

سرچینو ویلي، چې د دواړو سترو روغتونونو خدمات تقریبا صفر کچې ته ټیټ شوي دي او دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې د کندهار روغتیايي برخه دې له سقوط څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې اونۍ کې یوه ماشومه نجلۍ په کندهار کې د طبي امکاناتو له امله په چورلکه کې کابل ته ولېږدول شوه، خو د سې شنبې په ورځ یې په ستوني کې د هډوکي د بندېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ازبکستان افغانستان ته د دویم لاس موټرو پر صادرولو غور کوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
ازبکستان افغانستان ته د دویم لاس موټرو پر صادرولو غور کوي
100%

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر داوران وهابوف ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان ته دویم لاس یا زاړه موټر صادر کړي. هغه د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه ښودلی او ویلي یې دي چې د زړو موټرو کلنۍ تقاضا ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره موټرو ته رسیږي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، وهابوف د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه تنه ښودلی او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد د زړو موټرو لوی بازار لري.

دوران وهابوف ویلي: « د زړو موټرو لپاره د افغانستان کلنۍ تقاضا له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره موټرو پورې اټکل شوې».

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د نفوس زیاتوالی او د ترانسپورت اړتیاوې د زړو موټرو بازار ته پراخ فرصتونه برابروي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس له افغان لوري سره د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هیله هم څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ازبکستان تولیدوونکي کولای شي د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

د راپورونو له مخې، اوس مهال افغانستان ته د زړو موټرو صادرات د سیمې له نورو هېوادونو هم کېږي، خو ازبکستان غواړي په دې برخه کې خپل رول زیات کړي او په بازار کې ونډه واخلي.

اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان د زړو موټرو لپاره لوی بازار لري او د نفوس له ډېرېدو سره ترانسپورټي اړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي.

د ازبکستان چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخېدای شي او دا به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه ورسوي.

په کندهار کې د تېلو د پمپونو اتحادیه د تېلو ورځنۍ بیه د طالبانو د یوې کړۍ په خوښه ټاکي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
•
عبدالله همیم
په کندهار کې د تېلو د پمپونو اتحادیه د تېلو ورځنۍ بیه د طالبانو د یوې کړۍ په خوښه ټاکي
100%

په ایران کې د جګړې له پیلېدو وروسته په افغانستان کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي. سره له دې، چې له ایران څخه افغانستان ته د تېلو صادرات دوام لري، د کندهار اوسېدونکي وايي چې یوې ځانګړې کړۍ د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د هر لیټر تېلو بیه له ۱۲ څخه تر ۱۵ افغانۍ پورې لوړه شوې ده.

دغه کسان وايي، چې د تېلو د بیو لوړېدو لامل د ایران جګړه ګڼل کېږي، خو په سویلي ولایتونو کې د تېلو د بیو لوړېدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل په کندهار کې د تېلو له کاروبارویانو سره خبرې کړې دي. دغو کاروباریانو ویلي، چې د تېلو بیې له لوړپوړو طالبانو سره د تړلې نږدې کړۍ له لوري لوړې شوې دي.

دوی وايي، د تېلو د پمپونو په نوم اتحادیې د طالبانو په خوښه د تېلو ورځنۍ بیه ټاکي.

د دوی په خبره د تېلو یو شمېر لوی سوداګر بیا په دېره کمه اندازه تېل بازار ته عرضه کوي.

دوی وايي، یو لیټر ایراني تېل په ۵۸ افغانۍ ورته تمامیږي، خو اوس یې بیه تر ۷۰ افغانیو پوري رسېدلې.

د تېلو یوه سوداګر وویل، « د ترانسپورټ او نورو لګښتونو په حساب، چې شاوخوا ۲ افغانۍ کیږي، بیه باید تر ۵۹.۵۰ افغانیو پوري ورسېږي. که د پمپ لرونکو لپاره ۲ افغانۍ ګټه هم ورزیاته کړو، نو پرچون بیه باید شاوخوا ۶۱.۵۰ افغانۍ وي، خو په عملي ډول دا تېل په ۶۹ تر ۷۰ افغانیو پلورل کیږي، چې د هر لېټر پر سر د پام وړ اضافي ګټه اخیستل کیږي».

د تېلو کاروباریان وایي، پر هر لېټر تېلو یوازې ۰.۳۰ افغانۍ مالیه لګیږي او تر پمپ پوري د انتقال لګښت نږدې دوه افغانۍ اټکل شوی، خو بیا هم د عام بازار بیي ډیرې لوړې دي او دا بیه د تېلو د اتحادیي له خوا ټاکل کېږي.

د تېلو کاروباریان وايي، چې د ایران جګړې افغانستان ته د تېلو پر وارداتو ډېره اغېزه نه ده کړې، خو بیې د تېلو د اتحاديي او یوې طالب پلوه کړۍ له‌خوا لوړې شوې دي.

د تېلو یو کاروباري، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«د نیمروز او فراه په ګمرکونو کې همدا اوس هم سلګونه ټانکره تېل منتظر دي چې باید بازار ته وړاندې شي، خو ډیری وخت طالبان د کیفیت په بهانه تېل ګرځوي او کارونه یې ځنډوي. د ریګ له لارې په بوشکو کې هم تېل افغانستان ته راوړل کېږي، هغه په دومره کچه تېل دي چې ان له ایران سره د سرحدي ولایتونو لپاره بسنه کوي».

بل لور ته د ترکمنستان، روسیې او اذربایجان تېل هم د کندهار بازارونو رسیږي، چې خلک یې د ټېټ کیفیت له امله ډېر نه کاروي، خو بیې یې د ایراني تېلو په شان لوړې دي.

که څه هم د تېلو لپاره د اتحادیو له لوري بیې ټاکل کېږي، خو بیا هم په کندهار کې د تېلو بیې ثابتې نه دي. د کندهار ښار په پرتله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې د پام وړ ټیټې دي.

سرچینې وايي، چې سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې ځکه ټیټې دي، چې ډېره برخه تېل پر غیر قانوني لارو له ګمرکي محصول پرته دې ولسوالۍ ته راوړل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ددغه ډول غیر قانوني تېلو په راوړلو کې یو شمېر طالب چارواکي هم خپله ونډه لري.

کندهاریان وايي، په سیمه کې د روان کړکېچ تر سیوري لاندې که د سون توکو د بیو نظارت او کنټرول په سمه توګه ونه شي، ښايي خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۴ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۳ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۱۹۳ اصلاحي ناستې لرلې.