• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه، سعودي، پاکستان او مصر د سیمه ییز امنیتي پلاټفورم پر جوړولو غونډه کوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱

ټاکل شوې، ترکیه د روانې اونۍ په وروستیو کې د پاکستان، سعودي عربستان او احتمالا د مصر په ګډون د یوه سیمه‌ییز امنیتي پلاتفورم د جوړېدو په تړاو د یوې ناستې کوربه توب وکړي.

له موضوع باخبره چارواکو بلومبرګ ته ویلي، چې دغه نوښت د سیمې د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه مطرح شوی او هڅه کېږي د یادو هېوادونو ترمنځ همغږي زیاته شي.

ترکي چارواکو ویلي، د پاکستان، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران د انتالیا د ‌ډېپلوماسۍ فورم په څنډه کې دې خبرو ته رابلل شوي دي.

ټاکل شوې دغه فورم د جمعې په ورځ پیل شي او د سیمې پر مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو به پکې بحث وشي.

سرچینې زیاتوي، دا به په تېره یوه میاشت کې درېیمه ورته ناسته وي، ځکه تر دې وړاندې هم په ریاض او اسلام‌اباد کې پر همدې موضوع غونډې شوې دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

ایران او امریکا پر اټومي مسایلو د اختلاف له امله د یوې لـنډمهاله هوکړې په لـټـه کې دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۸ GMT+۱
ایران او امریکا پر اټومي مسایلو د اختلاف له امله د یوې لـنډمهاله هوکړې په لـټـه کې دي
100%

د امریکا او ایران مرکچیانو یوه بشپړ سوله‌ییز تړون ته خپلې تمې راکمې کړې او اوس د یوه لنډمهاله هوکړه لیک په لټه کې دي، څو د جګړې د بیا پیل کېدو مخه ونیسي. دا بدلون د تېرې اونۍ په پای کې په اسلام‌اباد کې له بې‌پایلې خبرو وروسته راغلی.

دواړې خواوې د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.

یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ویلي چې دواړو لوریو ځینې اختلافونه، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د مدیریت په برخه کې، کم کړي دي.

ایران، چې له کلونو راهیسې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی، غواړي په هوکړه لیک کې دا هم شامل وي چې واشنګټن د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او په بدل کې به ایران اجازه ورکړي چې نورې کښتۍ هم له تنګي تېرې شي.

یوې بلې سرچینې ویلي چې ایران کولی شي د خپلو وړاندیزونو له مخې کښتیو ته اجازه ورکړي چې د عمان اړخ له لارې په خوندي ډول تېرې شي.

خو د دوو اونیو اوربند نیمایي ته په رسېدو سره لا هم ژور اختلافونه شته. دا اختلافونه د ایران د لوړې کچې بډایه شویو یورانیمو د زیرمو د برخلیک او د اټومي فعالیتونو د بندېدو په مودې پورې تړاو لري، چې امریکا غواړي دا فعالیتونه اوږدمهاله بند شي.

ایران له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوي چې امریکا دې د تهران د یورانیمو د بډاینې حق په رسمیت وپېژني.

تهران وایي دا کار یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره کوي، خو لوېدیز هېوادونه او اسراییل باور لري چې هدف یې د اټومي وسلو جوړول دي.

یو لویدیز ډیپلومات ویلي چې د اټومي موضوع لا هم «اصلي خنډ» پاتې ده.

د اوکراین پر دریو ښارونو د روسیې په بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
د اوکراین پر دریو ښارونو د روسیې په بریدونو کې ۱۷ تنه وژل شوي
100%

د اوکراین پر پلازمېنه کیېف، اودیسا او دنیپرو ښارونو د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم شامل دی.

دغه توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د شپې پرمهال شوي او په پایله کې یې استوګنیزې ودانۍ او نور ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

د بریدونو له امله په کییف کې څلور، په اوډیسا ښار کې اته تنه او په دنیپرو ښار کې څلور ته وژل شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر استوګنیزو ودانیو اور اخیستی.

ولسمشر زیلینسکي ویلي چې دا بریدونه ښيي روسیه د نړیوالو فشارونو د کمېدو وړ نه ده.

هغه ټینګار کړی چې پر روسیې باید فشار زیات شي او له اوکراین سره د مرستو ژمنې پر وخت عملي شي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لسګونه توغندي او سلګونه ډرونونه شنډ کړي، خو بیا هم یو شمېر یې خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو ویلي چې دوی پراخ برید کړی او د اوکراین د پوځ اړوند انرژۍ او تولیدي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

بل لور ته، د روسیې په تواپسه بندري ښار کې هم د اوکرایني ډرون برید راپور ورکړل شوی، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او یو لوی اور یې بل کړی دی.

شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې کړي. نوموړي د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چهارشنبې په ماخوستن په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې کتنه کې د اسلام‌اباد او ریاض تر منځ اړیکې ژورې او پر ایمان، باور او متقابل درناوي ولاړې وبللې.

شهباز شریف همداراز د دوه اړخیزو همکاریو د لا زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

اسحاق ډار زیاته کړې: «سعودي عربستان د پاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، او موږ ژمن یو چې دا تاریخي او ورورګلوۍ اړیکې د راتلونکو نسلونو لپاره لا پیاوړې کړو».

تر دې مخکې داسې راپورونه وو، چې پاکستانی پلاوی به په دې سفر کې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د سعودي له چارواکو سره خبرې وکړي، خو د شهباز شریف او د اسحاق ډار په اېکس‌پاڼو کې په همدې تړاو پوسټونو کې په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال په وږي میاشت کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړی او دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې پر مهال سعودي د ایران له لوري په نښه شوی، خو پاکستان یې په تړاو هېڅ نظامي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان او د «جنسیت، سولې او امنیت» شبکې په یوه ګډ راپور کې له برېتانیا غوښتي چې هغه سیاستونه ودروي چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې ډیری قضیې رد کېږي.

دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په برېتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په وروستیو کلونو کې له ۹۶سلنې څخه ۳۴سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵کال کې سلګونه افغان ښځې دپناه ترلاسه کولو بې‌برخې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د برېتانیا د پناه غوښتنې نوې تګلارې، چې موخه یې د کډوالۍ کنټرول بلل کېږي، په عمل کې د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب لاسرسی محدود کړی چې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په افغانستان کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې په کېد زده‌کړې، کار او تګ راتګ بندیزونه شامل دي، او ډېری یې د «سیستماتیک محرومیت» په حالت کې ژوند کوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د ملاتړ کمېدل د برېتانیا له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» پروګرام له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې له برېتانوي حکومته غوښتنه شوې چې د پناه غوښتنې محدودونکي سیاستونه ودروي، افغان ښځو ته خوندي لارې برابرې کړي او هغه تګلارې ختمې کړي چې د دوی په وینا د خوندیتوب مخه نیسي.

په سند کې د جمعیت علما منشي: دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
په سند کې د جمعیت علما منشي: دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني
100%

د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، چې دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه‌پېژني. هغه همداراز ادعا وکړه، چې د پولیسو په ځينو موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو قاچاق روان دی.

راشد محمود سومرو په سند کې د چهارشنبې په ورځ (د وي ۲۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل: «جمعیت علمای اسلام [د پاکستان] اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني، خو د ملي ګټو لپاره یې د سولې او ثبات د اقداماتو ملاتړ کړی دی».

هغه زیاته کړه، په سند کې نا امنیو، د نشه‌يي توکو پېر او پلور او همداراز قاچاق، بېکارۍ او ګرانیو د ځايي خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د جمعیت علمای اسلام دغه لوړ پوړي غړي همداراز ادعا وکړه: «په ځینو پولیسي موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو د لېږد رالېږد پېښې مخې ته راځي چې دا د حکومت د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی».

هغه په تعلیمي نظام کې پر فساد، د ازموینو د پایلو پر بې نظمیو او د ښځینه زده‌کوونکو د ځورونې پر زیاتېدونکو پېښو سخته اندېښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه: «داسې پېښې د زغم وړ نه‌دي او باید له مسوولینو سره یې سخت حساب وشي».

د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د سند چارواکو د جمعیت علمای اسلام د دغه لوړ پوړي غړي د ادعاوو په تړاو څه سپناوی نه‌دی کړی.