• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر ددغه هېواد د ودانیز صنعت په نندارتون کې ګډون کړی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱

په قرغیزستان کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د دغه هېواد د ودانیز صنعت په درویشتم نړیوال نندارتون کې ګډون کړی. په بیشکک کې د طالبانو سفارت وایي، حقاني د نندارتون په ترڅ کې د هوا د تصفیې سیسټمونو له یوې روسي کمپنۍ سره کتلي او یاده کمپنۍ یې افغانستان کې پانګونې ته هڅولې.

د سفارت په وینا، د یادې کمپنۍ مسوولانو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په ياد نندارتون کې چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو د شرکتونو په ګډون جوړیږي، د ودانیزو چارو په برخه کې کارېدونکې ټکنالوژي نندارې ته اېښودل کیږي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

په ازبکستان کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۹ کیلوګرامه تاریاک نیول شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
په ازبکستان کې له افغانستان نه قاچاق شوي ۹ کیلوګرامه تاریاک نیول شوي
100%

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په خوارزم ولایت کې امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې څه کم ۹ کیلوګرامه تاریاک چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وراد شوي وو، نیولي دي.

ازبکستاني رسنیو ویلي، چې له افغانستان څخه وارد شوي تاریاک د خوارزم ولایت په اورګنج بېروني کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، دغه تاریاک له افغانستان څخه د ازبکستان خوارزم ولایت ته په قاچاقي ډول وارد شوي وو او تورنو کسانو غوښتل یاد تریاک د خوارزم ولایت په بېلابېلو سیمو کې وپلوري.

د ازبکستان د ملي امنیت د دولتي خدمتونو رسنیز دفتر ویلي، چې نیول شويو کسانو تردې وړاندې هم د نشه‌توکو د قاچاق په جرم بند تېر کړی و.

پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د ارومچي خبرې پای ته رسېدلې دي او اسلام اباد ټینګار لري چې له کابل څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې «لیکلی او تایید وړ ډاډ» ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د خبرو د تعقیب لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه پر جزئیاتو کار کوي.

نوموړي ویلي، چې له کابل سره د سولې هر ډول کانال پرانیستی دی، خو د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې دا ده، چې طالبان باید د دوحې ژمنې او نړیوال قوانین مراعات کړي.

اندرابي ویلي، چې طالبان باید د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړې:«دا هغه اساسي ټکی دی چې لا هم نه دی حل شوی او پاکستان به په دې اړه له افغان لوري د داسې ډاډ غوښتلو ته دوام ورکړي چې هم لیکلی وي او هم د تایید وړ وي».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین، ترکیې او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا جلا لیدنو کې له پاکستان سره وروستۍ خبرې مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

اوچا: په افغانستان کې سېلابونو له ۷۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
اوچا: په افغانستان کې سېلابونو له ۷۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي چې ډېری یې د جلال اباد ښار کې دي. اوچا وایي، د پنجشنبې په ورځ (نن) یې ۲۵۰ کورنیو ته بشري مرستې ووېشلې.

اوچا زیاته کړې چې بشري مرستندویه شریکان د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره خپلې هڅې چټکوي او زیانمنو سیمو ته د عاجلو مرستو د رسولو کار روان دی. خو د یادې ادارې په وینا، د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او د مرستو کچه بسنه نه کوي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د اوسني وضعیت د کنټرول او د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ ډېر مهم دی.

د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم له‌منځه تللي دي.

ازبکستان د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د ازبک‌ - افغان دوستۍ په نامه بڼ جوړوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
ازبکستان د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د ازبک‌ - افغان دوستۍ په نامه بڼ جوړوي
100%

طالبانو ویلي، چې ازبکستان پلان لري په ننګرهار کې د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ په نوم پر ۲۰۰ جریبه ځمکه بڼ جوړ کړي. د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال ننګرهار ته سفر کړی او د بڼ لپاره یې ځمکه په نښه کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال نورالدین عمیر او د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال جمشید ذکروف ننګرهار ته د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړولو په موخه سفر کړی دی.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال له لوري د ګمبېري سیمه د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړولو لپاره مناسبه بللې او د ځمکې د مشخصاتو او کروکي د برابرولو سپارښتنه شوې ده.

د طالبانو په وینا، تمه ده، چې په دې سیمه کې به پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د ازبک‌ـ‌افغان دوستۍ بڼ جوړ شي او ټاکل شوې په دغه بڼ کې د زردالو، شفتالو او الوچو بېلابېل ډولونه وکرل شي.

شهاب الدین دلاور له فوزیه کوفي، دوستم او سیاف وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۰ GMT+۱
شهاب الدین دلاور له فوزیه کوفي، دوستم او سیاف وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي
100%

د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور، د پارلمان له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، پخواني جهادي عبدالرب رسول سیاف، ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي.

دلاور وایي چې فوزیه کوفي ته چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو منتقده پاتې شوې، بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته ستنه شي.

شهاب‌الدین دلاور ټینګار وکړ چې راستنېدونکي کولای شي د خوندیتوب کارت ترلاسه کړي او عادي ژوند ته دوام ورکړي.

فوزیه کوفي د طالبانو له سختو منتقدانو ګڼل کیږي او په افغانستان کې یې څو ځله پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی دی.

د پارلمان دغه پخوانۍ غړې هېواد ته د پخوانیو چارواکو د ستنېدو بلنې د مخالفو غږونو د خاموشۍ لپاره یوه محاسبه شوې هڅه بولي.

د طالبانو د تماس کمېسیون مشر د عبدالرب رسول سیاف د ناروغۍ یادونه وکړه او ویې ویل چې له هغه هم غوښتل شوي چې وطن ته ستون شي او د درملنې او استراحت دوره هلته تېره کړي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. هېڅوک نشي کولای د مصوونیت کارت لرونکو څخه د دوی د پخوانیو مسوولیتونو پوښتنه وکړي».

هغه دا خبرې افغان شخصیتونو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش غونډه کې وکړې.

د طالبانو په وینا، د دغه کمېسیون له جوړېدو راهیسې ۱۳۵۲ کسانو ته د مصوونیت کارتونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له څو کلنو هڅو سره سره تراوسه د پخواني حکومت هېڅ مهم سیاسي شخصیت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته نه دی ستون شوی.

پخواني سیاسي مشران طالبان له مشروعیته بې برخې ګڼي.