د تړون له مخې، د سيانپيسي شرکت به د ترکمنستان په ختیځو صحرايي سیمو کې د دغې زیرمې لپاره داسې تاسیسات جوړ کړي چې په کال کې به د ۱۰ میلیارده مکعب متره اضافي تجارتي ګازو د پروسس وړتیا ولري. سربېره پر دې، د ګازو د تولید نوې څاګانې به هم وکیندل شي.
د ترکمنستان د حکومت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د دې پروژې ټول لګښت به خپله ترکمنستان تمویل کړي. د ترکمن ګاز مشر بابایف ویلي چې د دې پروژې لګښت ۵،۱ میلیارده ډالره اټکل شوی.
د تړون په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ترکمنستان چې یو صحرايي هېواد دی او له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، د نړۍ د طبیعي ګازو څلورم هېواد دی او د خپلو صادراتو لویه برخه چین ته لېږي.
د تړون د لاسلیک په مراسمو کې، چې خبریالان هم حاضر وو، د چین مرستیال صدراعظم دینګ شوېشیانګ وویل: «چین چمتو دی چې له ترکمنستان سره د انرژۍ برخه کې د همکارۍ کیفیت لا لوړ کړي.»
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دینګ له قوله ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ګازو په برخه کې ستراتیژیک او اوږدمهاله لید ولري، د طبیعي ګازو د همکارۍ کچه پراخه کړي او کیفیت او موثریت یې لوړ کړي.
دواړو هېوادونو ویلي چې د ترکمنستان او چین ترمنځ د ګازو د نللیکې د څلورمې څانګې د جوړولو احتمال تر بحث لاندې دی، خو د «لاین ډي» پروژه له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلې ده.
ترکمن چارواکو ویلي چې دوی غواړي د خپلو صادراتو د متنوع کولو لپاره نورې نللیکې هم جوړې کړي.
عشق اباد د افغانستان د هرات ښار پر لور د یوې نللیکې پر جوړولو هم کار کوي چې هیله ده یوه ورځ پاکستان او هند ته وغځېږي.