طالبانو په کندهار کې خپل یو پخوانې لوړپوړی چارواکې نیولی دی

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي،چې د طالبانو استخباراتو د دې ډلې یو پخوانی لوړپوړی غړی، معتصم اغاجان، په کندهار کې نیولی دی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي،چې د طالبانو استخباراتو د دې ډلې یو پخوانی لوړپوړی غړی، معتصم اغاجان، په کندهار کې نیولی دی.
د سرچینو په وینا، معتصم اغاجان چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ماليې وزیر او د رهبرۍ شورا غړی پاتې شوی، د دې لپاره نیول شوی دی، چې غوښتل یې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ لپاره یو ځانګړی جوړښت رامنځته کړي.
دریو باخبره سرچینو په کندهار او دوبۍ کې دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې نوموړي هڅه کوله د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو په همکارۍ د تاوتریخوالي د کمولو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. د دغې هڅې په چوکاټ کې یو بنسټ هم جوړ شوی و، چې پکې د افغان او پاکستاني عالمانو نومونه شامل وو، لکه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیبالله منیب او مولانا شیخ زاهد رشیدي.
د راپورونو له مخې، د وري میاشتې په لومړیو کې یادو عالمانو په یوه اعلامیه کې د طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه، چې د معتصم اغاجان نوم هم پکې یاد شوی و.
سرچینې وایي، معتصم اغاجان تر نیول کېدو وړاندې اقتصادي فعالیتونه کول او خپله شخصي ديني مدرسه یې هم جوړه کړې وه چې په کندهار کې یې اداره کوله.
ځینې څارونکي په دې باور دي چې د طالبانو مشرتابه، په ځانګړې توګه هبتالله اخندزاده، له رسمي چوکاټ څخه بهر د دیني او سیاسي فعالیتونو په اړه حساس دي، او ښایي همدا موضوع د نوموړي د نیولو اصلي لامل وي.
معتصم اغاجان تر دې مخکې هم له طالبانو سره ترینګلې اړیکې لرلې. نوموړي چې د کویټې شورا د سیاسي کمېټې مسوول و، د حامد کرزی د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کړی و، چې له امله یې له دې ډلې سره اختلافات راپیدا شول.
هغه په ۲۰۱۱کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د برید موخهوګرځېد او ټپي شو. نوموړي هغه مهال یوې امریکایي خپرونې ته ویلي و،چې طالبان باید پر سیاسي ډلې بدل شي او له جګړې لاس واخلي.
سرچینې زیاتوي چې معتصم اغاجان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ملا یعقوب مجاهد په تضمین له استانبول څخه افغانستان ته راستون شوی و، خو بیا هم د طالبانو له لوري تر فشار لاندې و.
د راپور له مخې، د طالبانو استخباراتو په ۲۰۲۲کال کې د کابل په ښار کې د نوموړي پر کور چاپه وهلې وه او د هغه ځینې شخصي شتمنۍ یې هم ضبط کړې وې.