• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابلوف: د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ په افغانستان کې سیمه‌ییزې پروژې ځنډوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ په افغانستان کې د روسیې په مشارکت د سیمه‌ییزو پروژو پلي کول ځنډوي. هغه وویل، چې د دوی ترمنځ له میاشتو راهیسې کړکېچ په سیمه کې نازک امنیتي وضعیت لا کمزوری کړی دی.

هغه وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د دواړه خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي د سیمې نازک امنیتي وضعیت کمزوری کړی دی. کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړولو او همدارنګه د تېلو د تصفیې فابریکې عملي کار لاتراوسه نه‌دی پيل شوی.
د هغه په وینا؛ د روسیې تر څنګ ازبکستان او خپله ښکېلې خواوې، یعنې طالبان او پاکستان هم په دغه پروژو کې ګډون لري. د روسیې استازي خبرداری ورکړی، هر ډول پوځي اقدام به د دغه پروژو په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ پروژه چې اوس د طراحۍ په پړاو کې ده؛ پر پرمختګ منفي اغېزه وکړي.
افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱کال په فبرورۍ میاشت کې د ۵۷۳ کیلومتره اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، چې په وچه کې راګیره مرکزي اسیا به د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلوي.
ازبک او روسي چارواکو وړاندې ویلي وو، چې د ټرانس-افغان رېل پټلۍ به په ۲۰۲۶کال کې بشپړه شي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ډینیس مانتوروف وویل، د دواړه هېوادونو د ترانسپورت سازمانونه، د روسیې او ازبکستان له رېل پټلۍ سره یوځای د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د جوړولو په پروژه کار کوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوګر په مرکز له ۲۳۳۳ بې‌وزلو او مستحقو کورنیو سره د چهارشنبې په ورځ د نغدو پیسو د وېش بهیر پیل کړ. د لوګر ولایت لپاره د طالب مسوولینو په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دا مرستې د خوړو نړیوال په مالي ملاتړ، د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېدونکې دي.

خبرپاڼه کاږي: «هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، تر څو د خپلو لومړنیو خوراکي او حیاتي اړتیاوو په پوره کولو کې ترې ګټه پورته کړي».

د خبرپاڼه له‌مخې، د دغو مرستو بنسټیزه موخه په لوګر کې د فقر د کچې راکمول، په سختو اقتصادي شرایطو کې د زیانګالو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د ژوند د وضعیت ښه کول دي.

له دې سره سم، په یاد ولایت کې بې‌وزلۍ کورنۍ دغه کېدونکې مرستې کمې ګڼي او له نورو مرستندویه بنسټونو ته د ورته زیاتو مرستو غوښتنه لري. دوی وايي، په دې ګرانۍ کې په ۲۹۰۰ افغانۍ هېڅ هم نه‌کېږي.

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې
100%

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د پاکستان خاورې ته توغولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د «جیو نیوز» په راپور کې راغلي، چې دغه د هاوان مرمۍ د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ «کټ ‌کوټ» سیمې په ملک شاهین کلي په یوه کور لګېدلې، چې د وژل شویو په منځ کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته تلافیي برید کړی او د هاوان د توغولو ځای یې له منځه وړی دی.

یادو سرچینو همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) اړوند کسانو هڅه کړې چې پاکستان ته ننوځي، خو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي، خو طالبانو بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دوي به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد فعالیت وکړي.

سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې د دې ډلې ۷غړي د داعش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي او د څېړنو لپاره یې کابل ته لېږدولي دي.

د دغو سرچینو په وینا، په نیول شوو کسانو کې د طالبانو په نظامي او ملکي جوړښت کې بېلابېل چارواکي شامل دي، چې په کې د مخابراتو کنډک د یوه ټولي قوماندان، د یوې فرقې د نشراتو امر، څو افسران او د ځایي راډیو او ټلوېزیون مسوول شامل دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي. یوازې یو کس د بدخشان د فرقې د مرستیال واصل نظری په ضمانت خوشې شوی، خو نور لا هم په بند کې دي.

همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شوو کسانو له ډلې شپږ تنه د جرم ولسوالۍ د کیپ کلي اوسېدونکي دي او د سلفي فکر پلویان بلل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دوی تر دې وړاندې د بدخشان په غرنیو او لیرې سیمو کې د نښه ویشتنې او غره ښتنې تمرینونه کول.

سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو له ډلې سره تړلی یو بل کس مخکې هم د داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، او اوسني نیول شوي کسان د همدې لارې پېژندل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د فیض‌اباد ښار په «نوي ښار» سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال او یو بل غړي په برید کې د لاس لرلو په تور هم تورن شوي دي.

شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې کړي. نوموړي د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چهارشنبې په ماخوستن په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې کتنه کې د اسلام‌اباد او ریاض تر منځ اړیکې ژورې او پر ایمان، باور او متقابل درناوي ولاړې وبللې.

شهباز شریف همداراز د دوه اړخیزو همکاریو د لا زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

اسحاق ډار زیاته کړې: «سعودي عربستان د پاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، او موږ ژمن یو چې دا تاریخي او ورورګلوۍ اړیکې د راتلونکو نسلونو لپاره لا پیاوړې کړو».

تر دې مخکې داسې راپورونه وو، چې پاکستانی پلاوی به په دې سفر کې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د سعودي له چارواکو سره خبرې وکړي، خو د شهباز شریف او د اسحاق ډار په اېکس‌پاڼو کې په همدې تړاو پوسټونو کې په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال په وږي میاشت کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړی او دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې پر مهال سعودي د ایران له لوري په نښه شوی، خو پاکستان یې په تړاو هېڅ نظامي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان او د «جنسیت، سولې او امنیت» شبکې په یوه ګډ راپور کې له برېتانیا غوښتي چې هغه سیاستونه ودروي چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې ډیری قضیې رد کېږي.

دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په برېتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په وروستیو کلونو کې له ۹۶سلنې څخه ۳۴سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵کال کې سلګونه افغان ښځې دپناه ترلاسه کولو بې‌برخې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د برېتانیا د پناه غوښتنې نوې تګلارې، چې موخه یې د کډوالۍ کنټرول بلل کېږي، په عمل کې د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب لاسرسی محدود کړی چې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په افغانستان کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې په کېد زده‌کړې، کار او تګ راتګ بندیزونه شامل دي، او ډېری یې د «سیستماتیک محرومیت» په حالت کې ژوند کوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د ملاتړ کمېدل د برېتانیا له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» پروګرام له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې له برېتانوي حکومته غوښتنه شوې چې د پناه غوښتنې محدودونکي سیاستونه ودروي، افغان ښځو ته خوندي لارې برابرې کړي او هغه تګلارې ختمې کړي چې د دوی په وینا د خوندیتوب مخه نیسي.