ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې نږدې یو میلیون خوندي زېږونونه ترسره شوي

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال پر مهال له ۹۸۵زرو څخه ډېر زېږونونه د مسلکي او ماهرو روغتیايي کارکوونکو لهخوا ترسره شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵کال پر مهال له ۹۸۵زرو څخه ډېر زېږونونه د مسلکي او ماهرو روغتیايي کارکوونکو لهخوا ترسره شوي دي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په همدې موده کې ۳۴،۳ میلیونه ماشومانو د پنځهګونو واکسینونو درېیم ډوز هم ترلاسه کړی دی، چې دا د ماشومانو د روغتیا د ساتنې په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د ملګروملتونو په وینا، سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي، خو دغه سازمان لا هم د خپلو مرستندویانو او شریکانو په ملاتړ په افغانستان کې د روغتیا، زدهکړې او د خلکو د معیشت په برخو کې بنسټیز خدمات وړاندې کوي.
راپور زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ۳۴میلیونو څخه ډېرو کسانو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی موندلی، چې له ډلې یې ۴۳سلنه نارینه او ۵۷سلنه ښځې دي.
همدارنګه، ملګري ملتونه وایي چې له ۴،۶میلیونو څخه زیاتو ماشومانو د زدهکړو ملاتړ ترلاسه کړی، چې ۵۸سلنه یې هلکان او ۴۲سلنه یې نجونې جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې دا شمېرې د نړیوالو مرستو د کمېدو سره سره په افغانستان کې د بشري خدمتونو د دوام ښکارندويي کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار او بغلان کې یې د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تور پنځه کسان نیولي دي. یاد وزارت همدا راز په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په هلمند ولایت کې یې نشهيي توکو کې کاریدونکي زرګونه کیلو مواد نیولي دي.
د پنجشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې په بغلان او ننګرهار ولایتونو کې یې ۲۹کیلوګرامه چرس او له ۲زرو څخه ډېرې نشهيي ګولۍ نیولي دي. همدا راز زیاته شوې چې د دغو نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تور پنځه کسان هم نیول شوي دي. د طالبانو په وینا، د دغو کسانو دوسیې یې خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
یاد وزارت همدا راز په یوې بله جلا خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په هلمند کې یې ۴۱۳ کیلو ګرامه نشهيي توکي او په نشهيي توکو کې کاریدونکي ۱۳۲۳ کیلوګرامه مواد نیولي دي.
طالبان داسې مهال د نشهيي توکو د کاروباریانو او توکو د نیول کېدو خبر ورکوي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مصنوعي نشهيي توکو د تولید پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان په یو راپور کې ویلي چې که څه هم افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو برعکس بیا د مصنوعي نشهيي توکو تولید او کاروبار د پخوا پرتله څو چنده ډېر شوی دی.
د راپورونو له مخې، خپله د طالبانو سیمهییز قوماندانان او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم د نشهيي توکو په کاروبار او قاچاق کې پراخ لاسونه لري.
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون د مشر شهابالدین دلاور د بلنې په غبرګون کې ویلي، چمتو ده چې هېواد ته ستنه شي، خو د طالبانو حکومت ته به مشروعیت ورنه کړي.
کوفي ویلي، وطن ته ستنېدل د هغې او د هغو ټولو افغانانو هیله ده چې د سختو شرایطو له امله اړ شوي هېواد پرېږدي، خو ټینګار یې کړی چې دا ستنېدل باید د ازاد او حق لرونکي وګړي په توګه وي، نه د داسې نظام تر سیوري لاندې چې ملي او نړیوال مشروعیت ونه لري.
نوموړې زیاته کړې، که د طالبانو هدف دا وي چې سیاسي شخصیتونه هېواد ته ستانه کړي څو له سیاست څخه لاس واخلي، د بیان ازادي ونه لري او یوازې د محدود ژوند په چوکاټ کې پاتې شي، دا نه ملي پخلاینه ده او نه هم د افغانستان د روان بحران حل دی.
د هغې په وینا، افغانستان ته د سیاستوالو او نورو افغانانو بېرته ستنېدل هغه وخت عملي کېدای شي چې د ټولو وګړو لپاره باعزته، ازاد او دوامدار شرایط برابر شي.
هغې د دې لپاره یو شمېر شرطونه هم یاد کړي، چې پکې د سیاسي ګوندونو ازاد فعالیت، د بیان ازادي، د ښځو حقونه، له خلکو سره مستقیمه اړیکه او د ملي خبرو اترو پیل شامل دي.
کوفي ټینګار کړی چې افغانستان د ښځو په حذف، د منتقدینو په چوپولو او د سیاست په محدودولو سره ثبات ته نه رسېږي، بلکې ریښتینی ثبات د عدالت، مشارکت او ملي باور له لارې رامنځته کېږي.
هغې زیاته کړې، که د طالبانو مشرتابه د بنسټیزو بدلونونو منلو ته چمتو وي، نو د ټولو افغانانو د بېرته ستنېدو زمینه به برابره شي او کولای شي د یو عادلانه او باثباته نظام د جوړولو لپاره ګډ کار وکړي.
کوفي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور، د پارلمان له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، پخواني جهادي عبدالرب رسول سیاف، ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي.
ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په خوارزم ولایت کې امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا عملیاتو کې څه کم ۹ کیلوګرامه تاریاک چې له افغانستان څخه په قاچاقي ډول وراد شوي وو، نیولي دي.
ازبکستاني رسنیو ویلي، چې له افغانستان څخه وارد شوي تاریاک د خوارزم ولایت په اورګنج بېروني کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.
د راپورونو لهمخې، دغه تاریاک له افغانستان څخه د ازبکستان خوارزم ولایت ته په قاچاقي ډول وارد شوي وو او تورنو کسانو غوښتل یاد تریاک د خوارزم ولایت په بېلابېلو سیمو کې وپلوري.
د ازبکستان د ملي امنیت د دولتي خدمتونو رسنیز دفتر ویلي، چې نیول شويو کسانو تردې وړاندې هم د نشهتوکو د قاچاق په جرم بند تېر کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د ارومچي خبرې پای ته رسېدلې دي او اسلام اباد ټینګار لري چې له کابل څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې «لیکلی او تایید وړ ډاډ» ترلاسه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د خبرو د تعقیب لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه پر جزئیاتو کار کوي.
نوموړي ویلي، چې له کابل سره د سولې هر ډول کانال پرانیستی دی، خو د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې دا ده، چې طالبان باید د دوحې ژمنې او نړیوال قوانین مراعات کړي.
اندرابي ویلي، چې طالبان باید د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.
نوموړي زیاته کړې:«دا هغه اساسي ټکی دی چې لا هم نه دی حل شوی او پاکستان به په دې اړه له افغان لوري د داسې ډاډ غوښتلو ته دوام ورکړي چې هم لیکلی وي او هم د تایید وړ وي».
نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین، ترکیې او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا جلا لیدنو کې له پاکستان سره وروستۍ خبرې مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰ زرو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي. د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي.
دغه دفتر زیاتوي، چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي او بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، روغتیايي اسانتیاوو او سرپناه ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.
د اوچا د راپور له مخې، درې زره کورنۍ یوازې په ننګرهار کې اغیزمنې شوې دي چې ډېری یې د جلال اباد ښار کې دي. اوچا وایي، د پنجشنبې په ورځ (نن) یې ۲۵۰ کورنیو ته بشري مرستې ووېشلې.
اوچا زیاته کړې چې بشري مرستندویه شریکان د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره خپلې هڅې چټکوي او زیانمنو سیمو ته د عاجلو مرستو د رسولو کار روان دی. خو د یادې ادارې په وینا، د اغېزمنو خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي او د مرستو کچه بسنه نه کوي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د اوسني وضعیت د کنټرول او د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ ډېر مهم دی.
د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم لهمنځه تللي دي.