• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو په لنډي کوتل پنډغالي کې ۳ کسان له افغان کډوالو د بډې اخیستنې په تور نیولي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د افغان کډوالو له پراخو شکایتونو وروسته د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې پولیسو د افغان کډوالو لپاره د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې ستنېدونکو کډوالو ته د نوبت «ټوکن» ورکولو په بدل کې د بډې اخیستنې په تور درې کسان نیولي دي.

پولسیو ویلي، چې په دغه پنډغالي کې د نیول شویو کسانو له‌خوا افغان کډوالو ته د پیسو په بدل کې جعلي د بېرته ستنېدو ټوکونونه ورکول کېدل. پوليس وايي، چې دوی د نعمت، سدیس او اخترخان په نوم د خوږه خېلو سیمې اوسېدونکي نيولي او پر ضد یې قضیه ثبت کړې ده.
پوليسو له افغان کډوال غوښتي، چې داسې کسانو ته باید د بېرته ستنېدو پرمهال د نوم لیکنې لپاره پیسې ورنه‌کړي او که څوک د پیسو غوښتنه ترې کوي؛ نو دوی دې له نږدې پولیسو حوزې سره دغه موضوع شریکه کړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په لنډي کوتل کې داسې کسان نیول شوي وو چې له افغان کډوالو یې په ناقانونه توګه پیسې اخیستې.
یوشمېر افغان کډوالو تر دې وړاندې نیوکه کړې وه، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د یادو کډوالو په خبره؛ د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او په دې برخه کې ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي په بېلابېلو پلمو پیسې شکوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱
د خوړو نړۍوال پروګرام په لوګر کې له څه باندې ۲ زره کورنیو سره د نغدي مرستو بهیر پیل کړ
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوګر په مرکز له ۲۳۳۳ بې‌وزلو او مستحقو کورنیو سره د چهارشنبې په ورځ د نغدو پیسو د وېش بهیر پیل کړ. د لوګر ولایت لپاره د طالب مسوولینو په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دا مرستې د خوړو نړیوال په مالي ملاتړ، د کلیوالو سیمو د پراختیا او هوساینې لپاره د اقدام موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېدونکې دي.

خبرپاڼه کاږي: «هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، تر څو د خپلو لومړنیو خوراکي او حیاتي اړتیاوو په پوره کولو کې ترې ګټه پورته کړي».

د خبرپاڼه له‌مخې، د دغو مرستو بنسټیزه موخه په لوګر کې د فقر د کچې راکمول، په سختو اقتصادي شرایطو کې د زیانګالو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د ژوند د وضعیت ښه کول دي.

له دې سره سم، په یاد ولایت کې بې‌وزلۍ کورنۍ دغه کېدونکې مرستې کمې ګڼي او له نورو مرستندویه بنسټونو ته د ورته زیاتو مرستو غوښتنه لري. دوی وايي، په دې ګرانۍ کې په ۲۹۰۰ افغانۍ هېڅ هم نه‌کېږي.

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې
100%

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د پاکستان خاورې ته توغولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د «جیو نیوز» په راپور کې راغلي، چې دغه د هاوان مرمۍ د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ «کټ ‌کوټ» سیمې په ملک شاهین کلي په یوه کور لګېدلې، چې د وژل شویو په منځ کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته تلافیي برید کړی او د هاوان د توغولو ځای یې له منځه وړی دی.

یادو سرچینو همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) اړوند کسانو هڅه کړې چې پاکستان ته ننوځي، خو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي، خو طالبانو بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دوي به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد فعالیت وکړي.

سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
سرچینې: په بدخشان کې داعش سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو ۷ غړي نیول شوي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په بدخشان ولایت کې د دې ډلې ۷غړي د داعش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي او د څېړنو لپاره یې کابل ته لېږدولي دي.

د دغو سرچینو په وینا، په نیول شوو کسانو کې د طالبانو په نظامي او ملکي جوړښت کې بېلابېل چارواکي شامل دي، چې په کې د مخابراتو کنډک د یوه ټولي قوماندان، د یوې فرقې د نشراتو امر، څو افسران او د ځایي راډیو او ټلوېزیون مسوول شامل دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي. یوازې یو کس د بدخشان د فرقې د مرستیال واصل نظری په ضمانت خوشې شوی، خو نور لا هم په بند کې دي.

همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شوو کسانو له ډلې شپږ تنه د جرم ولسوالۍ د کیپ کلي اوسېدونکي دي او د سلفي فکر پلویان بلل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دوی تر دې وړاندې د بدخشان په غرنیو او لیرې سیمو کې د نښه ویشتنې او غره ښتنې تمرینونه کول.

سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو له ډلې سره تړلی یو بل کس مخکې هم د داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی و، او اوسني نیول شوي کسان د همدې لارې پېژندل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د فیض‌اباد ښار په «نوي ښار» سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال او یو بل غړي په برید کې د لاس لرلو په تور هم تورن شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي
100%

د بښنې نړیوال سازمان او د «جنسیت، سولې او امنیت» شبکې په یوه ګډ راپور کې له برېتانیا غوښتي چې هغه سیاستونه ودروي چې له امله یې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې ډیری قضیې رد کېږي.

دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (وري۲۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په برېتانیا کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه په وروستیو کلونو کې له ۹۶سلنې څخه ۳۴سلنې ته راټیټه شوې ده، او یوازې په ۲۰۲۵کال کې سلګونه افغان ښځې دپناه ترلاسه کولو بې‌برخې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د برېتانیا د پناه غوښتنې نوې تګلارې، چې موخه یې د کډوالۍ کنټرول بلل کېږي، په عمل کې د هغو کسانو لپاره د خوندیتوب لاسرسی محدود کړی چې نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې افغان ښځې په افغانستان کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې په کېد زده‌کړې، کار او تګ راتګ بندیزونه شامل دي، او ډېری یې د «سیستماتیک محرومیت» په حالت کې ژوند کوي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د ملاتړ کمېدل د برېتانیا له بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د «ښځو، سولې او امنیت» پروګرام له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په راپور کې له برېتانوي حکومته غوښتنه شوې چې د پناه غوښتنې محدودونکي سیاستونه ودروي، افغان ښځو ته خوندي لارې برابرې کړي او هغه تګلارې ختمې کړي چې د دوی په وینا د خوندیتوب مخه نیسي.

د قحطۍ په اړه د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته؛برګمټال او کامدېش ته خوراکي توکي ورسېدل

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
د قحطۍ په اړه د افغانستان انټرنشنل له راپور وروسته؛برګمټال او کامدېش ته خوراکي توکي ورسېدل
100%

افغانستان انټرنشنل ۳ ورځې مخکې د نورستان د ځينو قومي مشرانو په حواله راپور ورکړ، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو له امله ځايي خلک له قحطۍ سره مخ دي. نن د طالبانو تر واک لاندې د نورستان راډيو ټلویزیون یادو ولسوالیو ته د خوراکي توکو له لېږده خبر ورکړ.

د تېرې یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د نورستان ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو د لارو بندېدو له امله ځايي خلک د خوراکي توکو په برخه کې له قحطۍ سره مخ دي. دوی د طالبانو مسوولان پر ناغېړۍ تورن کړی او ویلي یې وو، که د هوا له لارې خوراکي توکي ونه‌رسول شي، انساني ناروین به رامنځته شي.

هغوی همداراز ویلي وو، چې د لارو د تړل کېدو له امله د اوړو په ګډون ټول خوراک توکي خلاص شوي دي او په کلینیکونو کې درمل هم نه‌پیدا کېږي.

د نورستان قومي مشران: په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې خلک له قحطۍ سره مخ دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان انټرنشنل د یاد راپور له خپرېدو ۳ ورځې وروسته (چهارشنبه د وري ۲۶مه) د نورستان ملي راډيو ټلویزیون هم برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت مساله تایید کړه او یادو ولسوالیو ته د خوراکي توکو او درملو له لېږدېده خبر ورکړ.

دغه ټلویزیون ویلي: «د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسواليو کې د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ اوسېدونکو ته نن د ۳۰۰۰ بوريو غنمو ترڅنګ، درمل، خوراکي توکي او مرستندویه ټيمونه ورسېدل».

د راپور له‌مخې، د سيمې اوسېدونکي چې له تېرو نږدې دوو مياشتو راهيسې له سختو ستونزو سره مخ وو، د دغو مرستو په رسېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره به يې ډېری اړتياوې پوره شي.

په راپور کې ویل شوي: «د کامدېش ولسوال د بهرنيو رسنيو هغه تبليغات رد کړل چې ګواکې په سيمه کې دولتي خدمات درېدلي، او دا يې بې بنسټه وبلل».

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له بري کوټ کلي څخه د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې لاره چې له دوو میاشتو راهسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې وه، دوه ورځې مخکې پرانېستل شوې ده.