د بلوچستان په یوه کان کې زهرجن ګاز درې کسان مړه کړي

د بلوچستان د کویټې ښار د ډیګاري سيمې د سکرو په یوه کان کې د چهارشنبې په ورځ د زهرجن ګاز د خپرېدو له امله درې کان کېندونکي مړه شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کان کېندونکي په دغه کان کې په کار بوخت و.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په ناڅاپي ډول د میتان ګاز په ګډون نور زهرجن ګازونه په دغه کان کې خپاره شول او یاد کان کېندونکي د ساه بندېدو له امله مړه شول.
