په کندهار او دوبۍ کې دریو سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو پنځه ورځې وړاندې د دې ډلې پخوانی چارواکی او مالي مسوول معتصم اغاجان نیولی دی.
دغه سرچینې، چې له معتصم اغاجان سره نږدې اړیکې لري، د نوموړي د نیول کېدو لامل د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ د یوه پلاتفورم جوړولو هڅې او د نوموړي « شخصي پانګونې» بولي.
معتصم اغاجان د افغان او پاکستاني علماوو نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پیل کړی و.
د افغانستان او پاکستان دغو دیني عالمانو د وري میاشتې په پیل کې په یوه اعلامیه کې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.
په دغه پلاټفورم کې د افغانستان له اړخه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیبالله منیب، دوکتور فیروز هروي، شیخ مولوي زاده هروي، شیخ مولوي احمد رباني، مولوي معتصم اخوندزاده کندهاری، شیخ نصرالله علمي، شیخ سید احمد هاشمي، شیخ میر فاروق نوراني او شیخ ذاکري عرفاني شامل دي.
د پاکستان په علماوو کې شیخ ادریس، مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندري، په کراچۍ کې مېشت مولانا حکیم مظهر، په بلوچستان کې مېشت مولانا صلاح ایوبي، مولانا محمد اویس نوراني، مولانا شیخ عبدالکریم، مولانا فضل الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظهر، مولانا مفتي زبیر شاه او مولانا پیر عتیق الرحمان شامل دي.
یوې بلې سرچینې وویل، چې «معتصم د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پیل کړې وه، چې دده مدرسه هم پکې شامله ده».
ددغې سرچینې په وینا، د معتصم د نیول کېدو یو لامل هم ښايي دغه مساله وي.
افغانستان انټرنشنل د معتصم اغاجان له کورنۍ سره هم اړیکه ونیوله، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړه.
ځینې څارونکي باور لري چې د طالبانو مشرتابه دا ډول فعالیتونه حساس ګڼي، ځکه هبت الله اخوندزاده ډېری له رسمي چوکاټ څخه بهر خپلواکې دیني-سیاسي هڅې د اندېښنې وړ بولي.
ځینې سرچینې وایي چې معتصم څو کاله وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په ضمانت له استانبول څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.
د هغه وروستۍ نیونه د کندهار او کابل ترمنځ د بېباورۍ د زیاتېدو لامل بلل کېږي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې هم د اغاجان پر کور چاپه وهلې وه او د هغه له کوره یې یو شمېر شخصی وسلې، موټر او نور توکي له ځان سره وړي وو.
ملامعتصم اغا جان له۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو له هغو محدودو لوړپوړو څېرو ګڼل کېږي چې د دې ډلې د سیاسي جوړښت په بحثونو کې فعال پاتې شوی و. هغه د پخواني مشر ملا محمد عمر له کورنۍ سره نږدې اړیکې لرلې او ددې ډلې مالي مسوولیتونه یې هم پرمخ وړل.
په ۲۰۱۱ کال کې هغه په کراچۍ ښار کې د برید له امله ټپي شوی و. وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې استخباراتي کړۍ او د طالبانو ځینې داخلي څېرې په دغه برید کې ښکېلې وې، خو دا ادعاوې هم رسمي نه دي تایید شوې.
سرچینې زیاتوي چې معتصم د طالبانو په منځ کې یو منځلاری، سیاسي لیدلوری لرونکی او باتجربه کس بلل کېږي او تر نیول کېدو وړاندې یې په کندهار کې د یوې دیني مدرسې چارې سمبالولې.