د خیبر پښتونخوا په بنو کې تښتول شوي درې واکسیناتوران بېرته خوشې شول

د خیبر پښتونخوا ځایي چارواکي وايي، په بنو کې تښتول شوي درې واکسیناتوران د ځايي قومي مشرانو او پولیسو په هڅو خوشې شول. دغه درې تنه تېره چهارشنبه د جهنډوخېل په سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا تښتول شوي وو.
په بنو کې د پولیسو افسر یاسر اپریدی وايي، چې تشتول شوي کسان د یوه خاص پلان، د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د پولیسو په هڅو خوشې شول. د تېرې چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) د خیبر پښتونخوا ولسوالۍ بنو ټاون شپ ته اړوند د داوړ کالونۍ جهنډوخېل سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پرمهال درې واکسیناتوران تښتولي وو.
د پولیسو په وینا؛ دغه کسان داسې مهال برمته شوي وو، چې په سیمه کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسینو د څاڅکو پر ورکولو بوخت وو. د پولیو واکسیناتوران چې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو څاڅکي ورکوي، ډېر مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو لهخوا په نښه کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو روان کمپاین پرمهال دا د یاد کمپاین پر کارکوونکو د برید او تښتونې درېیمه پېښه ده. لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ په چهپر وزیران سيمه کې د واکسیناتورانو پر ساتونکو شوې وه. یاده پېښه هغه مهال وشوه، چې دوی د ګوزڼ ضد واکسینو په کمپاین کې د ګډون لپاره دندې ته روان وو چې پرې برید وشو او له امله یې یو پولیس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
بله پېښه د بلوچستان په ډېره مراد جمالي په ټياېنټي کالونۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پولیس سرتېری د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین کې پر دندې بوخت وو او د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا پرې برید وشو او نوموړی پهکې ووژل شو.
