• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا سر وزیر «د پراخو ملي ګټو» لپاره د عمران‌خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران‌خان خوشې کول «د هېواد د پراخو ملي‌ګټو لپاره» مهمه اړتیا ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې د عمران‌خان د خوشې کولو لپاره به ټول ممکنه اساسي‌ او ولسي هڅې ترسره شي.

اپرېدي د پېښور، ملاکنډ، کوهاټ، شمالي پنجاب، خېبر قبایلي ولسوالیو د استازو او د تحریک انصاف ګونډ د پارلماني غړو په یوه غونډه کې وویل، چې د عمران‌خان خراب روغتیايي‌ وضعیت یوازې سیاسي‌ موضوع نه؛ بلکې د هغه د ژوند او روغتیا اړوند جدې مسله ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي د رسنیز دفتر په حواله ویلي، چې دوی له عمران‌خان سره د هغه د کورنۍ او شخصي‌ ډاکټر د نه اجازې په اړه اندېښمن دي. راپور زیاتوی، چې د عمران خان کورنۍ او شخصي ډاکټر له هغه سره د لیدو د نه اجازې اړوند شکایتونه هم کړي دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، یوشمېر کړیو د ورته غونډو د جوړېدو لپاره منفي تبلیغات کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به د ورته مشورتي جرګو له لارې یوه ګډه تګلاره هم جوړه شي.

عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې له بېلابېلو قضیو سره مخ او په زندان کې دی. د حکومت مخالف ګوندونه وایي، چې پر عمران‌خان لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي، چې ټولې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: طالبانو سره د خبرو ټولې لارې پرانیستې دي خو امنیتي ضمانتونه مهم شرط دی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۱
پاکستان: طالبانو سره د خبرو ټولې لارې پرانیستې دي خو امنیتي ضمانتونه مهم شرط دی
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي ویلي چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د سولې لپاره ټولې ډیپلوماتیکي او سیاسي لارې پرانیستي ساتلي، خو د امنیت موضوع د خبرو اترو اصلي محور جوړوي او پاکستان له طالبانو لیکلي د تایید وړ ضمانتونه غواړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پاکستان د چین په اورومچي کې د درې‌اړخیزو خبرو اترو پایلې ارزوي او تمه لري چې له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې عملي پرمختګ رامنځته شي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان له طالبانو غواړي داسې لیکلي او د تایید وړ ضمانتونه ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي. د هغه په وینا، دا د اسلام‌اباد اساسي او نه بدلېدونکی دریځ دی.

اندرابي زیاته کړه،چې د پاکستان دریځ د د دوحې تړون او نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره باید امنیتي اندېښنې په عملي ډول حل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د چین په منځګړیتوب د اورومچي وروستۍ خبرې، چې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ شوې وې، تر اوسه کومه محسوسه پایله نه لري.

راپورونه وایي چې دا خبرې د یوې اوونۍ لپاره د دروازو تر شا ترسره شوې او د ټیټې کچې استازو په ګډون بې‌له کومې واضحې هوکړې پای ته رسېدلې دي.

تر دې وړاندې هم د چین له لوري دا هڅې غیر رسمي بلل شوې وې، خو بیجینګ ویلي چې هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

دغه ډیپلوماتیک بهیر وروسته له هغې پیل شو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یو میاشتني تاوتریخوالي او د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونو وضعیت لا ترینګلی کړی و.

په همدې حال کې، د دوحه، استانبول او ریاض پخوانۍ خبرې هم بې‌پایلې پاتې شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د بې‌باورۍ ژوروالی څرګندوي او ښيي چې لا هم د شخړې د حل لپاره روښانه لار نه ده موندل شوې.

پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
پاکستان له طالبانو نه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو «لیکلی او تایید وړ ډاډ» غوښتی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د ارومچي خبرې پای ته رسېدلې دي او اسلام اباد ټینګار لري چې له کابل څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې «لیکلی او تایید وړ ډاډ» ترلاسه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د خپل اونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي، چې له طالبانو سره د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د خبرو د تعقیب لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه پر جزئیاتو کار کوي.

نوموړي ویلي، چې له کابل سره د سولې هر ډول کانال پرانیستی دی، خو د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسې دا ده، چې طالبان باید د دوحې ژمنې او نړیوال قوانین مراعات کړي.

اندرابي ویلي، چې طالبان باید د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړې:«دا هغه اساسي ټکی دی چې لا هم نه دی حل شوی او پاکستان به په دې اړه له افغان لوري د داسې ډاډ غوښتلو ته دوام ورکړي چې هم لیکلی وي او هم د تایید وړ وي».

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د ارومچي خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین، ترکیې او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا جلا لیدنو کې له پاکستان سره وروستۍ خبرې مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې واړه تخنیکي مسایل به د مذاکراتو د پرمختګ مخه ونه نیسي.

شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
شهباز شریف د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې د همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو غږېدلی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، شهباز شریف د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې کړي. نوموړي د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چهارشنبې په ماخوستن په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې کتنه کې د اسلام‌اباد او ریاض تر منځ اړیکې ژورې او پر ایمان، باور او متقابل درناوي ولاړې وبللې.

شهباز شریف همداراز د دوه اړخیزو همکاریو د لا زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

اسحاق ډار زیاته کړې: «سعودي عربستان د پاکستانیانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، او موږ ژمن یو چې دا تاریخي او ورورګلوۍ اړیکې د راتلونکو نسلونو لپاره لا پیاوړې کړو».

تر دې مخکې داسې راپورونه وو، چې پاکستانی پلاوی به په دې سفر کې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ په اړه د سعودي له چارواکو سره خبرې وکړي، خو د شهباز شریف او د اسحاق ډار په اېکس‌پاڼو کې په همدې تړاو پوسټونو کې په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان او سعودي عربستان د تېر کال په وږي میاشت کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړی او دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې پر مهال سعودي د ایران له لوري په نښه شوی، خو پاکستان یې په تړاو هېڅ نظامي غبرګون نه‌دی ښودلی.

په سند کې د جمعیت علما منشي: دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
په سند کې د جمعیت علما منشي: دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني
100%

د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، چې دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه‌پېژني. هغه همداراز ادعا وکړه، چې د پولیسو په ځينو موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو قاچاق روان دی.

راشد محمود سومرو په سند کې د چهارشنبې په ورځ (د وي ۲۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل: «جمعیت علمای اسلام [د پاکستان] اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني، خو د ملي ګټو لپاره یې د سولې او ثبات د اقداماتو ملاتړ کړی دی».

هغه زیاته کړه، په سند کې نا امنیو، د نشه‌يي توکو پېر او پلور او همداراز قاچاق، بېکارۍ او ګرانیو د ځايي خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د جمعیت علمای اسلام دغه لوړ پوړي غړي همداراز ادعا وکړه: «په ځینو پولیسي موټرو کې د وسلو او نشه‌يي توکو د لېږد رالېږد پېښې مخې ته راځي چې دا د حکومت د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی».

هغه په تعلیمي نظام کې پر فساد، د ازموینو د پایلو پر بې نظمیو او د ښځینه زده‌کوونکو د ځورونې پر زیاتېدونکو پېښو سخته اندېښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه: «داسې پېښې د زغم وړ نه‌دي او باید له مسوولینو سره یې سخت حساب وشي».

د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د سند چارواکو د جمعیت علمای اسلام د دغه لوړ پوړي غړي د ادعاوو په تړاو څه سپناوی نه‌دی کړی.

پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: پنجاب کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي
100%

پاکستاني رسنۍ «اکسپرس ټریبیون» راپور ورکړی، چې په پاکستان کې امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د ترهګریزو فعالیتونو په تور۱۶کسان نیولي دي.

راپور زیاتوي، چې دغه کسان د پنجاب ایالت په پنځو ښارونو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو له تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)سره اړیکې لرلې.

چارواکو ویلي، چې دغو کسانو د پولیسو پر پوستو د بریدونو پلان درلود، خو د عملیاتو په ترڅ کې دغه پلانونه له عملي کېدو مخکې شنډ شوي دي.

د عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه چاودېدونکي توکي، اسناد او یو اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

بل خوا، امنیتي سرچینو مخکې ویلي وو، چې د خیبرپښتونخوا ایالت کې په جلا عملیاتو کې ۱۳وسلوال وژل شوي دي.

خیبرپښتونخوا او بلوچستان، چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي، د پاکستان له هغو سیمو څخه دي چې تر ټولو زیاتې ناامنۍ پکې لیدل کېږي.