ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او پېرلو توان کم شوی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. د راپور لهمخې، د وریجو بیه تر ۴۷ سلنې، غنم ۲۰سلنه، غوړي ۱۰ سلنه او بوره ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.
