طالبانو د ۴،۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د قیصارـ لامان سړک د رغولو چارې پیل کړي

د طالبانو د تولګټو چارو وزارت ویلي، چې د بادغیس ولایت د مقر له سیمې څخه یې د قیصارـ لامان ۵۰ کلیو متره سړک رغنیزې چارې پیل کړي. د طالبانو په خبره دغه پروژه به په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
