• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پروان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې یو کس مړ او ۵ نور ټپیان دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښه له امله یو کس مړ او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن مازدیګر (جمعه د وري ۲۸مه) د چاریکار ښار په ده مسکن سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې پېښه کې د یوې کرولا موټر چلوونکی مړ شوی او د دواړو موټرو ۵ سورلۍ ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، ټپيان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او پیښه د ټرافیکو مدیریت له لوري تر څیړنو لاندې ده.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې مرکزي بانک د طالبانو د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۱
د روسیې مرکزي بانک د طالبانو د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ
100%

د روسیې د مرکزي بانک لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین په مسکو کې د طالبانو له سفیر ګل حسن حسن سره په کتنه کې د افغانستان د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. په دې کتنه کې د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د جمعې په ماښام (د وري ۲۸مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ګل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک له لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره په کتنه کې د بانکي سکټور د پرمختگ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پياوړتيا هيله څرگنده کړه او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتيا او همداراز سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: «روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ».

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې روسیه یوازنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او تل یې له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو
100%

د ترکیې په انتالیا ښار کې د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماسۍ نړۍوال کنفرانس د نړۍ د لسګونو هېوادونو د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په پراخ ګډون سره ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هم ګډون کړی.

په دغه لویه ډیپلوماتیکه ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سوریې ولسمشر احمد الشرحه، د اذربایجان ولسمشر الهام علییف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود، په ګډون د پاکستان، قطر، مصر، جاپان، برېتانیا، جرمني، سربیا، ازبکستان د نړۍ د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو برخه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي همکاریو سازمان او د عربي هېوادونو د لیګ لوړپوړو چارواکو هم په دې غونډه کې حضور درلود. د افغانستان له لوري په دغه کنفرانس کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت او د دغه وزارت بل چارواکی ذاکر جلالي ګډون کړی دی.

د انتالیا په سږنۍ غونډه کې اصلي تمرکز د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا، د روانو کړکېچونو په اړه خبرې اترې، امنیت، اقتصادي همکارۍ او د تلپاتې سولې د تامینولو لارو چارو باندې ورټول و.

د غونډې په جریان کې د هیوادونو استازو د سیمه ییزو او نړیوالو کړکېچونو د ګډو حل لارو په اړه بحث وکړ او د فعالې ډیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

دا کنفرانس په داسې وخت کې ترسره شو چې نړۍ د جګړو، کډوالۍ بحرانونو، د اقلیم بدلون او اقتصادي ناامنۍ په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او پېرلو توان کم شوی دی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او پېرلو توان کم شوی دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. د راپور له‌مخې، د وریجو بیه تر ۴۷ سلنې، غنم ۲۰سلنه، غوړي ۱۰ سلنه او بوره ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

یاد دفتر د جمعې په ورځ، د وري ۲۸مه، په خپل اوونیز راپور کې ویلي د سوداګریزو لارو بدلون او پر ایران او منځنۍ اسیا د ترانزیټي تکیې زیاتوالي، د لېږد لګښتونه لوړ کړي او په بازارونو کې یې د اړتیا وړ توکو بیې اغېزمنې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰سلنه واردات د اسلام‌قلعې له لارې ترسره کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د اسلام‌قلعه له لارې د وارداتو زیاتوالی او د نورو لارو محدودېدل، پر مهمو دهلېزونو فشار زیات کړی دی.

په راپور کې د سبزیجاتو په برخه کې هم وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د تېر کال په پرتله د کچالو بیه ۹۷ سلنه او د رومیانو بیه ۶۵ سلنه لوړه شوې ده. ملګري ملتونه د دې لوړوالي اصلي لامل د ایران له لوري د عرضې کمښت او له پاکستان څخه د وارداتو درېدل بولي. سره له دې چې بازارونه لا هم فعال دي، خو د لارو محدودیت د وېش وخت اوږد کړی او بیې یې پورته وړې دي.

د اوچا راپور ښيي چې کاري فرصتونو ته د کارګرانو لاسرسی د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه کم شوی دی. که څه هم د موسمي کارګرانو مزدوري بدله شوې نه ده، خو د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله د عامو خلکو د پېرلو توان په شدت سره محدود شوی، چې دا چاره بشري وضعیت لا پسې کړکېچنولی شي.

پاکستاني رسنیو د ټي‌ټي‌پي د یو غړي اعتراف خپور کړی چې په افغانستان کې روزل شوی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۱ GMT+۱
پاکستاني رسنیو د ټي‌ټي‌پي د یو غړي اعتراف خپور کړی چې په افغانستان کې روزل شوی
100%

د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ټي‌ټي‌پي یو نیول شوی غړی امیر سهیل اعتراف کړی، چې په افغانستان کې یې په پوځي مرکزونو روزنه ترلاسه کړې ده. رسنیو د نیول شوي کس له قوله ویلي، چې د ټي‌ټي‌پي مرکزونه په افغانستان کې دي او د طالبانو او د هند د استخباراتو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د جمعې په ورځ، د وري ۲۸مه خبر ورکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د امیر سهیل په نوم د ټي‌ټي‌پي یو غړی چې په مولوي حیدر مشهور دی نیولی دی. د پاکستان ټلویزیون د راپور له مخې، یاد کس په پلټنو کې ویلي چې د پکتیکا ولایت په یوه مرکز کې یې نظامي زده‌کړې کړې او د پاکستاني ځواکونو پر ضد یې په بنو، لکي مروت او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې په بریدونو کې برخه اخیستې ده.

پاکستانی رسنیو د نوموړي له قوله ویلي، چې د هغه په ډله کې تر ۲۰ ډېر بهرني وسله‌وال شامل وو، چې د افغانستان وګړي هم پکې وو. هغه زیاته کړې چې د «پاکستان ضد محرف کونکې فکری تبلیغاتو» له امله یې له ټي‌ټي‌پي سره یوځای شوی و.

تر اوسه پورې د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د پاکستان د رسنیو په وینا، نیول شوی غړی هغه مهال ونیول شو چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و. پاکستان څو ځله ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان پټنخایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

خو افغان طالبانو دا ادعاوې تل ردوي او وایي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وسله‌وال شتون نه لري.

زده‌کړیالان: طالبانو په پوهنتونونو کې د شیعه محصلانو د مذهب د بدلولو هڅې پیل کړې دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
زده‌کړیالان: طالبانو په پوهنتونونو کې د شیعه محصلانو د مذهب د بدلولو هڅې پیل کړې دي
100%

په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو پر دوام د کندهار، بامیان او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتونونو ځني زده‌کړیالان وايي، چې طالبان په پوهنتونونو کې د شیعه محصلانو د مذهب د بدلولو لپاره منظمې هڅې پیل کړې دي.

د بامیان او کندهار پوهنتونونو یو شمېر زده‌کړیالان له «افغانستان انټرنشنل» سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان د ځانګړو سیمینارونو په جوړولو سره محصلین د مذهب بدلون ته هڅوي. د کندهار پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۲۶مه په یوه رسمي غونډه کې په ښکاره ډول شیعه وګړي تکفیر کړي دي.

د دغه محصل په وینا، یاده غونډه چې باید د یووالي لپاره وای، برعکس له سپکو او تفرقه‌اچوونکو څرګندونو ډکه وه. هغه زیاته کړه چې شیعه او سني مذهبونو په افغانستان کې پیړۍ پیړۍ په سوله کې ژوند کړی، خو د طالبانو اوسني سیاستونه د مذهبي بې‌باورۍ او د خلکو ترمنځ د واټن د زیاتوالي لامل شوي دي.

څارونکي وايي، چې داسي کړنې په افغانستان کې د مذهبي تنوع د له منځه وړلو د یوې پراخې پروسې برخه ده.